شعـــــرونه

غزل/ عبدالباقي مهاجر

 عبدالباقي مهاجر

پاک لکه غمی عقیده و ساته
جوړ شه شازلمی عقیده و ساته

خپل د ژوند ھدف لرہ ځیرک اوسه
پام نه شې پردی عقیده و ساته

تېر د صحابوو تاریخ ولوله
شه د کار سړی عقیده و ساته

ګوره ستا په طمعه ولسونه دي
ویښ اوسه ژوندی عقیده وساته

اور ته د خلیل په شان ور ودانګه
پوخ که پرې زړګی عقیده وساته

نه چې د ګلونو لار بدله کړې
وه نیسه اغزی عقیده وساته

خیال د (مهاجر ) مجاھد ګل اشنا
شته ظالم مرګی عقیده وساته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x