نظــر

ترکيه کې د روسيې سفير څنګه ووژل شو؟ «د سترګو ليدلی حال»

سرچينه: السبق ويب پاڼه
ژباړه: شاکر مموزی

د (اسوشیټډ پرس ) خبري اژانس انځورکښ خبریال برهان أوزبليسي په ترکیه کې د روسیې د سفیر د وژنې نږدې لحظات او شېبې بیانوي او وایي: کله چې صالون ته ور ورسېدم د روسیې سفیر (أندريه كارلوف) وینا کوله زه هم د دریځ پلو ته په دې موخه ور نږدې شوم چې داسې انځورونه وکاږم چې د ترکیې او روس د اړیکو لپاره ګټورې وي.

“سكاي نيوز” د اوز بلیسي له قول څخه وایي د روسیې سفیر ورو اوپه مینه د خپل هيواد (روس) څخه خبرې کولې چې د یوې او بلې خبرې ترمېنځ یې ژباړونکي ته وخت ورکاو تر څو یې ترکي ژبې ته په اسانه وژباړي ، انځور کښ زیاتوي ناببره او په بيړه بیړه پرله پسې مرمۍ پیر شوې ، چې ناستو خلکو کې یې وېره او ډار خپور کړل زه له سفیر سره په نږدې څومتره واټن کې ولاړ وم چې نوموړی پر ځمکه را وغورځېده خو ما یې بهېدلې وينې ونه لېدلې کېدی شي هغه مرمۍ د دده په ملا کې غلې شوې وي ..

اوزبلیسي وایي د یو څو ثانیو لپاره هلته تم شوم چې وګورم څه پېښ شول نوموړی زما تر مخ مړ شو بیا د ناستې دصالون په کیڼ پلو کې شاته په داسې حال کې وخوځېدم چې وسلوال کس خپله تفنګچه د صالون په ښي لوري کې وېرېدلو کسانو ته مخامخ کړې وه .

دی وایي لومړی مې نه شوی کولی معلوم کړم چې وسلوال ولې مرمۍ پیر کړې.

ما دا ګومان وکړ چې کوم چیچنایي توند لاری به وي خوبیا خلکو وویل نوموړي وسلوال د سوریې د حلب خبره کوله او د (الله اکبر) نعرې یې وهلې خو ما نه شوی کولی دده په نورو هغو خبرو پوه شم چې په عربي ژبه یې کولې .

نوموړی وایي وروسته بیا جوته شوه چې دا یو پولیس و چې له نورو سره په متقابله ډزو کې ووژل شو ، مخامخ یې سفیر په اتو ډزو وویشت اوپر ځمکه له را پرېوتي بدن سره یې تاوېده او د ناستو د صالون پر دېوالونو یې یو څو را ځوړند انځورنه قصدا مات کړل .

اوزبلیسي وایي زه وډارشوم چې وسلوال پر ما د وسلې مخ راوا نه ړوي او ومې ولي .

خو زه لږ ورمخکې شوم او د وسلوال انځور مې وکیښ ، زما تښتېدل ناشوني و ځکه زه یو ژورنالیست وم او زما دنده ده چې هغه څه انځور کړم چې څه مې ولیدل که داسې نه وای نو خلکو به ویل څنګه ته هلته له کیمرې سره موجود وې خو هغه ننداره دې انځور نه کړه .

د یادونې وړ ده چې د سفیر وژونکی ۲۲ کلن او ځان یې (مولود الطنطاش) ښود چې د (ازمیر) دپولیسو له پوهنځي څخه فارغ و ، د ترکیې د اطلاعاتو له مخې نوموړي د انقرې د پولیسو په لیکو کې د (ضابط) په رتبه دنده تر سره کړې وه .

وسلوال بریدګر د روسیې وژل شوي سفیر سر ته ولاړ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x