
کابل: د معلم میرولي پر میلمستون جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت وکېل معلم میرولي میلمستون د طالبانو تر برید لاندي راغلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د هلمند پارلماني وکېل معلم میرولي په میلمستون برید پیل شوی دی.
نوموړی لیکي:
#عمري:#تازه خبر: نن ناوخته دکابل ښار په ۵ حوزه کې دهلمند پارلماني وکیل معلم میرولي په میلمستون چې ګڼ دښمنان کې راټول شوي فدایي برید پیل شو.
— ذبیـــح الله مجاهد (@Zmujahid5) December 21, 2016
مجاهد زیاتوي چې برید داسي مهال پيل شوی چې په میلمستون کې غونډه روانه وه:
برید په داسې مهال پیل شو چې د دښمن مهم نظامی کسان خصوصا د کابل ادارې د هلمند یوشمیر نظامی مسؤلین په مهمه نظامي غونډه بوخت وو.
— ذبیـــح الله مجاهد (@Zmujahid5) December 21, 2016
بلخوا د هلمند ولایت سرچینو ویلي چې د ولسي جرګې غړی معلیم میرولي خان له کوره ژوندی وتلی دی او جګړه روانه ده.
ویل کیږي چې د نوموړي د میلمستون مخته هر وخت پيره ډېره سخته وي، ځکه چې مخکې هم څو ځله بریدونه پر شوي او څو ځایه یې کورونه بدل کړي دی.
هغه په خپل کور کې وخت نا وخته د کندهار، هلمند، زابل او روزګان د چارواکو سره د سیمي پر امنیت غونډي کوي.