نظــر

په ترکیه کي د اسلام زیری

لیکوال: مولانا طلحه السیف

ژباړه: ندیم سالار

الحمد لله چې اردوغان او ګوند “د عدالت او پراختیا ګوند” يې د ترکیې په عامو ټاکنو کې بریالي شول، په دغو ټاکنو کې د ده مقابل لوري ته یوازې د ترکیې سیکولران، قوم پرسته کردان او ملحد عناصر نه ول، بلکې د ده مقابله له اروپا او هغو عناصرو سره وه چې د غرب د ایجنټانو په صفت په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې ټول اسلامي امت په خپلو ذلیلو افکارو او اعمالو سمبالول غواړي، دا داسي پړاو و، چې یوازې ترکیه د دوی د عزایمو په لار کې خنډ جوړیدی شو. د دوی مقابله له اسرائيل سره هم ځکه وه چې هغوی پر فلسطین د آخری وار (حملې) انتظار کوي. اوس که اسرایيل په سیمه کې کوم خطر احساسوي هغه د اردوغان له ترکیې نه. هغه اردوغان چې د فلسطین په اړه د ایراني دروغجنو او مکارو اخندانو غوندې تش دیالوګ نه وايي بلکې د زمري غوندی په شدت سره رد عمل هم کوي.

اردوغان ددوی ټولو په مقابله کې سرلوړی، فاتح او بریالی شو، نن له سوريې او فلسطین نه نیولې تر بورما پوري ټول امت د ده بریا په خوښیو لمانځي، د شکر سجدې کوې، خو پر منافقینو او بادارانو يې سکوت او وېره خپره ده.

زموږ ځیني جذباتي او د مغلوبو فکرونو مسلمانان او وړونه هم داسې دي چې د دې خوښۍ پر وخت د بې بنیاده او احساساتي خبرو پر بناء نه یوازې پر مسلمان ترک ملت، بلکې پر محترم اردوغان او هغو خلکو پر ضد په فتوی او ټاپه لګولو مصروف دي چې خوښ دي، خپله خوښي لمانځي او یو بل ته مبارکۍ وايي.

زه هم شخصاً تېره شپه پر دغو کړنو د همهغو وروڼو د کفر تر فتوی لاندی راغلم.

د دوی لومړۍ دلیل دا دی چې جمهوریت کفر دی، او اردوغان چې د جمهوریت په ترڅ کې بریالی شوی نو ځکه (نعوذ باالله) هغه هم … دی، او کوم خلک چې خوښي لمانځي، د دوی خوښي هم په یو کفري عمل باندي ده چې دا هم کفر دی.

العیاذبالله

اول به د همهغو وړونو د تسلۍ او ډاډ لپاره کلمه شریفه ولولم.

لا اله الا اللّه محمد رسول اللّه

له دې وروسته به عرض وکړم چې هیڅ مسلمان په دې اړه کوم شک نه لري چې په اسلام کې د واکمنۍ اصلي طریقه”خلافت” دی، د دې موقف خلک یوازي تاسې نه بلکې هر باشعوره مسلمان چې د الله او رسول ص احکامات منې دی.

البته دا خبره کول چې له خلافت پرته د حکومتولۍ بله طریقه په سپینو ټکو کفر دی، داسي کله هم نه شو ویلای، او نه هم هغه خلکو چې دا دین يې تر موږ پوري راورساوه او تل به د دوی د تشریحاتو محتاج واوسو دا خبره کړې ده.

خو علی الاطلاق که داسي وویل شي، نو په اسلام کې چې د ملوکیت دومره اوږده سابقه او زمانه تیره شوې ده، بیا به هغې ته څه وایو؟؟؟

همدارنګه هغه مسلمان واکمنان چې د هغوی په عصر کې ستر ستر فتوحات د اسلام لپاره وشول،  ستر ستر او عظیم دینی خدمات تر سره شول هغوی ټولو ته به څه وایو ؟؟؟

د مثال په ډول به د دوو مسلمانو پاچایانو نومونه واخلم:

۱محمود غزنوي رحمه الله

۲اورنګ زیب عالمګیر رحمه الله

ددوی دواړو عصر د خلافت عصر نه و، نه يې هم ځانونو خلیفه بلل، نه يې له خلافت سره بیعتونه وکړل او نه يې هم د خلافت تر حکم لاندې پر خپلو سیمو حکومت وکړ.

دوی دواړه خودمختاره پاچایان ول، د دوی دواړو په اړه څه فتوی ده؟؟؟

جمهوریت له کومې شبهې پرته نه کوم اسلامي نظام دی او نه هم د خلافت بدل، خو د دې نظام د تکفیرولو دلیل څه دی؟؟؟

په شریعت کې د داسي امورو حکم د هغوی د نتیجې تابع وي، که جمهوریت د کفري حکومت د غلبې باعث شي حکم يې جلا دی خو که د اسلام او مسلمانانو د سالم پرمختګ باعث شي حکم يې جلا دی.

دا فیصله به عوام کوي چې له دې نظام نه څه شی لاس ته راوړي، که عوام د دې نظام په ذریعه د کفر او نفاق خاوندان پر ځان حاکم کړي، بیا تاسي د هغوی مطابق فتوی ورکړئ، خو که د دې نظام په ذریعه محمدالمرسي او اردوغان غوندې خلک په اقتدار کی راشي بیا نو باید د دقت کولو وروسته رایه ورکول شي.

الله ج دې د اردوغان حکومت ته استحکام ور په برخه کړي، د خیر او ښېګڼې لوري ته دې يې لارښوونه وکړي، او امت ته دې يې د درمل او دارو په څیر مفید وګرځوي. اللهم آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقباال

ندیم سالار صاحب لیکونکی او که ژباړن دی مهمه دا ده چه دحزب یا د پخوانی همااهنګی شوری غړی یا پلوی راته ښکاری ، اردوغان د هغوی پوره ملاتړی دی. د اردوګان په اړه : زه د عدالت ګوند ته ډیر درناوی لرم، چه ترکیه یی یو ځل بیا اسلامی کولو خواته سوق کړی، دشمن تل هڅی لری چه په دغه کیفیت ګوند که له بهره مات نه کړی شی له دننه یی ماتوی یا یی د سرعت مخه ورله نیسی لکه د خلق او پرچم کمونستی ګوندونه چه د امین په واسطه محوه او مهار شول. دا سمه ده… نور لوستل »

غوربندی

متاسفانه مسلمانان نن سبا د سیاسي جهل داسې یوې سیلۍ وهلي دي چې د متعصبو حاکمو سیکولرانو په مقابل کې د معیاري محکومو سیکولرانو مبارزې ته د اسلام په سترګه ګوري. په بل عبارت دیموکراسي په خپل بې بنسټه قانون کې ټولو ادیانو او بې دینانو ته د خپلو غقایدو او عبادت او فعالیت مساوي حق ورکوي خو په عمل کې د سیکولرو حاکمانو له خوا له اسلام او مسلمان سره توپیري چلند کیژي، د دوی دیني فعالیت او دعوت په ترهګری معرفي کیژي په اذان او حجاب یی بندیز لګي او داسې نور،،،، اردوغان یو غیر متعصب سیکولر دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx