نړۍ

یهودی لیکوال: ایران او اسرائیل مشترک «سني» دښمن لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): یهودي وکیل او لیکوال «ایلي نیخت» په اسرائیلۍ ورځپاڼي «هآرتس» کې لیکلي چې اسرائیل باید د سني هیوادونو د ځپلو لپاره د ایران سره اړیکي ټینګي او په سیمه کې ورسره اتحادیه جوړه کړي.

نوموړي ویلي چې ډیري مشترکي ګټي دي چې دواړه هیوادونه یې له دغه اتحادیې څخه تر لاسه کولای شي، وروستیو حالاتو ته په کتو اسرائیل پر غلطه دی چې ایران یې د یوه دښمن هیواد په توګه پيژندلی.

نوموړي ویلي چې ایران د اسرائیل پر ضد شعارونه پورته کوي، دا یې یوه داخلي اړتیا ده چې باید پام ورته ونه شي.

نوموړي ویلي چې ایران د لومړیو هیوادونو څخه وو چې د اسرائیل «هیواد» یې په رسمیت وپيژندی او د اسرائیل سره یې قوي سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکي ورغولې.

نوموړی وایی، که څه هم د انقلاب په لومړیو کلونو کې د ایران حکومت او ولس د اسرائیل پر ضد باندي ډېر شعارونه ورکول، هغه وخت ددوی خپل داخلي سیاست همدې ته ډېره اړتیا لرله، خو اوس حالات بدل شوي، اوس هلته ځوانان پر پخوانۍ عقېده نه دي پاته، بلکي ډیری یې سیکولر نظر لري او نور «اسلام حل دی» شعار نه بدرګه کوي.

لیکوال «نیخت» چې د بشري حقوقو د نړیوال سازمان نماینده هم دی، ورسته وايي: چې په منځني ختیځ کې د شیعه او سني تر منځ تاوتریخوالي کې اسرائیل دوه لاري لري. لومړی دا چې ځان بې پری ونیسي او هیڅ مداخله ونه کړي، دوهم دا چې خپل لیري اهداف په نظر کې ونیسي او د سني دولتونو پر خلاف د شیعه ایران سره لاس یو کړي.

نوموړي ویلي چې له دې پرته ایران او اسرائیلیان (یهودان) په کلتور، هنر، سیاسي ازادي، د ښځو حقوق او مشترک تاریخ له وجي ډېر سره نیژدې او ورته والی لری.

د نوموړي په وینا: پر دې سربېره اسرائیل او ایران ګډه پوله نه لري، په استراتیژيک او اقتصادي برخه کې یې ګټي ټکر نه سره لري، بلکې دواړه لوري د نیژدېوالي په صورت کې ډیري ګټي تر لاسه کولای سي.

سرچېنه: الجزیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

هو دی کی شک نشته ، اول ځل دی چه زه د یو یهودی په خبره تصدیق کوم چه شیعه او اسراییل دواړه د سنیانو ( د مسلمانانو او اسلامی نظام دشمنان دی . به دی اړه به ډیر ژر زه یوه لیکنه هم ولرم انشاالله

راشد

استاد صاحب مننه.. دا ځګه چې د شیعه ګانو اول بنیاد ګر عبد الله بن سبا کلک یهودی وو.. رب مو موفق لره

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x