ادبي لیکني

خطرناک بندي – لنډه کیسه

بندي چې دوو تنو عسکرو  ترمټو نیولی وو  د زولنو له شرنګ شرونګ سره  یي دتحقیق کوټې ته  دننه کړ ، د کوټې په منځ  باندې   لرګین  میز ایښی وو ، چې دواړو خواوو ته یې  یوه یوه څوکي ایښودل شوې وه ، د چپې خوا په څوکۍ یو پنډسری ،  سوروزمه  امریکایي چې ججوری یې راځړیدلی وو ناست وو ، بندي یې همدې سړي ته په مخامخ څوکۍ کیناوو ، دپښو زولنې یې  دمیز له  اوسپنې سره په قلف  وصل کړې او لاسونه یې شاته  وروتړل ، دبندي له سترګو یې ړندې عینکې ایسته کړي ، بندي سترګې ورپولې ، یوه بله خوا یې وکتل ، له  دوو تنو موظفو سرتیرو پرته چې نوموړی  یې دتحقیق ترخونې رارسولی وو ،

یو بل برچه پک عسکر هم دخونې په بر سر کې ولاړ وو ، له څنګ سره یې یو بل تن چې ګڼ سپین کاغذونه  ورته ایښي وو او قلم یې په ګوتو کې ښوراوو ، ده ته یې په وحشت کتل ، لږ وروسته  یو بل تن چې له څيرې امریکایي نه ښکارېده هم اطاق ته راننوت  ، دمخامخ سړي له  څنګ سره یې څوکۍ کیښوده او کیناست .

بندي چې سترګې یې رڼا ته ځمبولې  لا  یې  دخپلې شاوخوا جاج نه وو اخیستی ، چې مخامخ په څوکۍ ناست امریکایي د سر له ویښتانو  ونیو او ځان ته یې متوجه کړ ، دامستنطق وو چې له همدې ځایه یې  دڅنګلوري ترجمان په مرسته له بندي سره خبرې پیل کړې ، او د دوهم امریکایي لخوا ټکي په ټکي لیکل کیدلې .

مستنطق  : داکوم ځای دی

 بندي : نه پوهیږم . . . باګرام  به وي .

ـــ  زه څوک یم ؟

ـــ  نه دې پیژنم ؟

ـــ  ښه اوس به مې وپیژنې ، خو ګوره  سترګې بل خواته  وانه ړوې  مخامخ به  ماته ګورې ، او زما دپوښتنو ځواب به راکوې ، سر دې ښه رانېغ کړه ، ټول حواس ماته متوجه کړه او ډیر پام کوه چې حتی دسترګو له کونجونو هم بله خوا ونه ګورې !!

ـــ  سمه ده ، کوښښ به وکړم ، ترهغو چې تا سترګې نه وې  اړولي سترګې به  وانه ړوم .

ـــ زه سترګې نه اړوم ، زه دسترګو په جنګ کې اوږده تجربه لرم   ( په  خندا )

امریکایي مستنطق  په څوکۍ  کې وښورېده ، اوږې یې وڅنډلې او بیا یي نو څنګلې په میز  ولګولې او له بندي څخه یې  پوښتنې داسې پیل کړې .

ـــ  نوم دې څه دی ؟

ـــ  محمد نور

ـــ دکوم ځای  یې ؟

ـــ  دهلمند .

ـــ  په هلمند کې دکومې ولسوالۍ یې  ؟

ـــ دسنګین .

بندي  چې مخامخ یې مستنطق ته کتل او پوښتنې یې ځوابولې په دې پوه شو، چې له ژباړې وروسته یې خبرې  دبل څنګلوري امریکایي لخوا لیکل کیږي ، نوځکه یي ځان سمبال  او ځوابونو ته اماده کړ .

ـــ  ولې ونیول شوې ؟

ـــ نه پوهیږم ، له هغوی نه یې وپوښتئ چې نیولی یې یم .

