شعـــــرونه

 د حلب شهیدان/کوچۍ احمدزۍ

کوچۍ احمدزۍ

نن په حلب کې شهیدان پراته دي
ډیر نازولي سره ګلان پراته دي

په سپین کفن کې په سرو وینو رنګ دي
په خوب ویده تنکي ګلان پراته دي

خدایه ته صبر ورته زر میلمه کړي
د میندو غیږ کې په ارمان پراته دي

میندې په چیغو چیغو رب ته ژاړې
ورته په خوا کې مړه بچیان پراته دي

له پرهرو نو یې سرې وینې څاڅې
د حلب ښار کې ډیر ټپیان پراته دي

نه یې څوک شته چې یې پوښتنه وکړي
ټول بي اسرې او بي پرسان پراته دي

ولې نن چپ دي د انصاف استازي؟
چې هره خوا کې شهیدان پراته دي

نن په حلب کې د قیامت نښې دې
انسانان مړه لکه چرګان پراته دي

لارې کوڅې ټولې په وینو رنګ دې
په درد اخته ټول بې درمان پراته دي

ربه! “کوچۍ” له تانه رحم غواړي
په وینو رنګ ښایسته ګلان پراته دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x