نړۍ

یو بل روسی دیپلوماټ وژل شوی موندل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۵ل): په ترکیه کې د روسي سفیر «اندریه کارلوف» د وژل کېدو ۲۴ ساعته پوره نه دي چې یو بل جګپوړی دیپلوماټ په خپل کور کې وژل شوی موندل شوی دی.

دا ځل پېښه د روسیې په پلازمینه موسکو کې را منځته شوې او ویل کیږي چې روسي دیپلوماټ ۵۶ کلن دی، «پيټر پولشیکوف» نومیږي، په خپل کور کې هغه مهال وژل شوی چې ښځه یې هم په کور کې وه.

د نوموړي قاتل معلوم نه دی، خو امنیتي چارواکو د هغه جسد ته نیژدې د مرمیو دوه خولونه او تر کور لاندي یې توفنګچه موندل شوې ده.

د نوموړي په اړه ویل کیږي چې مخکې په بولیفیا کې د روسیې سفیر وو، بیا د روسیې په وزارت خارجه کې د لاتیني امریکا په څانګه کې مهم غړی پاته شوی.

د نوموړي د وژني په اړه پلټني پیل شوی او د قاتل د پيژندلو لپاره یې هڅي پیل شوي دي، خو د روسیې خبري پاڼي وايي چې داسي نه ښکاري چې هغه دي ځان وژلی وي او یا دي د هغه میرمن په دغه قتل کې لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x