دیني، سیرت او تاریخ

ټولواكانو او واكمنانو ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم ليكونه

عبدالمالک همت

رسول الله صلى الله عليه وسلم تر هجرت وروسته تر شپږو كالو پوري خپل ټول پام د عربو دننه د دعوت او تبليغ كار ته اړولى وو.

د حديبيې په تړون سره چي د مكې د مشركينو مزاحمتونه بند سول، نو د بعثت تر نولسم كال وروسته، په اووم هجري قمري كال د حق د پيغام خپراوى او تبليغ په نړۍ واله كچه پيل سو. د دغه مهال د زبرځواكونو روم او ايران واكمنو ته ليكونه او سفيران واستول سول. نورو كوچنيو او لويو هيوادونو ته هم د اسلام د دعوت ليكونه ولېږل سول.

د ليكونو محتوا يوه ده، خو د هر يوه د ليكلو ډول بيل بيل دى. د هرچا د مرتبې، ذهنيت او چاپېريال سره برابر په بشپړه او اغېزمنه توگه بلنه وركړه سوې ده. كومو واكمنو ته چي ليكونه لېږل سوي دي څوك يې ټولواكمنان ( شهنشاهان) ، څوك يې پاچهان، څوك يې اميران دي، چي د پراخو او سترو هيوادونو خپل سري او سرکښ واكمنان وه. دوى ته په دې ليكونو كي مستقيم خطاب سوى دى، چي داسي غير معمولي جرأت بې له نبيانو بل څوك نه سي كولاى.

كله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د نړۍ د واكمنانو په نامه د ليكونو لېږلو اراده وكړه نو يې د خپل مبارك نامه يو مهر جوړ كړ او چي كوم واكمن ته به يې ليك لېږى نو په دغه مهر به يې مهراوه. دغه مهر د ګوتمۍ په شكل او د سپينو زرو وو او پر هغه باندي د ” محمد رسول الله ” عبارت كيندل سوى وو. لكه چي له احاديثو څخه څرگنديږي په دغه مهر كي لاندي ” محمد “ په منځ كي” رسول “ او لوړ يې” الله “ ليكل سوي وه.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دغه مهر د بي بي عايشې رضي الله عنها څخه وو. بيا چي حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه خليفه سو، هغه ته يې وسپارى. هغه بيا حضرت عمر رضي الله عنه ته وسپارى. كله چي عمر د خليفه د ټاكني كار شورا ته وسپارى، دغه مهر يې ام المومنين بي بي حفصې ته وركړ، څو د هغه تر مړيني وروسته يې د اسلام بل خليفه ته ور كړي. بيا دغه مهر حضرت عثمان رضي الله عنه ته وسپارل سو. په ۳۰سيوږميز.كال دغه مهر له حضرت عثمان څخه د مدينې منورې د بئر اريس په څا كي ولوېدى. درې ورځي يې د دغه څا ټولي اوبه را وايستلې خو مهر يې پيدا نه كړ. له دغه مهاله د حضرت عثمان خلافت ته د ستونزو او فتنو مخ سو. بيا عثمان د نبوي مهر غوندي بل مهر جوړ كړ.

اوس د رسول الله صلى الله عليه وسلم څو ليكونه پيدا سوي دي چي له هغو څخه د اړوندو احاديثو تصديق كيږي.

د روم د ټولواكمن په نامه ليك :

رسول الله صلى الله عليه وسلم د حضرت دحيه بن خليفه كلبي رضي الله عنه په لاس د روم شهنشاه ته په دې مضمون ليك ولېږى :

بسم الله الرحمن الرحيم

د خداى د رسول لخوا د روم واكمن هرقل ته !

پر هغه چا دي سلامتيا وي چي سمه لار يې غوره كړي ده. زه تاته د اسلام بلنه دركوم. كه سلامتي غواړې نو اسلام ومنه. كه دي اسلام ومنئ نو لوى څښتن به تاته دوه اجره دركړي، او كه دي انكار وكړ نو به ستا د ټول ولس د وركلارۍ ذمه هم پر تاوي. اى اهل كتابو! د اختلاف او نزاع ټولي خبري يوې خواته كړئ او پر يوه داسي خبره سره يو سئ چي زموږ او ستاسي ترمنځ په يوه ډول منلې ده او هغه داده چي موږ به له خدايه پرته د بل هيچا عبادت نه كوو او نه به څوك ورسره شريكوو او نه به له الله پرته بل څوك د خپلو ځانو رب بولو. كه تاسي له دې خبري څخه انكار وكړئ نو تاسي ته دي څرګنده وي چي موږ هرو مرو د الله پر يو والي عقيده لرو.

څنګه چي ټولواکمن دغه مهال د بيت المقدس زيارت ته تللى وو، نو حضرت دحيه دغه ليك هلته ور ورساوه.

