ټکنالوژي

فېسبوک به ډېر ژر په ژوندۍ بڼه د غږیږ نشریاتو اسانتیا هم چمتو کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): فیسبوک په دې وروستیو کې ډېره هڅه کوي چې خپل شته امکانات پراخ او هر اړخیز کړي او په ورته وخت کې د نورو ټولنیزو شبکو او خدماتو څخه اسانتیاوي کاپي او په خپل خدماتو کې مدغم کړي، تر څو کاروونکې له نورو شبکو او خدماتو را وګرځي او په فیسبوک کې پاته سي.

فیسبوک د ویډیو په برخه کې د یوټیوب سره مسابقه پیل کړې او غواړي چې کتونکې ورکم او په فیسبوک کې د ویډیو برخه نوره هم فعاله کړي، همداسي غواړي چې په ماسنجر کې سناپ چاټ او نورو ماسنجرونو ته ماتې ورکړې او د هغوی امکانیات په فیسبوک مسینجر کې ځای پر ځای کړي.

همدې ورځو کې فیسبوک اعلان وکړ چې اوس د ماسنجر له لاري ممکن ده چې ډېر خلک پر یوه وخت د ګروپ کال له لاري په ویډیويي شکل باندي خبري سره وکړي. کوم کار چې مخکې خلکو د سکایپ له لاري کوی، اوس به د فیسبوک له لاري هم ممکن وي.

د یوټیوب سره د مقابلې لپاره فیسبوک د ژوندۍ ویډیو امکانات په خپله پاڼه او اپلیکیشن کې چمتو کړل، خو اوس هم ډیر فیسبوکي فعالان سته چې نه غواړي له دغې اسانتیا څخه استفاده وکړی، ځکه چې نه غواړي خپل دسیمي یا ځان ویډیو چاته وښيي، د همدې فعالانو لپاره فیسبوک غږیږ پوسټ وړاندي کوي، تر څو دوی هم وکولای سي چې په خپل غږ سره نړۍ ته خپل پېغام ورسوي.

باید وویل سي چې تر اوسه دغه نوی اپډېټ ټولي نړۍ ته نه دی رسیدلی، نو تر څو چې مونږ ته رسیږي، وخت به اخلي.

د یادوني وړ ده چې په افغانستان کې د انټرنیټي شبکو د سستوالي له وجي ډېر وخت ممکن نه وه چې په ژوندۍ بڼه ویډیو خپره سې، خو غږیږ پوسټ نشرول به دومره تېز انټرنیټ ته اړتیا ونه لري، ځکه نو امکان لیدل کیږي چې په افغانستان کې دغه نوې چاره بریالی سي او ډېر افغانان وکولای سي خپل غږ تر نوري نړۍ ورسوي.

د ورکړل سویو خبرونو سره سم فیسبوک تر اوسه دغه نوی اپډیټ په محدود کچه د تجربې لپاره توزیع کړی، خو د راتلونکې کال په اوایلو کې ډېر امکان سته چې د فېسبوک ټولو کارکوونکو ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x