اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو کې د ګوانتنامو ۱۸ بندیان نورو هیوادونو ته انتقالول غواړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): سپيني ماڼۍ ته نیژدې سرچینې وايي چې اوباما د خپل ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې غواړي د ګوانتنامو زندان څخه لږ تر لږه ۱۸ بندیان نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

باراک اوباما د کال ۲۰۰۸ په انتخاباتو کې ویلي وه چې د ولسمشرۍ په دوران کې به دده لومړیتوب دا وي تر څو د ګوانتنامو بدناموونکی زندان د تل لپاره بند کړی، خو نوموړی په تېرو ۸ کلونو کې ونه توانېد چې خپله وعده پوره کړي او په ګوانتنامو زندان کې اوس هم ۵۹ بندیان ساتل کیږي.

د سرچینې په وینا د باراک اوباما اداره غواړي ټرمپ ته تر ولسمشرۍ سپارلو مخکې اقلا ۱۸ بندیان اټالیا، عمان، سعودي او امارات ته انتقال کړي، ځکه یې کانګریس ته خبر ورکړی او د هغوی پریکړي ته منتظر دي.

باراک اوباما د راتلونکي میاشتي (جنوري) پر شلمه ولسمشري په رسمي ډول نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته پریږدي.

په امریکا کې د بښني نړیوالي ادارې د باراک اوباما وروستی پریکړه ستایلې خو ویلي چې دا کفایت نه کوي، اوباما باید په خپلو وروستی ورځو کې په بشپړه توګه د ګوانتنامو د بندولو هڅه وکړي او پرې نه ږدي چې دغه زندان د ډونلډ ټرمپ ادارې ته پاته شي.

ګوانتنامو زندان په کال ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې جوړ شوی تر څو د افغانستان او نړۍ څخه نیول شوي امریکا ته مطلوب کسان په غیر قانوني توګه بېله محکمې په کښي وساتلی شي.

دغه زندان تل د حقوق بشر ادارو له خوا تر نیوکو لاندي نیول شوی او د امریکايي سیاستمدارانو له خوا په دې وجه غندل شوی چې په نړۍ کې یې د امریکا نوم بد کړی او امریکا یې نړۍ ته د حقوق بشر ناقض هیواد معرفي کړی.

د «هیومن رایټس فرسټ» بشري موسسې په یوه راپور کې ویل شوې وه چې د جورج بوش د ولسمشرۍ تر وروستي کال (۲۰۰۹) پوري د ۷۸۰ بندیانو څخه یې ۵۲۰ ازاد یا خپلو هیوادونو ته انتقال شوي وه، او د اوباما په ولسمشرۍ کې ۱۷۹ تنه یې خپلو یا پردیو هیوادونو ته لیږدول شوې دي.

د پنتاګون څخه په خپور شوي راپور کې راغلي چې د ګوانتنامو زندان کلنۍ بودیجه ۴۴۵ ملیونه ډالره ده، چې د هر بندي د کال ۷.۵ ملیونه ډالر مصرف راځي، په داسي حال کې چې خپله په امریکا کې په تر ټولو مصؤونو بندي خانو کې د یوه بندي کلنۍ بودیجه ۷۸ زره ډالره ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د