ـــ تا څه کول چې ونیول شوې

ـــ په جنګ کې ونیول شوم

ـــ  ښاااا    ( په خوښۍ ) له چاسره دې جنګ کاوو ؟

ـــ له برتانویانو سره

ـــ  ښه  یعني له برتانوي ځواکونو سره دې جګړه کوله او ونیول شوې ؟

ـــ  هو بالکل

ـــ نو له برتانویانو سره  ولې جنګېدې ؟

ـــ  دا پوښتنه دې له خپل پلاره وکړه !

ـــ احمقه ! ( په غوسه )   له خولې سره دې پام کوه ، ته دتحقیق میز ته ناست یې ،دا څه وایې !

ـــ  سم درته وایم ، ته یو امریکایي یې ، نو له خپل پلار او نیکونو دې پوښتنه وکړه ، چې  داتلسمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې ولې له برتانویانو سره جنګېدل .

ـــ  په ۱۷۷۰  یمو کلونو کې زموږ داستقلال جګړې یادوې !

ـــ  هو هو هماغه جګړه یادوم ، له  برتانوي استعمارګرو سره  دامریکایانو جګړې  . .

مستنطق په چورت کې ډوب شو ، شونډه یې ترغاښ لاندې کړه او  دسترګو ګاټي یې په داسې ډول نامعلوم جهت ته وڅرخول ، لکه دکوم شي په اړه چې ژور فکر کوي ، بندي ورباندې غږ کړ .

ـــ   اوس خو تاسترګې واړولې ، په خبره مې لکه چې پوی نه شوې  .

ـــ  په خبره دې پوه شوم  ( په بایللي غږ ) اجازه راکړئ ووایم  ، چې د برتانوي  ښکیلاک او استثمارګرو په  وړاندې زموږ  د ویاړمنو نیکونو  مبارزه داستقلال مبارزه وه ، ځکه برتانویانو زموږ خاوره اشغال کړې وه .

ـــ  نو ته وا هلمند زما خاوره نه ده او  برتانویانو نه ده اشغال کړې ؟

ـــ  داشغال  او مرستې ترمابین توپیر شته  ، موږ او دبرتانیا په شمول نور  ګډ ځواکونه  دلته دمرستې لپاره راغلي یو ، او  غواړو تاسو ته امنیت راولو ، ستاسو هیواد ودان کړو ، او په  مهذب کیدلو کې درسره مرسته وکړو .

ـــ   مرسته  ، ودانول او متمدن کول . . . هههههه . . .  څومره  زوړ منطق  . .  دا منطق تقریبا دوه نیم سوه کاله عمر لري ، چې دلویې بریتانیا  دمستعمراتو د وزارت  دتیوریسنانو لخوا  جوړ شوی دی ، ستاسو ملي مشر انو  جورج واشنګټن او تامس جفرسن دبرتانوي اشغالګرو دغه منطق په رسمیت نه پیژاند نوځکه یي دهغوی داستعمار په وړاندې وسله اخیستي وه ، آیا ددې مطرود  منطق په منلو سره تاسو دخپلو نیکونو له لارې سرغړونه نه  ده کړې ؟؟

دمستنطق سترګې بیا زیړې شوې ،  تحقیق لیکونکي میرزا هم لیکل درولي وو ، ترجمان  د بندي او مستنطق ترمنځ  داسې حیران شو ، لکه دماشوم  چې د پلار او مور سره جنګ شي .

مستنطق چې د بندي خبرو ترې لار ورکه کړې وه  دځان خلاصولو په دود یې وویل .

ـــ  فکر کوم تاسو په غلطۍ نیول شوي یاست چې دومره غصه یاست

ـــ  نه  هیڅکله  نه ، لکه څرنګه مې چې درته وویل زه له بهرنیو عسکرو سره جنګیدلم  چې ونیول شوم .

ـــ چې داسې ده ستاسو تحقیق ته ضرورت نشته ، ځکه تاسو په خپل جرم اعتراف لرئ

ـــ  که استقلال غوښتنه جرم وي ، نوستاسو نیکونه  او مشران زما جرمي شریکان وو  .

