افغانستان

چارواکي: ۱۲ کاله وروسته د نورستان د مندول ولسوالۍ د تشکیلاتو په فعالولو وتوانېدو

نن ټکی آسیا: د نورستان ولایت چارواکي ادعا کوي چې له دولس کلن ځنډ او زیاتو هلو-ځلو وروسته یې د دغه ولایت مندول ولسوالۍ ته مامورین استولي او حکومتي تشکیلاتو پکې فعالیت پیل کړی.
د نورستان والي تمیم نورستاني نن له یو شمېر خبریالانو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې ایله دولس کاله وروسته په دې وتوانېدل چې په لومړي ځل یې مندول ولسوالۍ ته خپل مامورین او استازي واستوي او په دې ولسوالۍ کې د طالبانو دولس کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کښېږدي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې ډېر ژر به په مندول ولسوالۍ کې دولتي پروژې پیل شي او د دوی په کاري لومړیتوبونو کې به سیمې ته د غزېدلې لویې لارې رغونه او د خلکو صحي او امنیتي ستونزو ته لاس رسی وي.
نورستاني وویل چې په لومړي قدم کې د مندول او دواب ولسوالیو ترمنځ شل کلومتره لاره پرانستل شوې او د خامې لارې په بڼه جوړه شوې او زیاتوي چې نړیوال بانک ورسره د ۶۰ کیلومتره سړک د رغولو ژمنه کړې او تمه لري،چې دا کار وکړي.
د نورستان والي همداراز وویل چې په مندول کې دا مهال حکومتي پرسونل په فعالیت پيل کړی او له دې وروسته به خپلو چارو ته ادامه ورکوي،خو دا یې ونه ویل چې آيا طالبان به یې په کراره ورته پریږدي که نه.
د یادونې وړ ده چې مندول ولسوالۍ د نورستان تر ټولو ګڼ مېشته او د زیات نفوس لرونکې ولسوالۍ بلل کېږي،چې شاوخوا ۷۰ کلي پکې پراته دي.
ښاغلي نورستاني تمه وښوده، چې په مندول ولسوالۍ کې به راتلونکې انتخابات هم په بري سره ترسره شي.
باید هېره نکړو چې طالبانو چې د هېواد په ختېځ کې د نورو ولایتونو په پرتله په نورستان کې ډېری سېمي او ولسوالۍ کنټرولوي، د حکومتي چارواکو د دې ادعا په غبرګون کې تر دې مهاله څه نه دي ویلي او نه هم د دوی کومې موثقې سرچینې د دوی له واکه د مندول ولسوالۍ وتل تائید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x