نظــر

د روسیې سفیر وژلو دلته ټول مفتیان کړل

جاوید حیدرزی

زموږ مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو یوه لویه بدمرغي او  د پرمختګ له کاروان څخه د وروسته پاتي کیدو یو ستر لامل زموږ د جاهلیت فکرونه، له اسلام څخه ناخبري او له ګيډې فتوا ورکول دي.

نن ورځ په افغانستان کې د فتوا بازار ډېر تود دی له زدکوونکي نیولي، بیا تر مستري او ګاډيوان پورې ټول په فتوا او سیاسي بحثونو لګیا دي ځينې وخت افغان چارواکي هم له ګېډې فتوا ورکوي او د خپل خوسا فکر قبضیت په ټولنیزو رسنیو کې ماتوي او د ځان فعال او پوه ښودلو له پاره ځینې وخت په داسې مسایلو کې ګوتي وهي چې د دوی له سویې ډیر پورته وي.

ځینې وخت زموږ محصلین د څو فقهي قواعدو په زدکړې سره په داسې مسایلو کې فتوا ورکوي چې لوی لوی عالمان یې له ځواب ویلو عاجز وي.

یو عالم وايې چې له نیمګړې پوهې څخه ناپوهي ښه ده، ځکه د نیمې پوهې لرونکی ډاکټر ناورغ وژني او یو ناپوه انسان هیڅکله د طب په کارونو کي لاس نه وهي.

زموږ یوه ستونزه په دې کې ده چې زموږ ډېري دیني عالمان ډالرو داسې بیده کړي چې په کلونو به هم وېښ نشي، که موږ ویښ دیني عالمان درلودی؛ نو خلکو هم له ګیډې فتوا نه ورکولې، مسلمانان تر اوسه په تیاره کې ساتل شوي له حکومته نیولې بیا تر دیني عالمانو پورې ټول د بل تر واک لاندي دي، ځکه یوه ورځ یې هم د مسلمانانو د وژلو په اړه غبرګون ونښود او پټه خوله یې نیولې چې بهرني بادران یې ترې خوابدي نشي او یا د بوجۍ خوله پرې بنده نکړي.

پرون شپه په ترکیه کې د روسیې د سفیر له وژل کېدو سره بیا د افغانانو تر منځ د فتوا او یو پر بل د ټاپو وهلو بازار ډېر ګرم شو او د یهود، نصارا، کافر، غلام او دې ورته نورې ټاپې یو پر بل لګېدې.

د لوګر د والي حلیم فدایې او ځینو نورو ملایانو په ګډون چې د مسلمانانو د وژلو په وخت کې ورک وي د فیسبوک په ټولنیزه رسنۍ کې د روسيې سفیر وژل حرام بلل او هغه ته یې د معاهد کافر نوم ورکولو او ځینو هم د هغه وژل جایز بلل او هغه ته یې د حربي کافر نوم ورکولو.

زما په فکر په اوسنۍ وخت کې معاهد کافر نشته ځکه په ښکاره ډول ټول کفار له مسلمانانو شره په ټوله اسلامي نړۍ لکه عراق، سوریه، لیبیا، برما، مصر او …. کې په ښکاره جګړه کې ښکېل دي او هره ورځ د ماشومانو، ښځو او ځوانانو په ګډون په سلګونو بېګناه وګړي وژل کیږي چې ښه مثال یې سوریه ده، ټول مسلمانان سره یو دي دا په دې معنا نده چې ترکيې له روسیې سره معاهده کړې نور که روسیه د نړۍ ټول مسلمانان وژني خو ترکیې وګړي به څه نه ورته وایې، له کفاره سره معاهده د اسلامي خلافت د امیر له خوا کیږي نه د ترکیې په شان د سیکولر او تر استعمار لاندې هېواد د چارواکو لخوا، که څوک د سیکولر هېواد چې په نوم مسلمان وي د هغه معاهده له کفارو سره سمه ګڼې نو بیا دې موږ ته هم قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي تر څو زموږ سترګې هم خلاصې شي او که داسې نه وي نو بیا دې یو طرفه قضاوت نکوي.

د هغې ورځې په هیله چې ټول اسلامي امت د چارو واګۍ داسې مشران په لاس کې واخلي چې اسلامي نړۍ د کفر له استعمار څخه خلاصه کړي، ټول مسلمانان د یووالي په تغر سره را ټول او یو ځل بیا د اسلام بیرغونه  د نړۍ په ګوټ ګوټ ورپیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x