ټرمپ: په اوروپا کې بریدونه د ادیانو تر منځ ټکر په ګوته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۲، ۱۳۹۵ل): د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې په جرمني کې د لارۍ په واسطه برید یو ځل بیا ثابته کړه چې په حقیقت کې ټکر د ادیانو تر منځ دی.

په جرمني کې یوه بریدګر د لوی موټر په واسطه د کریسماس د لمانځلو پر مهال خلک په موټر ووهل او ۱۲ تنه یې ووژل.

په لومړیو کې ویل کېدل چې بریدګر یو پاکستانی مهاجر دی، چې نیول شوی، خو وروسته پاکستانی مهاجر خوشي شو، اوس پر یوه «تونسي» شک دی، د چاچي پيژندپاڼه په موټر کې پاته شوې وه.

ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې چې د «اسلامي دولت ډله» داعش او نور اسلامي جهادیان د خپلي نړیوالي ایجنډا له مخې تل د عیسویانو پر ټولنو او د هغوی پر عبادت ځایونو بریدونو کوي.

نوموړي په یوه بل پېغام کې وویل چې د جرمني، سویس او ترکیې بریدونه جوتوي چې حالت مخ پر خرابېدو دی، روشنفکره نړۍ باید خپل په ځان کې بدلون راولي.

د فرانس پریس خبري اژانس وايي چې ټرمپ اوس هم د مسلمانانو پر ضد هغه سي څرګندوني کوي لکه څرنګه چې یې په انتخاباتي کمپاین کې کولې او هغه په دغه توګه د ټولي غربي نړۍ د مشرانو د سیاسي ویناو خلاف څرګندوني کوي.

د الجزیرې خبري وېب پاڼي په وینا ټرمپ په داسي وخت کې پورته خبري وکړې چې تر هغه وخته لا «اسلامي دولت ډلي» داعش د جرمني د برید مسؤولیت په غاړه نه وو اخیستی او لا مالومه نه وه چې برېدګر مسلمان هم دی او کنه.

نوموړي د روسي سفیر وژنه هم «اسلامي سخت دریځي» ته منسوبه کړه او لومړی یې د هغه پر دین انتقاد وکړ.

ډونلډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي وه چې امریکې ته به د مسلمانانو پر ننوتلو بندیز ولګوي، تر څو چې «پوهه شوی نه وي چې څه روان دي».

د نوموړي انتخاباتي ډله ټوله د اسلام پر ضد ورته نظر لري، د اګست په میاشت کې د ملي امنیت په چارو کې د نوموړي مشاور پخواني جنرال «مایکل فلین» ویلي وه چې اسلام یو دین نه دی، بلکي یوه «سیاسي عقیده» ده، او زیاته یې کړه «دوی پر مونږ د جګړې اعلان کړی دی، خو زمونږ حکومت اجازه نه کوي چې د دښمن پر خلاف خبره هم وکړو».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقباال
میلمه
اقباال

د غوښو خوړونکو حیواناتو څخه بله هیله لرل حماقت دی ، که تاسی د ټرمپ وحشی قواری او وحشی افواهاتو ته وګوری ډی په حقه دی ، قواره به د ټرمپ وی مګر وحشی خبری یی د ټرمپ نه دی هغه یوه نالیدلی نړیوالی یهودی استعماری قدرت دی چه د هر وخت د پلانو او کړنو له مخی هماغه قواره او ستایل کس غوره کوی د سپټمیر د پیښی د پاره یی پوش غوره کړی وو هغه د هغه وحشت د پاره مناسبه څیره وه او د اوس وخت د پاره چه کوم وحشت دوی په نظر کی لری یی… نور لوستل »