أبو إسحاق الزرقالي

داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان (شپږمه برخه)

 

قاري احسان

الزرقالي

(420-488هـ / 1029-1095م)

دپنځمي هجري پیړۍ وتلی او نامتو عالم ابو اسحاق ابراهیم بن یحیی التجیبي، دخپل وخت مشهور ریاضي او فلک پوه عالم وو، په زرقالي (په ننۍ لهجه کې ورته زرکالي او زرکلي ویلکیږي، او په لاتینیه کې (Arzachel) ورته وايې) سره مشهور وو، قرطبه يې پلارنی وطن او هلته يې نړۍ ته سترګې غړولې وې، خو دنارامیو او فتنو له امله طلیطلې ته ولاړ، هلته په اشبيليه کې میشت سو.

زرقالي هلته دعلم زده کړي ته دوام ورکړ، ښه پوختګي او تجربه حاصله کړه، دفلک او ریاضي په برخه يې ځانګړی شهرت تر لاسه کړ، زرقالي دبحر ابیض متوسط (Mediterranean Sea) دطول اندازه په ډير دقت سره معلومه کړه، او دا يې ثابته کړه، چې دبحر ابیض طول 42 درجي ده، نه 62 چې دبطلیموس نظریه وه، او دا هغه نتیجه ده، چې دجدید عصر دقیاس سره ډیر نیژدېوالی لري.

له دې سره يې دلمر میل ابعد (دولاړو ستورو – النجوم الثوابت په نسبت) هم معلوم کړ، او ویل يې چې دلمر میل ابعد (12.04) ثانیې دی، دا دجدید عصر له (11.08) اندازي سره ډیر قریب دی.

زرقالي دستورو بیضوي حرکت کشف کړ، او یو داسې اسطرلاب يې اختراع کړ، چې دنړۍ په هر ځای کې به يې بې تکلفه کار کاوو، دا اسطرلاب په (الصفیحة الزرقالیة) سره مشهور وو، خو په اسطرلاب زرقالي سره هم یاديدی، زرقالي ددې اسطرلاب داستعمال لپاره پر 100 بابه مشتمله ډیره مفیده رساله ولیکله، او داسطرلاب داستعمال طریقي يې په کې ذکر کړي، دا رساله د (صفیحة الزرقالیة) دزده کړي لپاره ډیره فایدمنه وه، په ځانګړي توګه بیا درصدګاه په برخه کې ډیره مشهوره سوه، بېلابیلو ژبو ته وژباړله سوه، نني اروپایانو ددوو پیړیو په اوژدو کې په رصدګاو کې له دې رسالې کار واخيست.

مسلمان علماو په فلکي حسابو کې دغه اسطرلاب ډیر استعمال کړ، او په ړومبي دور کې اروپایانو هم ښه کار ترینه واخیست، وتلي فلک پوه کوبرنیکوس په ځینو رصدګاو کې دزرقالي اسطرلاب وکارا وه.

زرقالي په خپل وخت کې دفلک او رصد په فن کې زیات شهرت دلود، له دې سره يې په علم عدد کې هم ښه مهار وو، دخپلو تجربو پر اساس يې دستورو دحرکاتو لپاره ډیر غوره جدولونه جوړ کړل، دا جدولونه په زیج طلیطلي سره مشهوره ول، په طلیطله کې زیاتره رصدګاوې دده کوششو په نتیجه کې جوړي سوې.

دغرب علما او فلک پوهان له زرقالي نه زیات متاثره ول، په دولسمه پیړۍ کې دزرقالي نظریه جیرار الکریموني ولاتینې ژبي ته وژباړله، او په پنځلمسه پیړۍ کې راجیومونتانیوس دزرقالي دمشهوري رسالي (الصفیحة الزرقالیة) پر فوایدو او ځانګړنو مستقل کتاب ولیکلې.

2016-12-14

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د