نظــر

د ځان او ټولنې خدمت په پوهنه کې دی

محمد يعقوب (نائل)

له څو ورځو او اونيو راهيسې د هېواد په يو او بل سر کې ډيرې نادودي کيسې رواني دي، يوازې دا نه چې د هېواد په دننه د رسنيو بازار پرې گرم دی ، بلکې له هېواده بهر او په ټولنيزو رسنيو کې هم پرې ګرم بحثونه کيږي.

رښتيا هم داسې شرموونکي کيسې د گران هېواد د راتلونکي نسل اذهان خرابوي ، بلکې د نړيوالو سره يې د سيالۍ مخه ډب کوي، د يو لړ مشکلاتو سره يې لاس او گرېوان کوي، ځکه چې په گران هېواد کې يې داسې شرموونکي کيسې تکراريږي او دی هم د دغه هېواد يو وگړی ياديږي؛ نو اړينه ده چې د بې تعليمه خلکو د نادودو له وجې خو د هېواد نه انکار نه شي کولای.

نو اصل سوال دا دی چې دغسې ناغيړي ولې کيږي او تر کومه پورې به لا دغسې کيسې تکراريږي؟

زما په اند خو د دغسې نادودو تکرارېدلو تر ټولو عمده لامل دا دی چې په هېواد کې د تعليم کچه ډېره ټيټه ده ، بلکې د نه شتون برابره ده، ځکه چې که پلټون وشي؛ نو دغه ډول زياتره پيښې به د بې تعليمه خلکو د لاس کړه وي.

د تعليم د فکر کولو سره بايد داسې ونه کړو چې د خپلې بې تعليمی بوج د بل په اوږو بار کړو بلکې د هر وگړي فرض دی چې د ځان او بچيانو د آينده په اړه فکر وکړي، تر څو د هغوی ژوند د ناخوالو څخه وژغوري.

په ټولنه کې يو بل مشکل دا دی چې کوم کار ته مو شوق وشي او هغه سر ته رسول غواړو؛ نو د ټولنې د خدمت په نوم يې سر ته رسوو؛ خو زه وايم: داسې نه ده! او نه هم داسې جمله کارول پکار ده !!

بلکې که ددې په ځای وويل شي: چې د خپل ځان خدمت کوم او په خپل خدمت کې رښتينی او ځان د الهي حکمونو پابند وگرځوي؛ نو خپل چارې به مو هم سر ته رسولي وي او په پای کې به ټولنې ته هم ښه خدمت شوی وي.

(په گران هېواد کې د تعليمي کچې د لوړېدو په هيله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x