شعـــــرونه

ټول پوښتنه/ بهار مستغفر

بهار مستغفر

ښکلي پرما لګي ډېرښه زړه ته مو لوېږي کنه؟
لکه دا ښې یخې اوبه زړه ته مو لوېږي کنه؟

زما د زړه په کرونده باندي غمونه کري
دوی ته پرته یې قباله زړه ته مو لوېږي کنه؟

لمبې د هجر یې سړی داسي ښه سم سوځوي
لکه دا ټکنده غرمه زړه ته مو لوېږي کنه؟

دا زما خوښ ښکلي ښارو کې چندان نه اوسېږي
دوی اوسي ډډوکې د غره زړه ته مو لوېږي کنه؟

وصال يې ټول سره سکون او خوشــــحالي ده توبه
زوی مړي خاص لکه نشه زړه ته مو لوېږي کنه؟

د بڼو ګرد یې قېمتي او بیخي دومره ښکلی
چي ورته غوټ مات دي رانجه زړه ته مو لوېږي کنه؟

پر نورانې تندیو پروتې یې ښائسته زلفي وي.
خلګو! یوځای وي ورځ او شپه زړه ته مو لوېږي کنه؟

بس له یوه مخه دي ښکلې د بهار ګلونه
هریو مي زړه هریو مي زړه زړه ته مو لوېږي کنه؟

نېټه : سه شنبه / ۲۰ / ۳ / ۱۴۳۸ هــ ق د هجرت دیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x