نظــر

اوبو وړي ا ستعدادونه

 زموږ د هيواد ځينې ځوانان او د پرديو په پېروۍ ميين وګړي، په ډېر افتخار سره وايي، چې د لويديځو ځواکونو په ځواکمنو مټو واک ته د نوې ادارې په رسېدو سره افغانستان او افغانانو ډېر پرمختګ وکړ، او يو يې هم ښوونځيو او پوهنتونونو ته د څه کم لس ميليونه زده کوونکو تګ يادوي.

په هيواد کې د لسګونه زره ماسترانو او د دوکتورا د سند درلودونکو په وياړ سره يادوي، خو د پوهې د بهير په برخه کې زما لپاره د تل لپاره داسې پوښتنې وې، چې ما يې ځواب نه شو مونداى، او د هيواد په پوهنيز بهير نازيدونکو يې د قناعت وړ ځواب نه درلود.

د بېلګې په توګه د چارواکو دا وينا چې بهرنيان په اسلامي زده کړو کې د خپلو مرستو د لګولو مخنيوې کوي، او نه پرېږدي په افغانستان کې ديني اسلامي زده کړې رشد وکړي.
له ليسو څخه تر ټولو زيات فارغيدونکي زده کوونکي په څو ځانګړيو سيمو يا د ځانګړيو ژبو او قومونو پورې تړلي دي.

ځينې بهرني هيوادونه په شپږو او دولسو مياشتو کې ماستري او دوکتورا دواړه ورکوي، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت يې بې له کتنې او پوښتنې ارزيابي کوي، او دا ټول د يوې ځانګړې طبقې پورې تړلي خلک دي.

په دغسې لنډ مهالو خيراتي سندونو ويشلو سره له يوې خوا په زده کړه د سمبالو شمېر زياتيږي، خو له بلې خوا د جهالت خپرولو ته دومره پوخ کار کيږي، چې څه موده وروسته به که څه هم هيواد په لوړو زده کړو له سمبالو لسګونو ځوانانو څخه ډک وي، بيا هم د علم او عرفان د پرمختګ لپاره هېڅ نه شي کولاى.

د بېلګې په توګه په بهرنيو بورسونو کې د يو ځانګړي چارواکي يا يوې سيمې د مشر په سپارښت ټول له يو ولايت يا حتى ولسوالۍ خلک روان دي، په دې اړه مو په بهرنيو هيوادونو کې په زده کړه بوختو هيوادوالو ليکنې او شکايتونه حتماً لوستلي او اوريدلي دي.
يو ولايت ته د کتابونو او نورو لوازمو ځانګړى شوى سهم بل ولايت ته ورکول کيږي، او د هغه ولايت کوچنيان کتابونه نه لري، سرپناه نه لري، د شنه اسمان لاندې سبق ته کيني، او د کېناستلو لپاره چوکۍ څه چې يو سم فرش هم نه لري.

په ځانګړيو سيمو کې ښوونځي په بمونو الوزول کيږي، او په همدې سيمو کې بيا د ښوونځيو له ودانيو څخه امنيتي ځواکونو لخوا د پوستو په توګه کار اخيستل کيږي.

د ټاکلو سيمو اوسيدونکي او د يوې ژبې ويونکي زده کوونکي په يوه او بله بهانه وژل کيږي، نيول کيږي، او تورونه پرې لګول کيږي، او په دې توګه يې د زده کړې مخه نيول کيږي.

دغسې لسګونو او سلګونو بېلګې شته، خو په څلور دېرشو ولايتونو، نژدې څلور سوه ولسواليو او زرګونو کليو، ګڼو ژبو، او زرګونو جنګ سالارانو کې به د چا نوم واخيستل شي، او د چا يادونه وبه شي؟؟

په دې برخه کې تر ټولو وروستۍ پېښه لښتيو ته د کانکور ازموينې د هغو پاڼو غورځول دي، چې د لوګر څه باندې درې نيم زره زده کوونکو پکې ګډون کړى و.

