افغانستان

د بګرام له زندانه ٦٥٠ زندانيان خوشې شول

نن ټکی اسیا: د بګرام د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړی عبدالشکور دادرس نن په کابل کې ديوې خبرې غونډې په ترڅ و ويل، چې ٦٥٠ بې ګناه زندانيان يې له دغه زندانه ازاد کړي دي. دادرس نن و ويل چې يادې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړي، چې تر دې مهاله له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ يې بې ګناه ثابت شوي دي.هغه زياته کړه، چې د پاتې نورو زندانيانو دوسيې به يو ځل بيا وڅېړل شي او که د دوى له ډلې هم کوم کسان بې ګناه وي، نو دوى به هم ازاد شي. دادرس د دغو زندانيانو د زنداني کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه او ويې ويل دغه کسان پرته له څه جرم او ثبوته په بګرام کې زنداني شوي دي. ښاغلی دادرس زیاتوي: په هغو څېړنو کې، چې دوی تر سره کړي، ثابته شوې چې دغه کسان د افغانستان د نافذه قوانينو پر خلاف بنديان شوي او د دوى د څېړنو اسناد څرګندوي، چې په هغو کې يې ګوتې او لاسليکونه هم نشته. هغه و ویل چې، هيڅوک يو شکمن له ثبوتونو پرته نه شي زنداني کولى او که چېرې يې زنداني کړي، نو د قانون خلاف عمل يې تر سره کړى. دادرس په یاد زندان کې د پاتې شويو زندانیانو د شمېر په اړه څه ونه ويل، خو تير کال چې امريکايي ځواکونو دبګرام زندان چارې افغانانو ته وسپارلې، له ٣ زرو څخه زيات بنديان په بند کې و، چې له دغه ډلې څخه يې ٦ سوه تنه امريکايانو له ځانه سره وساتل.د يادونې وړ ده، چې درې مياشتې وړاندې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې په زیار ٤٣٣ بندیان له یاد زندانه خلاص شول.
دادرس د هغو شپږ سوو بنديانو په اړه څه ونه ويل چې امريکايانو له ځان سره وړي خو د هغو بنديانو په اړه يې ډاډ ورکړ چې کوم پاتې په بګرام کې له افغانانو سره دي، چې که بې ګناه ثابت شي دوی به يې راخلاص کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x