افغانستان

د معلم میرولي د مېلمستون په برید کې د عبیدالله بارکزي زوی وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۲، ۱۳۹۵ل): نن د شپې په ولسي جرګه کې د هلمند استازي «معلم میرولي» پر مېلمستون باندی په داسي وخت کې برید شوی چې ویل کیږي هلته د جنوبي ولایتونو د وکیلانو تر څنګ د هلمند ولایت یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو هم ګډون په کښي درلود.

د لومړیو معلوماتو پر اساس ویل کیږي چې د ولسي جرګې غړي «عبیدالله بارکزی» زوی «حفیظ بارکزی» هم په دغه نښته کې وژل شوی دی.

د نوموړي په اړه خپاره شوې خبرونه وايي چې د ټپي کېدو وروسته روغتون ته انتقال شوی خو هلته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

حفیظ بارکزی

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې د کابل ښار د پنځمي حوزې اړوند خوشحال خان په سیمه کې د ولسي جرګې غړي «معلم میرولي» پر کور برید پیل شو.

نوموړي تر اوسه د پيښي په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړې.

خو هغه مهال یې دومره ویلي وه چې برید داسي مهال پيل شو کله چې د میرولي په میلمستون کې د هلمند یو شمېر نظامي مسؤولین په یوه «مهمه نظامي غونډه» بوخت وو.

داسي خبرونه هم خپاره شوه چې میرولي له دغه بریده روغ وتلی او خوندي ځای ته انتقال شوی دی.

تر اوسه د پيښي د نورو قربانیانو معلومات نه دي شوي خو ویل کیږي چې د روزګان پخوانی امنیه قومندان «محمد ویس صمیمي» هم په ټپیانو کې شامل دی.

د روزګان پخوانی امنیه قومندان «محمد ویس صمیمي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د ګلبدین زوم خو د بریدګرو هدف نه وو خو ده خپل ژوند ته پخپله د پای ټکی کېښود، او د پولیسو پر ځای لومړی همدا ازل نیولی له خپلو وسلوالو لنډغرو سره ورغلی وو تر څو بریدګر مهار کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x