رحيم الله بريال

نه زیات غواړم، نه کم فقط دمیاشتې دوه ریاله

رحيم الله بريال

هلته یوه زنانه دمرګ پر بستر پرته ده، د ژوند وروستی سلګی وهي، د ژوند ملګری یې د تداوی توان نلري، دامامت پنځه زره میاشتینی معاش یې دکور دمصارفو لپاره هم بسنه نکوي، (لاسنیوي ته اړتیا لري)

دلته یو افغان ماشوم دبهرنیو اشغالګرو له لورې پر سینه غلبیل غلبیل ګرځي، ښکلي ګلالی په مخ کې ننوتي سترګې یې ددې شاهدي ورکوي چې خوار بدن به یې تر ډیره دده ساه پر اوږو بار نه کړلی شي. یاد ماشوم له عمره ډیر کم ښکاري خو په پوهه او زیرکتیا کې یې د ډیرو توجه جلب کړي. نوموړي در په در ګرځي سوي نارې او کړیکې یې دانسان د زړه پردې سوری کوي خو خدای خبر چې څومره ځوانانو یې غږ ته لبیک ویلی.

بلخوا یوځوان دغربت له وجې دپوهنتون زدکړو ته په نیمایي کې دپای ټکی ږدي، نشي کولی چې دا بار تر منزله یوسي او خپلې نیمګړي هیلې یې پوره کړای شي.

یو چیرته یو خوار،

ګګرسر ماشوم د ژوند له خوشالیو بې برخي،

دپلار له خواږه نعمته ناخبره په خړو خاورو کې لت پت شلیدلی ګریوان ګرځي، اختر نه پیژني دخوند او لذت په نوم یې له سره څه حس کړي نه دي، شونډو یې پتري نیولي یواځې یو څه چې پیژني هغه ژړا ده، ویر دی، د مورکی لمن ده چې تل یې نیولي وي چکلیټ غواړي بسکټ غواړي خو کونډې او بې سرپرسته مورکی یې تر اوسه هم دا هیله پوره نکړای شوه.

بلخوا یوه کونډه تورسري او شریفه میرمن له کلونو راهیسې مرګ ته د انتظار شیبې شماري، ګلالی خاوند یې په جګړه یا چاپه کې وژل شوی، دي مجبوره ده چې دخپلې خواښې، یوڼو او دخاوند دخویندو سپکې سپورې په سړه سینه وزغمي، دکور چارې باید ترټولو زیاتې وکړي ځکه چې دې کونډه ده، مختاجه ده، ښې جامې، ښکلی لباس یې په تقدیر کې نه دی لیکل شوی ځکه چې بیا مخ ور اوړي، رنګ یې بدیږي. دچا په غم او ښادی کې دشرکت نصیب یې نشته، ولې چې ګاونډیان او دوستان په ټیټه ورته ګوري.

چاسره سیالي نشي کولی ځکه چې لاس یې تش دی. دخاوند په شتون کې غیرتي وه، ښه په میړانه یې وخت تیر کړی خو اوس هغه توان په ځان کې نلري، د ګاونډ نورې میرمنې او بچیان یې غوړ پړ ګرځي، په غم او ښادی کې په جګو سترګو یوه بل سره ګډون کولی شي خو دې خوارکی کله د سر درد او کله دمعدې او نور څه بهانه کړي وي.

یوه بله خورکی د بندي خاوند د راتلو په انتظار ده، د زړه په ټوټه یې شپاړس کاله قید ختلی، نه پوهیږي چې ددې په ژوند به راستون شي او که به یې لیدل نصیب کې نه وي لیکل شوي.

پاس دواړه میرمنې د ژوند ترخه مراحل طی کوي، له ژور خفګان سره مخ وي، کله ناهیلي شي او کله ځانته ډاډ ورکوي داخرت داجر په امید سوړ اسویلی کاږي، کله وایي هی کاش خاوند مې نه وای شهید شوی، څه یې غوښتل چې د وطن د ازادی له غمه مړ و، اوس به داسې ستونزو سره نه وای مخ شوي، ځواني یې لاړه، زه یې په تنکی ځوانی کې یې پریښوم، بچیان یې د نورو اړ کړل نتیجه یې دا شوه چې دهرچا په نظر کې اغزی ښکارو.

چاته چې ودریږم مخ ها خوا واړوي، کوم کور ته چې ورشم دروازه نه خلاصوي، ماشومان خاندي، ډیری میرمنې خولې بوڅوي ځینې خو په ایشارو کې یوې بلې ته وایي چې:

(دا هغه میرمن ده چې خاوند یې دحورو عاشق و، په جنت یې زړه بایللی و خو …)

هو! خاوند مې په رښتیاهم د دین او هیواد له غمه مړ و، تل به یې دجنت دهواګانو، حورو او علمانو خبرې کولې، همیش به یې ویل چې دا دنیا فاني ده اصل ژوند داخرت دی، دلته که وخاندو هلته بیا خندا نشته دلته که ستونزې وګالو هلته ابدي ژوند او همیش خوشالي ده نو ځکه خو دا هیواد پر مونږ حق لري چې له نورو یې وژغورو، ازاد یې کړو، پدې لار کې ستونزې ومنو، نیول وژل حتمي وګنو، که ته زما جدایي او زه ستا دنازکې څنګلې له خواږه خوبه تیر نشم نو راتلونکی نسل به مو هیڅکله هم راحت ونه ویني، دوی به مونږ ونه بښي، مونږ باید دځان له پاره نه بلکه دراتلونکي نسل لپاره سرښندنې ته تیار شو.

هو خاوند به مې تل په ژوند کې دستونزو سره دمقابلې درس راکاوه تل به یې د صبر او استقامت فضایل راته بیانول خو کله چې ده زما له ژونده کډه وکړه، دنورو د ژوند لپاره یې خپله ځواني نذرانه کړه، ول ول پګړی یې په وینو لت پت شوه نو زه رښتیاهم له سختو ازمایښتونو سره مخ شوم. حیرانه شم، فکر مې یوسي چې زما نن ولې له پرون سره توپیر لري؟ زما عزم ولې د پرون په څیر فولادي نه دی؟ ماخو په دې کلکه ژمنه ورسره کړي وه چې زه به دا هرڅه په ورین تندي منم (که کونډه شم، اړه شم، لوږې او تندې سره مخ شم)

خو اوس…؟

اوس ولې بې زړه شوم، ولې مې روحیه بایللي؟ ولې مې شته زغم له لاسه ورکړی؟

هو! رښتیاهم زه بې زړه نه یم، زه پر هماغه کړي ژمنه ولاړه یم خو وړو اولادونو مې زغم ایرې اوبه کړی، زه که له لوږې مړه هم شم باک یې نشته خو د زړه ټوټې مې صبر نه پیژني، هغوی یواځې ډوډی غواړي کالي غواړي. زما ځواک خو دخاوند په جدایي ویلي نشو، دهغه په وینو سور جسد مې ولید، ټوټې ټوټې و خو زما پر څیره دخوښی نښې وې، ما ونه ژړل، اوښکې مې توی نکړې خو دخپلو ماشومانو دتشې ګیډې ژړا مې هیڅ ارام ته نه پریږدي، زه به هرڅه وزغمم، تردې زیات به ترخه غوړپونه تېر کړم مګر دماشومانو له شوڼدو تختیدلي خندا، ددوی معصومیت، ددوی بې کسي او بې وسي مې ورځ تر بلې عمر ویلي کوي…..

نور بیا ….

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د