ـــ  په تاریخ کې خو بیخي استاد راته ښکاره شوئ

ـــ  مګر تاسو یې دشاګردۍ تکلیف هم نه دی ګاللی

ـــ  هغه څنګه ؟

ـــ که تاسو لږ هم تاریخ لوستی وای  دلته دراتګ  زحمت به  مو نه کاوو ، ځکه زموږ هیواد ته  همیشه  له تاریخ څخه ناخبره  دجغرافیې شاګردان  راځي .

ـــ  بس  بس ، نور دې خوله بنده کړه ، کنه دربندوم یې

ـــ تاسو زما خوله بندولای شئ ، خو زما داولس  غږ نه شئ خاموش کولای .

ـــ  اولس دې هم ستا غوندې احمق دی ، چې یوازې یې دازادۍ او استقلال نوم زده کړی دی ، دنیا اسمان ته ورسیده ، خو تاسو لا هم دازادۍ لپاره مرګ قبلوئ  .

ـــ  په دې حماقت کې زه یوازې نه یم بلکې تاسو هم داحمقانو نسل یاست ، ځکه ستاسو داستقلال  دیوه وتلي مبارز پتریک هنري  دا جمله اوس هم مشهوره ده ، چې ۱۷۷۵ م کال کې یې په ویرجینیا کې یوې غونډې ته ویلي وو ( په دې دوو شیانو کې یو ماته خامخا راکړئ  آزادي  او یا هم مرګ )

دمستنطق په خوله کې  لاړې وچې شوې ، عسکر ته یې امر وکړ چې زرتر زره بندي  له اطاق څخه وباسي ، بندي یوځل بیا زولانه او له  اطاق څخه وایستل شو ، مستنطق سګریټ ولګاوو او کاتب  یي وپوښت :  څه دي ولیکل ؟

کاتب : یوازې دبندي نوم  او ځای

ـــ یوازې همدا ؟

ـــ  هو  نورې خبرې  یې دلیکلو وړ نه وې

ـــ  رښتیا هم ډیر ژبور وو  ، مګر زه به یې هم خوښ شم  .

مستنطق سګریټ ته کش ورکړ ، او ترجمان یې دسترګو په اشاره له  کوټې څخه رخصت کړ ، یوه شیبه په چورت کې ډوب شو او بیا یې کاتب ته وویل ، دتحقیق فورمه  پریږده ، په فوق العاده ورقه باندې  قضایي ټیم ته ولیکه ، چې دمحمدنور په نامه خطرناک بندي که د ځانګړو روغتیاپالانو لخوا د زهري پیچکارۍ په واسطه اعدام نه شي ، نو له بګرام څخه دانتقال په صورت کې په ګوانتانامو کې هم جنجال جوړولای شي .

سبا همدا وخت  دقاضیانو او پلټونکو په غونډه کې همدا حکم تائید شو ، دمحمدنور دوسیه  چې داشدمحرم  مهر ورباندې وهل شوی وو ، داعداموونکې ډلې نماینده ته وسپارل شوه ، په دې غونډه کې مستنطق هم حاضر وو، نوموړی ددې لپاره قضایي غونډې ته رابلل شوی وو ترڅو دمحمدنور دتحقیق دجریان  جزیات بیان کړي ، نوموړی چې دمشر قاضي له څنګ سره ناست وو په اوږده  کوچ   یې څنګ لګولی وو او په مخامخ  دیوال ورته  یوه ښایسته   تابلو ځړېده ، دا په لاس رسم  شوی انځور دامریکا داستقلال د اعلامیې دلیکوال او ملي مبارز  تامس جفرسن وو ، چې ترې لاندې یې دنوموړي مشهوره مقوله لیکل شوي وه (  دځمکې دمخ هر انسان او انساني ټولنه  دازادۍ او مستقل حکومت حق لري –  تامس جفرسن  ۱۷۹۰  ع)

پای

۱۴۳۵/۲/۲۷هـ ق

ذره بین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x