نړۍ

د روسي سفیر قاتل د «القاعدې» څخه متاثر وو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): د روسي سفیر قاتل «الطن طاش» په اړه په تازه خپاره شویو معلومات کې ویل شوي چې د نوموړي په کور کې د القاعدې او فتح الله ګولن ګوند مربوط کتابونه موندل شوي دي.

الطن طاش چې ۲۲ کلن وو، په ۱۹۹۴ کې د ترکیې په لویدیځ کې د «آیدن» ولایت په «سوکه» ښار کې زیږېدلی.

نوموړي د د تیري دوشنبې په ورځ د روسیې سفیر «اندرلیه کارلوف» په یوه نندارتون کې د کامرو مخته په داسي حالت کې وواژه چې د الله اکبر چیغې یې وهلې، او په ترکي ژبه یې ویل: «سوریه مه هیره وی، حلب مه هیره وی، هر چا چې په دغه جریمه کې برخه اخیستې وي، حساب به ورسره کیږي».

د نوموړي په اړه تازه معلومات ښيي چې هغه په پولیسو کې د لاریونونو د امنیت ساتونکی وو، اته ځله داسي موقع ورته برابره شوې چې د پولیسو په هغه ټولۍ کې واوسي، کومو چې په مختلو وختونو کې د ولسمشر «طیب اردوګان» ساتنه کړې ده.

الطن طاش څو ورځي وړاندي هغه وخت هم په امنیت ساتلو کې برخه اخیستې وه، کله چې ترکانو په انقره کې د روسیې سفارت مخته د حلب پر ناورین لویه مظاهره کړې وه. ګمان کیږي چې د همدې لاریون څخه په تاثر دي نوموړي د روسي سفیر د وژلو پلان ترتیب کړی وي.

د سفیر وژلو دوه ورځي وړاندي يې د خپل قومندان څخه رسمي رخصتي اخیستې، او بیا یې د روسيې کلتوري نندارتون ته نیژدې په یوه هوټل کې کمره نېولې او یوه ورځ تر مخه یې د نندارتون څخه لېدنه کړې وه.

د ترکیې ورځپاڼي وايي چې نوموړی د پولیسو له لوري درول شوی وو، خو هغه خپل د وظیفې کارډ ور ښکاره کړی وو او بیا یې دننه سالون ته د وسلې سره اجازه موندلې وه.

د پيښي تر مخه یې له بازاره نوي جامې هم اخیستې وې کومي یې چې د برید پر مهال په تن کړي وې.

د برید پر مهال یې ټولي ۱۱ ډزي وکړې، چې د هغو څخه یې ۹ مرمۍ د روسي سفیر په بدن کې یخي کړې او دوه یې په هوا کې وکړې.

د شنوونکو په نظر ترکیه اوس قصدا د نوموړي اړیکه د فتح الله ګولن د ګوند سره ثابتوي، تر څو د دغه ګوند پر وړاندي د روسانو غبرګون را وپاروي او هغوی هم د امریکې څخه د نوموړي د تسلیمۍ غوښتنه وکړي. ترکیه تور لګوي چې فتح الله ګولن ګوند د ترکیې په وروستي انقلاب کې لاس درلود.

د ترکیې ورځپاڼو ویلي چې «الطن طاش» هم د فتح الله ګولن د ګوند په واسطه پولیسو ته لاره موندلې وه او د انقلاب په ورځو کې یې له وظیفې څخه رخصتي اخیستې وه او په ورته توګه یې په انقره کې په یوه هوټل کې ځانته کمره نیولې وه، چې په همدې تور د څه مودې لپاره د پولیسو له لیکو شړل شوی وو او بیا بیرته خپلي وظیفې ته ور غوښتل شوی وو.

ویل کیږي چې د ترکیې پولیسو د تحقیقاتو لپاره د نوموړي پلار، مور او خور له خپله کوره نیولې او د پيښي په تړاو یې تحقیقات ورسره پيل کړي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x