
«په بلوچستان کې ۷۰۰ عسکر مړه او دوه زره نور ټپیان شوي دي»
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د جنوبي حوزې د پوځ مشر تېره ورځ وویل چې د مخالفینو پر وړاندي جګړو او امنیتي پيښو کې تر اوسه ۷۰۰ عسکر وژل شوي او ۱۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.
جنرال امیر ریاض چې د پاکستان د جنوب حوزې د قول اردو د پوځ مشر دی، نن یې دغه خبري د پوځیانو په یوه غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل چې دتېرو لسو – دولسو کلونو څخه د پاکستان د «ایف سي» پوځ د هیواد «دښمنانو» پر خلاف جګړه کوي، چې په وینا یې دغه مرګ ژوبله ور اوښتې ده. او زیاته یې کړه چې «دښمن» ته یې شکست ورکړی دی.
د پاکستان د ډان نیوز خبري ویب پاڼي د خبر سره سم امیر ریاض وویل چې په «جینوا»، دبۍ او لندن کې یو شمېر ناست کسان په بلوچستان کې د ملکي خلکو په وژنو کې لاس لري.
په بلوچستان ایالت کې یو شمېر بلوچي قوم پرسته ګوندونه د پاکستان د پوځ پر خلاف جګړه کوي او له پاکستانه ازادي غواړي.
نوموړي وویل چې بلوچستان ایالت د «پاکستان یوه برخه ده او همداسي به پاته شي».
پاکستان تور لګوي چې د بلوچ قومي ګوندونو تر شا د هندوستان د استخباراتو لاس دی او د هغوی له خوا تقویه کیږي، خو هندوستان تل دغه تورونه ردوي او دا د پاکستان داخلي موضوع بولي.
امیر ریاض د مقابل اړخ د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکړې خو ویلي چې ځیني کسان د بمونو او توپک په زور پر نورو خلکو خپل فکرونه تپي خو دوی یې ټولي هڅي ور ناکامي کړي دی.
د بلوچانو او پاکستان پوځ تر منځ جګړو وروسته تر هغه زور واخیست کله چې د پرویز مشرف په وخت کې د پوځ په عملیاتو کې د بلوچانو قومي مشر سردار اکبر بګټی ووژل شو، نوموړی د بلوچستان ایالت والي هم پاته شوی وو.