دغه مهال د قريشو يوه قافله د ابو سفيان په سردارۍ شام ته د سوداګرۍ لپاره تللې وه. ټولواكمن هغوى دربار ته ور وبلل او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په هكله يې له هغو څخه څه پوښتني وكړې. ابوسفيان كه څه هم هغه مهال لا نه وو مسلمان سوى، خو د هغه له جوابونو څخه قيصر پوه سو چي دا رشتينى پېغمبر دى. نو هغه په دربار كي چي ډېر درباريان پكښي ناست وه، وويل :” زما يقين دى چي محمد د خداى رشتينى پېغمبر دى. ماته معلومه وه چي د لوى څښتن وروستى استازى پيدا كېدونكى دى. خو ما ګومان نه كاوه چي هغه دي په عربو كي پيدا سي. اى عربو! كه ستاسي دغه جوابونه درست وي نو زه ويلاى سم چي د هغه دين پرمخ ځي او هغه به زما تر قدمونو لاندي ځمكه هم ونيسي. كه زه د هغه خدمت ته حاضرېدلاى سواى، نو هرو مرو ورتلم“.

درباريانو چي د قيصر دا خبري واورېدې د مخالفت چيغي يې پورته كړې. ځكه نو قيصر چپ سو. بيا چي هغه حمص نومي ښارته ورسېدى، نو هغه د ولس مشران راغونډ كړل. كله چي ټول راغونډ سول ورونه يې وتړل. او ويې ويل :” اى د روم سردارانو! كه تاسي هدايت او كاميابي غواړئ او د خپل واك او هيواد ساتنه غواړئ نو زه تاسي ته مشوره دركوم چي په عربو كي د راپاڅېدلي نبي دين ومنئ “. كله چي سردارانو د قيصر دا خبري واورېدې د ځنګلي خرو غوندي يې د دروازو پر خوا ور الا كړه. خو څنګه چي يې دروازې دمخه لا تړلي وې د باندي ونه وتلاى سول.

قيصر چي د خپلو درباريانو د كركي دا حال وليدى نو پرخپل سلطنت وبېرېدى، ځكه يې نو خبره بلي خواته واړول او ويې ويل :”ستاسي لكه چي زما خبره زړه ته ولوېده؟ ما په دې توګه غوښتل چي ستاسي د خپل مذهب په هكله ستاسي عقيده او ټينګار معلوم كړم“.

وګورئ د رسول الله صلى الله عليه وسلم پر رشتينولۍ باندي د يقين سره سره تر ايمان تېر سو، خو تر واك تېر نه سو. دغه ډله وګړي تقريباً ټول دغسي دي. له بده مرغه هغو ته تر هر څه خپل واك ارزښت لري او نور هيڅ ! هغه لكه څنګه چي د خپل قوم څخه بېرېدى، دغسي يې له رسول الله صلى الله عليه وسلم او اسلام څخه هم خطر احساس كړى وو. ځكه يې نو خپل خلك په دغه ډول له ځانه خوښ وساتل او حضرت دحيه ته يې هم وښوول چي ګواكي مسلمان سوى دى. چي بيايې يو څه پيسې هم وركړې او رخصت يې كړ.

داسي ښكاري چي دا ډېر هوښيار سړى وو . هغه په خپله پوهه درك كړې وه چي د اسلام په وړاندي د سرټمبه ګۍ پرځاى نرمښت غوره دى. ځكه يې نو د دغسي كسانو د ډېر پخواني عادت ــ چل او سياسي منافقت څخه كار واخيست. خو هغه به نور ډېر خلك غولولي وي اما حضرت محمد صلى الله عليه وسلم غوندي د خداى استازى يې كله غولولاى سواى. كله چي حضرت دحيه دا خبر هغه ته وروړ هغه سمدستي وويل :« دې د خداى دښمن درواغ وويل؛ مسلمان نه دى ». د پيسو په هكله يې هم لارښوونه وكړه چي پر بې وزلو دي ووېشل سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله الخراسانی

بیشکه چی همدغه دله چی دوی ته ددوی واک تر هرڅه مهم دی همدوی همیش په دنیا کی د فساد سبب شوی دی

عبدالواحداڅګزۍ

ان الذین کفروابعد ایمانهم ثم ازدادو اکفر ا لن تقبل تو بتهم ج واول‌ءک هم الضالون.۹۰—۳آل عمران ۹۰بیشکه هغه خلک چه کافران سول پس دخپل ایمان راوړونه بیازیات سول هغوی په کفرکی هیڅ کله به قبوله نه کړۍ سی توبه ددوی هم هغه دی ګمراهان.آیاخلکیان او پرچمیان دمسلمانانو په کورو کی مسلمانان نه سول پیدااوبیاکافران نسول پس له اسلام راوړونه او بیا په کفرکی نسول زیات چه ترننه یی مملکت په اوردجنګ کی سوځی او څونه ښه اسلامی کتابونه یی له منځ یووړل.
په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

رحمانی

کشکی مونږ د صدر اسلام په اسلامی دریز او تګلیارو عمل کولی، اسلام مو د خپل نفوذ د پاره په هغه او دغه دلو نه وی ویشلی حتی د اسلام په نوم مو د داعشیانو ، وهابیانو ، سلفیانو ، اخوانیانو ، قادیانیانو نورو او نورو ډلی ټپلی نه جوړولی ، قران فرمایی وعتصمو بحیل الله جمیغا ولا تفرقو ، او مونږ د هری ورځی په تیریدو نوی او نوی تش په نامه اسلامی ګوندونه او ډلی جوړوو ، چه مشران یی د یهودانو معاش خواره او د مسلمانانو د تباهی پلانونه لری حتی دغه نننی داعشی فتنی ته وګوری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x