ورزش

کرکیټ: د دویمي درجې په هیوادونو کې «شهزاد» د کال غوره لوبغاړی ونومول شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۲، ۱۳۹۵ل): د کرکیټ نړیوال کونسل نن د هغوی لوبغاړو نومونه نشر کړه چې په کال ۲۰۱۶ کې یې ښه لوبه کړې او ددغه کونسل له لوري د غوره لوبغاړو په توګه اختیار شوي دي.

د افغانستان وکټ ساتونکی او توپ وهونکی «محمد شهزاد» د خپلي ښې لوبي پر اساس د سږکال ۲۰۱۶ غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

د کرکیټ نړیوال کونسل (ICC) پر وېب پاڼه د خپرو شویو معلوماتو پر اساس «محمد شهزاد» په ۱۶ یوه ورځینو لوبو کې ۶۹۹ منډي جوړي کړي، نوموړي همداراز د آی سي سي په لومړۍ درجه کپ کې په درې لوبو کې ۳۰۱ منډي جوړي کړي، او په ۱۷ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۳۳ منډي جوړي کړي دي.

محمد شهزاد لومړی افغان لوبغاړی دی چې د آی سي سي له لوري د کال غوره لوبغاړي په حیث پيژندل کیږي.

آی سي سي وايي چې د سږ کال لوبغاړي د یوې ازادي کمېټې له لاري انتخاب شول چې په هغه کې د ددغه ادارې غړي او د کرکیټ لوبه کوونکو لسو هیوادونو د رسنیو استازي شامل وه.
د کال ۲۰۱۵ د سپتمبر میاشتي له ۱۴مي نیټې څخه بیا د کال ۲۰۱۶ د سپتمبر میاشتي تر ۲۰مي نېټې پوري د لوبغاړو لوبه وکتل شول او د هغوی څخه غوره لوبغاړي انتخاب شول.

باید وویل شي چې د کرکیټ د کال غوره لوبغاړی د هندوستان «آشوین» انتخاب شوی .

همداسي د سویلي افریقا وکټ ساتونکی او توپ وهونکی «ډي کوک» د یوه ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی نومول شوی.

د ویسټ انډیز «کارلوس بریتوایټ» په شل اوریزو لوبو کې غوره لوبغاړی نومول شوی.

د بنګلدیش بال غورځوونکی مستفیض الرحمن د کال غوره نوی لوبغاړی نومول شوی.

د پاکستان د ټېسټ لوبو کپتان «مصباح الحق» د سپورټي روحیې او ښه مزاج لپاره غوره لوبغاړی نومول شوی.

د کال غوره امپایر «ماريس اراسموس» نومول شوی دی.

د کال ۲۰۱۶ د ټېسټ لوبو لپاره د کرکیټ نړیوال کونسل لاندي نومونه اختیار کړي:

او د کال ۲۰۱۶ لپاره د یوه ورځنۍ لوبي لپاره لاندي نومونه انتخاب شوي دي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x