افغانستان

ننګرهار کې یو پلار خپل اووه میاشتنی زوی په چاکو وژلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت اړوند د بهسودو ولسوالۍ کې یو پلار خپل اووه میاشتنی معصوم زوي په ډېره بې رحمۍ وژلی .

جلال آباد نه تر لاسه شوي راپورونه وايي چې د دغه اووه میاشتني ماشوم قاتل پلار اوس امنیتي ځواکونو له لوري نيول شوی او تحیقات ورڅخه پیل شوي دي .

د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوږیاڼي تېره ورځ رسنیو ته وویل چې دوی ددغې پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې دغه قاتل پلار امان الله نوميږي او د بهسودو ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې په یو کرايي کور کې ژوند کوي چې په اصل کې د همدې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی .

امان الله نومي لومړی يې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړی او ورپسې يې خپل زوي په ډیره بې رحمۍ په چاکو وژلی .

خوږیاڼی زیاتوي چې کله نوموړي خپل مېرمن طلاقه کړې او سمدستي يې هغه اووه میاشتنی پاتې شوی زوي د چاکو په توسط وژلی .

نومړی زیاتوي چې د ننګرهار والي د دغې پېښې د څېړنو امر کړی تر څو ټول کشفي او امنیتي اورګانونه له نږدې نه پېښې وڅېړي او له قاتل څخه تحقیقات پیل او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي .

والي دغه راز عدلي او قضايي اورګانونو ته هم امر کړی چې تر څو قاتل ته ښه سنګینه سزا ورکړل شي .

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد د نورو ولایتو په ګډون د ننګرهار ولایت جنايي جرمونو پېښې زیاتي شوي چې له جملې يې یو څرګند ساری د ښيوې ولسوالۍ محلي پولیسو قومندان دی چې دوې خوندې يې په یوه شپه په زور نکاح کړې وې .

سلیم بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x