افغانستان

په افغانستان کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی زیات شوی

نن ټکی آسیا: په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وایي چې له خبریالانو سره د پخوا په پرتله په تاوتریخوالي کې ډېرښت راغلی،چې ډېری یې  د حکومتي  چارواکو له خوا کیږي.
د نۍ د رسنیو د څارنې مشر صدیق الله توحیدي د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۳ میلادي کال د رپوټ د خپرولو پر مهال خبریالانو په وړاندې د تاتریخوالي د ډېریدو په هکله انديښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د ۲۰۱۲م کال په پرتله سږکال له خبریالانو سره تاوتریخوالی لس سلنه ډیر شوی دی.

دی وایي، که د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي؛ نو په راتلونکي کې به د تاتریخوالي اندازه نوره هم زیاته شي.
خو مشخصه یې نکړه، چې له خبریالانو سره د کومو دولتي ادارو له لوري ډیر تاوتریخوالی کیږي.
د نی د رپوټ له مخې په ۲۰۱۳م کال کې له دوی سره د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۶ پيښې ثبت شوي دي.
په دې لړ کې یوه خبریاله اودوه خبریالان وژل شوي، شپږ تنه د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي او څلور دېرش تنه وهل شوي دي.
د نی ادارې مسوولینو له حکومت وغوښتل چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
دوی د خبریالانو پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره له امنیتي ارګانونو غواړي چې؛ چا ته اجازه ورنه کړي چې له خبریالانو سره تاوتریخوالی وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین هم مني چې؛ له خبریالانو سره ډیر تاوتریخوالی د یوشمېر دولتي چارواکو له خوا کیږي.
د نی ادارې مسوولین همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړي، څو معلوماتو ته د لاس رسي قانون هم ژر تر ژره چمتو او ملي شورا ته یې ولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x