
کابل: د بهرنیو ځواکونو په کمپ کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): نن غرمه د کابل ښار په شپږمي حوزې کې د دار الامان په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یوه کمپ کې دننه چاودنه را منځته شوې چې له امله تر اوسه د تلفاتو خبر نه در ورکړل شوی.
پيښه تازه ده، تر اوسه یې په اړه امنیتي چارواکو هم څرګندوني نه دي کړي.
د چاودني د څرنګوالي په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي، خو عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې چاودنه زوروره وه او غږ یې تر لیري اوریدل شوی دی.