نظــر

له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک پیمان ګټي او زیانونه

درنو لوستوالو! په دي لیکنه کې موږ هڅه کړي چې د دې معاهده لیک هره ماده او یا د هغي لنډیز را واخلو او له خپلی وړې تبصرې سره یی مل کړو ، داچې تبصره به څومره قناعت بښونکي وي ؛ تاسو به یې ولولئ .
ترهرڅه وړاندي به د لوستونکو د معلوماتو لپاره د دې تړون د متن خلاصه او لنډیز په یوه بله بڼه را واخلو چې هیوادوال یی وګوري او خپلي ملي ګټي او یاتاوان پکښي ومومي .
—————

  د دې امنیتی تړون ،لومړۍ ماده وایی :  دغه تړون به د امریکایی پوځیانو د اوږدمهالی حضور موخی او مشخصات ټاکي .

تبصره :  یرغل ته یی چا بد ونه ویل ، اشغال یی وزغمل سو ، تر یوه لسیزه یی زیات د افغانانو په وژلو ځانونه ستړی کړل . یوه خونه او یو متر آبادی یی ونکړه  ؛ لایی اوږدمهالي وجود ته نوره هم اړتیا ده ؟  

دوهمه ماده :  دغه ماده ډېر شقونه لري چې لنډیز یی دا را وزی  : ټول هغه املاک او مؤسسات  یعنی کومي ځمکي ، ودانۍ  ، هوایی ډګرونه او داسی نور مراکز چې امریکایی ځواکونه په کي میشتیدنه ولري ، او هغه  وسائل او تجهیزات چې د افغانانو ملکیت وي ؛ او امریکایان ورته اړتیا ولری ؛ دا ټول بیا د امریکا شخصي ملکیت ګڼل کیږی  له دې امتیاز څخه تنها پوځي نه ، بلکي هر هغه بهرنی وګړی برخمن دی چې د امریکا او ناټو په تړاو راغلی وي  لکه د این جی اوز  کارکوونکي او داسي نور …  . بل شق یې وایي چې ټول غیرمتعارف تجهیزات یعنی غیرقانوني وسلې ، مهمات ، ادوات او نور وسائل امریکایان په هرصورت کارولی سی او په هیڅ صورت  غیرمتعارف یعنی ناقانونه  نه بلل کیږی .   

تبصره :  ‌‌ډېره دلچسپه او عجیبه خبره ده ، دومره امتیازات خو امریکایان په امریکا کي هم نلری چې په کوم ځای کې واړه  وي ، هغه به يې خپل ملکیت وي او هره ناقانونه وسله به ورته قانوني وي . ټیک ده ، دا ځانګړتیاوي دي هم ولری ؛ خو د دغي مادې له مخي افغانانو ته پکښې کومه ګټه ده ؟

 درېیمه ماده :  ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځی عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوي لپاره لازم تدابیر نیسی .

  تبصره :   یعنی امریکایان به د عملیاتو اجازه لري ، عملیات به د افغانانو په کلیو او کورونو کې کوي ، خو ، وي به د امریکا د قانون په رڼا کې ، د افغانستان د قانون او د افغانانو د عرف او عنعناتو د احترام یې دومره ژمنه کړي چې له دې پس به ورته تدابیر نیسی . یعني که د افغانستان د قانون او عنعناتو خلاف ورزي وشی ؛ څه باک نلري . خیر دا دې هم وکړي ، د دې مادې له مخي په دې تړون کې د افغانانو ګټه څه ده ؟

څلورمه ماده :    څلورمه ماده هم ۶ یا ۷ شقونه لري :
  ۱ – ،   دواړو لوریو هوکړه کړي چې د امنیتی توانمندیو لپاره به امریکا شینډنډ ، هرات، بګرام ، کندهار، ښوراوک ، خوست ، مزار ، ګردیز ، جلال آباد او فراه د دائمي پوځي هډو په توګه کاروي . –   ۲ – ، همدارنګه د اړتیا په صورت کې د هیواد په نورو برخو کې هم دائمي او موقتي عملیاتي هډي جوړولای سی . –   ۳ –  ،  پردغو هډو باندي حاکم ضوابط به د افغانستان نه ، بلکي د امریکا د قانون مطابق وي،  افغان قانون او عرف لازم نه ، مګر د درناوي وړ دی . دواړه لوري به یې به پام کي لری .-   ۴ – ، پوځي عملیات به په ګډه کميټه  کې څیړل کیږي . –   ۵ – ، د ګډي کمیټي مشري به د امریکي جانب پرغاړه وي . –  ۶ –  د عملیاتو لپاره چې کله دکمیټي مشرتابه پریکړه وکړه ، افغان لوری به خبروي . – ۷ – ،  افغان دولت د خپل امنیت  لپاره له امریکایی ځواکونو موقته مرسته غوښتلای سی .