نن درېيمه ورځ وه چې په لوګر کې د همدې خيانت په وړاندې لاريونونه تر سره کيږي، خو د لوړو زده کړو وزارت او لوګر ته د استول شوي پلاوي دريځ دا دى چې د کانکور په ازموېنه کې وکيلانو او چارواکو لاسوهنه کړې، اوله دې کبله يې دغه امتحان لغوه اعلان کړى و، خو دغه دليل يې په ګڼو لاملونو د منلو وړ نه دى، د بېلګې په توګه:

١-وزارت او د وزارت لخوا لوګر ته استول شوي پلاوي دوه ورځې پس او له دې وروسته دغه اعلان په داسې حال کې وکړ، چې د مردارو ويالو څخه د لوګر د زده کوونکو ځواب پاڼې تر لاسه او خيانت يې رسوا شو.

٢-لوګر ته تللى پلاوى وايي چې هغوى د ازموېنې پر مهال هېڅ راز غبرګون نه شو څرګندولاى، ځکه له مرګه وېرېدل، او وزارت ورته ويلي و، چې دغه پاڼې بايد تر وزارت پورې ونه رسوي، دلته پوښتنه دا ده چې پلاوي کله په دې اړه غونډه او پرېکړه وکړه، کله يې وزارت ته خبر ورکړ، او وزارت ولې دومره ژر تصميم ونيو؟ په داسې حال کې چې د کانکور د ځواب پاڼو له راغونډولو څو ساعته وروسته کابل ته پر لاره موټر درول شوى، او دغه ورقې په لښتيو کې غورځول شوي، په دې معنى چې حتى د پلاوي ناستې او مجلس ته هم وخت نه دى موندل شوى.

ايا دا به معقوله او د منلو وړ وي چې په پول علم کې د مرګ له ګواښه وېرېدليو پلاوي دې، په موټر کې د امتحان په اړه بحث کړى، او بيا دې په روان موټر کې پرېکړه هم کړې وي، په دومره موده کې دې وزارت هم خبر کړاى شوى، او د وزارت مسئولينو دى، هم پرېکړه کړې وي!

٣-له دې سره سره وزارت د کوم قانون تر مخې پريکړه کوي، چې لغوه شوې پاڼې دې وزارت ته نه رسيږي، په دې کې ستونزه څه وه؟ چې پاڼې کتل شوې، او په سړه سينه تصميم نيول شوى واى؟

٤-د پاڼو د ضايع کولو يوازينۍ لاره همدا وه چې په مردارو ويالو کې وغورځول شي! دغه ورقې په نورو لارو هم ضايع کېداى شوې، نه يوازې دا چې د لوګر د زده کوونکو سره ظلم شوى، په دې ورقو کې به خامخا د خداى او رسول نوم، او حتى د قرآنکريم ايتونه هم وو، چې د وزارت او پلاوي لخوا يې سپکاوى وشو.

٥-که حقيقت ته وکتل شي، نو په ټول افغانستان کې د لومړني ښوونځي څخه نيولې، بيا د پوهنتون تر کچې پورې رشوت، واسطه، پېژندګلو، ملګرتيا، زور او له هر ډول فساد څخه کار اخيستل کيږي، په تېره يوه لسيزه کې دکوم ولايت نتايج د لوګر په څېر په ساعتونو کې لغوه اعلان او پاڼې يې څو ځايه اوبو ته غورځول شوي؟ چې د لوګريانو سره وشول؟

٦-د وزارت او پلاوي خبرې هم د واقعيت سره سر نه لګوي، هغوى وايي چې پاڼې يې په لوګر کې سيند ته غورځولي، خو د لوګر د زده کوونکو سلګونه ځواب پاڼې په کابل کې د مردارو اوبو څخه تر لاسه شوي دي، له دې څرګنديږي، چې دغه پاڼې يې په څو ځايونو کې تقسيم کړي، او جوپه جوپه يې له منځه وړي دي.

٧-وزارت او پلاوي اوس هم هغه ګواښونه نه دي روښانه کړي، چې دوى يې په لوګر کې د شتون يادونه کوي، او نه يې هغه اشخاص ښودلي، چې په ازموېنه کې يې مداخله کړې ده.

