نظــر

د یوه خره دوه غوږونه!

د جینیوا هستوي تړون پلي کېدو ته لا ډېر وخت پاتې دی چې امریکا او ایران د خپلو نېکو او حسنه روابطو دوهم پړاو ته ننوتل چې هغه په عراق کښې د القاعده جهادي ډلې له منځه وړل او له پښو غورځول دي.

 دوه اونۍ کیږي چې عراق د القاعدې د ماتولو په خاطر پراخ عملیات شروع کړي دي او دا په تیرو شپږو کلونو کښې د مجاهدینو لپاره ستر خنډ او د هغوی په مقابل کښې ستر عملیات بلل کیږي. پدغه جنګ کښې درې لوی پوځونه ګډون لري چې هغه:
د امریکا متحده ایالاتو پوځ دی،
 د ایران د القدس نظامي ټولۍ دي،
 او د سوریې پوځ دی.

ددوی موخه په منځني ختيځ کښې د عراق او سوریې د سرحدونو تر منځه د القاعدې د لومړني خپلواک رامنځته شوي اسلامي دولت پاشل دي. ددغه اسلامي خپلواک دولت د سوریې او عراق او د الجبهة النُصرة مجاهدینو د ابوبکر البغدادي او ابو محمد الجولاني په مشرۍ د جهاد اعلان کړی دی او ددغه دولت د بقا په خاطر یې له هر هغه چا سره د جهاد اعلان کړی دی چې ددوی جهادي او ستراتیژیکو موخو ته خنډ جوړیږ.ي.  

دغه جنګ د عراق په جنوبي ولایت (انبار) کښې پیل شوی دی چې د سوریې او اردن له پولو سره نږدې پروت دی. ددغه جنګ د ژر تر ژره او په حیرانوونکي ډول د ختمېدو په خاطر امریکا د عراق پوځ ته ځینې میزایلونه ورکړي دي چې هغوی یې اوسمهال د القاعدې مجاهدینو پر ضد استعمالوي. همدارنګه امریکا ځینې وړې او لویې بې پیلوټه هدف ویشتونکې الوتکې د (Scan Eagles) په نامه هغې سیمې ته استولي دي. د امریکایي چارواکو په وینا دغه بې پیلوټه الوتکې د انبار په پراخو دښتو او د فرات د سیند په غاړه د ځنګلي او ګڼو بوټو په منځ کښې ښه کار ورکوي او خپل هدف په آسانۍ سره ویشتلی شي.

په دغه جنجالي موضوع کښې د واشنګټن او تهران موخه څه ده؟ مسلمه خبره ده چې ددوی موخه او هدف په جنګ کښې د القاعده مجاهدینو له لاسه د اسد د خونکار رژیم ژغورل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دسمبر په ۲۶ په خوښۍ سره وویل چې: د غربي هیوادونو پالیسي او رویه د بدلېدو په حال کښې ده ځکه دوی د سوریې د موضوع په اړه رښتوني شوي دي او حقیقت یې درک کړی دی. هغو مهم خطرونه چې موږ او دویته متوجه دي هغه دادي: په سوریه کښې د تروریزم زیږیدل، د مجاهدینو واک ته رسېدل، د خلافت رامنځته کول او د هغه د اساس کښیښودل په افراطي او بنسټ پالو اصولو باندې.

له هغه وروسته چې د سپتمبر په میاشت کښې د سوریې د کیمیاوي وسلو د استعمال موضوع ختمه شوه، د دجال او ورونو(امریکا-روسیه – ایران) تر منځه یې د اړیکو ښه والی او غوره والی رامنخته شوی دی. ددغه جنګ په نتیجه کښې د ایران واک په عراق او سوریې باندې لا ډیریږي چې پراخه لاسوهنو او د پالیسي تغیر ته یې لاره هواروي. همدارنګه، روسیې ته به ددې فرصت ورکړي چې د ژمي راروانې د المپیک لوبې په ډاډه زړه ترسره کړي.

د دسمبر په ۲۹مه یوې داغستانۍ مجاهدې مېرمنې په روسیه کښې د ولګوګراد جنوبي ښار د ریل په یوه تم ځای کښې استشهادي عملیات ترسره کړل چې په پایله کښې یې ۱۷ کسه روسي اتباع ووژل شول، او نن د دسمبر ۳۰ مه په همدغه ښار کښې په یوه بس موټر کښې د بم د چاودنې له کبله ۱۴ کسه نور ووژل شول چې د پوتین اداره یې له سختې وارخطایۍ سره مخ کړې ده.

همدارنګه ددغو عملیاتو په ترڅ کښې به د اوباما ادارې ته دا چانس په لاس ورشي څو د تهران او مسکو په ګډون، همغږۍ او همکارۍ د افغانستان په مسئله کښې ښې پایلې ته ورسیږي چې د درې واړو په ګټه تمامه شي.

ژباړه او راټولونه: عتیقزی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x