   تبصره : د دې مادې هره برخه د ډېر تعجب وړ او تر ډېره بریده يې شقونه پخپل منځ کې سره متصادم دي .  دتعجب خبره دا ده : که چیري په هیواد کې مهم پوځي ډګرونه او مراکز د افغان دولت په واک کې وي ، افغانستان به له پوځي پلوه توانمند وي ،او که چې د امریکا په واک کې وي ؟ بل دا چې موافقه له افغان لوري سره پر مشخصو هډو کوي ، ولي لاره یې ځان ته دومره پرانیستي چې هرځای وغواړي په افغانستان کې نوري هډې او عملیاتي مراکز جوړولای سی . بل داچې معاهده په افغانستان کې له افغانانو سره کوي خو قوانین اوعنعنات یې پرځان لازم نه ګڼي ، قوانین به ټول د امریکا پلي کوي  او هغه به د احترام وړ وي . څلورم شق یې وایی چې عملیات به په ګډه کمیټه کې څیړل کیږي ، خومشري به یی د امریکایی ځواکونو وي . په عین حال کې د مادې شپږم شق وایی چې کله کمیټې پریکړه وکړه ، افغان لوری به یې له پایلو څخه خبريږي . دلته نو د ګډي کمیټې مقصد څه کیدای سی؟  بیا وایې چې افغان لوری له امریکایانو موقته مرسته غوښتلای سی . په داسی حال کې چې کرزی خو لا له پخوا ناري سوري وهي چې بهرنیان به په عملیاتوکې ګډون نه کوي . له بل لوري وایی چې عملیات به په ګډه کمیټه کې مطرح کیږي او مشري به یی د امریکي لوري پرغاړه وي . دا ټول هغه څه دي چې پخپل ذات کې سره ټکر خبري دي . خو د دې هرڅه باوجود افغانستان او افغانانو ته  د تړون د دې مادې له برکته کومه ګټه سته ؟  

پنځمه ماده :  د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجراء څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دي ؛ د امریکا د دولت تر حاکمیت لاندي دي .  د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لری، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوری اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لری .

تبصره :  داخوپه دوهمه ماده کې هم وویل سول چې ټول تاسیسات بیاد امریکاشخصي ملکیت ګڼل کیږي نو د پراخولو او بیا ودانولو چاري خو به یی هرو مرو خپله ترسره کوي که به دا جوړول ، پراخول ، رنګول ، ترمیمول یې هم په افغان دولت کوي . بیا به هم افغان دولت دا کار اجراء کړي خود دې مادې له مخي افغانستان ته پکښې کوم خیر په پام کې نیول سویدی ؟

شپږمه ماده :  دغه ماده چې هم ډېري برخي لري ؛ لنډیز یې دا راوزي چې امریکایي ځواکونه  له هر بندره ، هري لاري ، او هر میدانه کولای سی چې افغانستان ته داخل سی . له هرډول مراقبت او څارني څخه مستثنی دي . پوځي او غیر پوځي وسایط يې بي له قیده او شرطه نقل حرکت کولای سي . د موافقې له مخي له هر راز مالیې او ګمرکي لګښته معاف دي،همدارنګه هر‌ډول مالونه واردولای او صادرولای سی ، د افغانستان د هوايی حریم کنترول او نظارت به تر هغه پوري د امریکا په واک کې وي ترڅو یي ځواکونه په هیواد کې شتون ولری .   

تبصره :  په پورتنۍ ماده کې خو بیا افغان لوري ته هیڅ پاتي نه دي . بلکي ټول امتیازات او استثناءآت یرغلګرو ته په برخه دي چې د افغانستان حریت او خپلواکي په مطلق ډول له منځه وړي .  

اوومه ماده :  د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومی،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لری او همدا راز که چیرته اړتیا وی د امریکا دولت کولای شی چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړی .

تبصره : ایله چې اوومه ماده افغان لوری ته په یوه امتیازه قائله سوه ، هغه دا چې که چیري امریکاله کوم بهرني شرکت سره تړون وکړي او دوی د افغان دولت خبرول زیانمن ونه بولي نو امریکايي ځواکونه کولای سی په دي اړه افغان لوری ته خبر ورکړي .

اتمه ماده :  دا ماده وایي چې : امریکایان حق لري د افغانستان له اوبو ، بریښنا ، مخابراتی او نورو اړینو وسایلوڅخه پرته له هرډول مالیې او قیدوشرط استفاده وکړي . او دا به هم ټول د افغانستان نه ، بلکي د امریکا د قانون مطابق وي . او افغان لوری که کوم مخابروي او ارتباطي بنسټیزي طرحې په کار اچوي ؛ باید امریکي جانب په اعتماد کې واخلي ځکه چې ممکنه ده د دوي په اصطلاح ترهګرو ته ګټه ورسیږی .