٨-وزارت وايي چې دغه ازموېنه به يو ځل بيا واخلي، خو امتحان به بيا په لوګر کې وي، هماغه شاګردان، وکيلان، او هماغه يوپلاوې به وي، دوى په ډاګه نه کړه، چې بيا پکې د نه لاسوهنې ضمانت چا ورکړى دى؟

٩-هيچا له ولايتي ادارې، وزارت او پلاوي څخه ونه پوښتل چې دوى په يو ولايت کې د يو امتحان اداره نه شي کولاى، او ځواب شوې پاڼې مردارو ويالو ته غورځوي، نو په لرې پرتو ولسواليو کې ښوونځي څه ډول کنترولوي، د مخالفينو په سيمو کې شته تعلمي ادارې څنګه اداره کوي، او شفافيت يې خوندي کوي، له همدې ليسو او ښوونځيو فارغو شويو ته څه ډول سندونه ورکوي؟؟؟

١٠-وزارت، ولايتي ادارې او امنيتي اورګانونو ته ګوته نيول کيږي، چې حتى د امتحان په صحنه کې يې هم د لوړ پوړي دولتي پلاوي څخه د مرګ مخه ونه نيوله، او د کانکور امتحان لپاره زرګونه د راټول شويو زده کوونکو، استادانو او چارواکو په شتون کې بيا هم د مرګ فرشته د وزارت تر پلاوي ورسېده او په مرۍ کې کېناسته، که حالت همداسې وي، نو دغه دولت بيا پر هيواد د بشپړې واکمنۍ دعوه له کومه ځايه کوي؟

که دغه موضوع په دقيقه توګه هر اړخيزه وڅېړل شي، نو ويالو ته د دې ځواب پاڼو د غورځولو ډېر په زړه پورې اړخونه به روښانه شي، او په ډاګه به شي، څوک دى چې د هيواد بچيان زده کړو ته نه پريږي، او کوښښ کوي، چې يو ځل بيا يوازې د يو ولايت زده کوونکي بريالي او نوم يې په لست کې لومړى اعلان شي.

ما چې له نژدې کتلي، او تر خپله بريده مې پکې د فکر نيلى زغلولى، نو دى نتيجې ته رسېدلى يم، چې د هيواد تعليمي بهير د ځانګړيو کړيو لخوا په لوى لاس ويجاړ کړاى شوى او لا کوښښ کيږي چې پسې له منځه يوړل شي، يوازې که نصاب مطالعه کړو، نو هم پوهېږو چې د زده کوونکي د ذهن د جوړولو نه، بلکې د لا ويجاړولو کوښښ پکې شوى دى، زده کوونکي ته اسانتيا نه، بلکې ستونزې پيدا شوي دي، داسې يو منهج ترتيب شوى، چې زده کوونکى د علم سره مينې ته نه، بلکې له زده کړې څخه د نفرت لور ته ورکاږي.

خو حيرانتيا د هغه چا په حال ده، چې هره دوهمه خبره يې په هيواد کې د نهه ميليونه زده کوونکو شتون وي، هغوى به هم نه پوهېږي، چې د لوګر د کانکور په څېر به د څومره زده کوونکو هيلې مردارو اوبو ته غورځول شوي وي، څومره زده کوونکي به د دغسې يوې بهرنۍ افغان ضد پروژې د عملي کوونکي لخوا له زده کړو پاتې شوي وي، د هيواد څومره بچيان به په لوى لاس تاو تريخوالي ته ورټېل وهل شوي وي، څومره ډېرو ته به بېل ورپه اوږه شوې وي، او مخه به يې د ښوونځي او پوهنتون پر ځاى دهقانۍ او پاده وانۍ ته ګرځول شوي وي؟؟؟

کاشکې چې هغوى په څومره زور سره د نهه ميليونه زده کوونکو يادونه کوي، د هغې په نيمايي يې د دې خيانت يادونه هم کړې واى، خو دلته به بيا يو شمېر هغه کسان چې په پرديو واکسينو پايي همدا دليل وړاندې کوي چې: دا د پښتنو بې عقلي ده!
افسوس چې دغه خبره هم په پښتو نه کېداى.

2013-12-31

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x