تبصره :  هو ! بلکل  سمه ده د اشغالګرو انصاف باید همداسي وي چې پخپله زموږ د ملت ټولي ملی او عامه شتمنۍ پرته له څه بندباره د ځان په ګټه کارولو حق بولي ، خوشرطونه بیا هم پر افغان لوري ږدي ، ګویا بنسټیزي طرحي افغانان پخپله خوښه نشی پلي کولای .   

نهمه ماده :  دا ماده هم چې ۵  یا ۶  برخي لري ؛ دامریکایانو حقوقي مسؤلیت ټاکي او وایي چې :  د امریکایی ځواکونو او د هغوی د پوځی او ملکی  قرار دادیانو ټول حقوقی او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی . –   که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړی چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر عمدی کیسونه ځای شوی وی نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوری ته حقوقی ځواب ورکړی.  –  د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندی د خپلو محاکمو فیصلې ګدي کمیټې ته د اوریدو لپاره وړانډی کوی .– که چیرته امریکایی پوځیان او ملکیان د افغان دولت له لوری نیول کیږی نو افغانستان باید ډیر ژر هغوی امریکایی لوری ته وسپاری . —  تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځی او غیر پوځی توب، د پوځی یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لری.

 تبصره :  یعنی افغان لوری هیڅ حق نلری چې کوم امریکی تبع او یا دهغوی حلیف په افغانستان کې په کوم جرم باندي مسؤل وګڼي .  ۲  کچیري افغان لوری د کوم مجرم امریکايي د نیولو یا د دوسیې د غوښتلو هڅه وکړي امریکا به حقوقي ځواب ورکوي معنی داچې نه به مجرم ورته سپارل کیږی او نه دوسیه . ۳ که کله امریکا دخپل تبع (وګړي)د جرم دوسیه وڅیړي نو افغان لوري ته یې وراورولای سي . مقصدداچې افغان لوری یې تنها اوریدلای سي ، کوم اعتراض ورباندي کولای نسي .۴  د افغان دولت له لوری که کوم امریکاي وګړي نیول کیږي ، فورا باید امریکي لوري ته وسپارل شي . خو که امریکایان افغانان نیسی نوله بې محکمې وژلونیولي تر ټول عمري بنده او بل هرډول ناڅرګند برخلیک یې اخته کولای سي . عملي اعتراض ورباندي څوک نشي کولای .               ۶ ترڅو چې امریکا په افغانستان کې شتون لري ، له پورتنیو ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه هر امریکي او بهرني وګړی برخمن دی . که هغه په پوځي یونیفورم کې وي او که نه وي.  

لسمه ماده :  د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتی او پوځی توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکی توافق بنسټ دی.

تبصره :  په لومړي سر کې په مقدمه کې خو دا اوږدمهالی تړون ګڼل شوی ، ولي په دې وروستۍ ماده کې بیاوایي چې دا دراتلونکي توافق بنسټ دی . دا به بیا څنګه توافق وي افغانستان به نور بیا د امریکا یو ایالت ټاکل کیږي که له هغه نه هم بدتر ؟

پاملرنه  :  —   درنو لوستوالو !  له دي هرڅه سپیشل امتیازاتو او ځانګړتیاوو سره سره چې امریکایانو خپل ځان ته ټاکلي او تش په نوم افغانان یې د لاسلیک کولو عاجله او جدي غوښتنه کوي ؛ موږ نه پوهیږو چې په دې تړونلیک کې افغانستان ته کوم خیر ، ګټه او ښیګڼه شتون لري .

   یو شی چې زما په نظر دغه ناعاقبت اندیشه افغانان ورته امیدوار دي ؛ هغه داچې دوی وایی امریکا به په ډالرونو زموږ تمویل کوي او پوځي روزنه به راکوي .

دغو دواړو ټکو ته خو په دې معاهده کې څه اشاره نه ده شوي او بل داچې تاسو وګورئ په دا ۱۲کاله کې د کرزي د بیا بیا اصرار او زاریو سره سره چې مشخصه بودیجه ورته وټاکي؛ امریکایانو دکرزي ادارې ته یوازي د بسپني خبره کړي چې له نورو هیوادونو نه به یې د خیرات په بڼه راټولوي او بس . نوره یي هیڅ ډول قاطع ژمنه نه ورسره کړي ، نه یې ورسره کوي او نه یې ورته اراده ده . د پوځي روزني په برخه کې ورته وایي چې د کرل شوو ماینونو خونسا کول ډېر اړین دي ،افغان پوځ باید لومړی دا روزنه ترلاسه کړي . په دا دومره تېر عمر کې یي افغان عسکرو ته نه کومه بنسټيزه زده کړه ورکړه او نه یې کوم آساسي پوځي وسائل په واک کې ورکړل .         پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x