دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نېکه ښځه د جنت د حورو سرداره ده:

هغه ښځه چي د خاوند سره يو ځای و جنت ته ولاړه شي هغه به د جنت د حورو سرداره وي، په جنت کي به د ټولو عمرونه او قدونه يوه اندازه وي له ټولو نقصانونو څخه به پاکه وي.

ښځه د ښځو امامت هم نشي کولای:

وتکره امامة المرأة للنساء في الصلوة کلها من الفرائض والنوافل… وصلوتهن فرادي افضل.

ژباړه: د ښځې امامت په فرضي، نفلي لمنځونو کي نه صحيح کيږي ددوی لپاره ښه خبره داده چي يواځي لمنځونه وکړي.
د قوم لوط پر ښځو باندي ولي عذاب راغئ؟

داچي د حضرت لوط عليه السلام د قوم نارينه په لواطت بوخت وه ولي ئې پر ښځو باندي عذاب راغئ؟ دا دوې وجهي وي:

۱: کفروو، ټول نارينه او ښځې کافران وه.

۲: داچي د قوم نارينه و لواطت کاوه ښځو له ښځو سره بد فعلي کوله چي و دې ته مساحقت وايي، چي د حضرت حذيفه رضي الله عنه او حضرت محمد بن علي رضي الله له رواياتو څخه ښکاره معلوميږي.

په اسلام کي د ښځې لوړ حيثيت:

۱: ښځه يا مور ده-

الله جل جلاله په قرأن کريم کي په واضح ډول سره امر کړيدئ چي د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ، د مور او پلار تعظيم کوئ، په ښو کارونو کي د هغو اطاعت کوئ چي دا هر څه په سورت البقره، سورة النسآء، سورة الانعام، سورة بني اسرائيل، سورة لقمان، سورة العنکبوت او سورة الاحقاف کي بيان شويدي.

په صحيح بخاري او صحيح مسلم کي د حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي يوکس له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل چي پر ما باندي ډېر د چا د خدمت او ښه سلوک حق شته؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل چي ستا د مور. بيائې ورته وويل ستا د مور، بيائې ورته وويل ستا د مور، په اخر کي ئې ورته وويل ستا د پلار.
يادونه: داچي نبي کريم صلی الله علیه وسلم درې ځلي د مورلپاره اشاره وکړه نو د مور يو حق پر اولاد باندي د مور د ګيډې حق دئ، بل حق ئې د شيدو ورکولو حق دئ، بل حق ئې د ماشومتوب په وخت کي د هغه روزنه ده، او څلورم ځل چي د پلار حق دئ هغه د پلار د خوراک، څښاک او پوښاک له کبله دئ.

په بل حديث شريف کي راځي:

الجنة تحت الاقدام الامهات

ژباړه: جنت د ميندو تر پښو لاندي دئ.

چي ددې څخه مطلب دادئ چي که يو څوک مور راضي کړي نوالله جل جلاله به ورته جنت ځای کړي. په دې هکله زښته ډېر احاديث راغلي دي.

۲: ښځه يا مېرمن ده:

کله چي نکاح و تړل شي دا يو تړون دئ، چي له دې څخه مطلب دادئ چي خاوند او مېرمن يو د بله سره حقوق لري، چي ددې بيان په قرآن کريم کي په سورة البقره، سورة النسآء، سورة الروم، سورة الاحزاب اوسورة النور) کي راغلي دي، و خاوندانو ته حکم شوی دئ چي تاسي له خپلو ښځو سره ښه سلوک او رويه خپله کړي لکه چي فرمايي:
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ (سورة النسآء: ۱۹)

ژباړه: ددې ښځو سره تاسي ښه رويه کوئ.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم هم تل پر دې باندي ټينګار کاوه چي له خپلو ښځو سره ښه ژوند کوئ لکه:

حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هيڅ مؤمن مېړه له خپلې مېرمنې څخه نفرت نه کوي، که چيري ئې د(مېرمنې) يوه کړنه ناوړه وي بل عادت ئې بيا ښه دئ.

حضرت ام المؤمنين حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها روايت کوي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي په مسلمانانو کي هغه کس د بشپړ ايمان خاوند دئ چي ښه اخلاق ولري، په ځانګړي ډول سره د خپلې مېرمنې سره ښه رويه وکړي او لطف او مينه ورسره ولري.

او داسي نور ډېر احاديث شتون لري.
نور بیا…

مأخذونه: (الفتاوي الهندية: ۱/ ۸۵)

(کتاب الفتاوي، دوهمه برخه پاڼه: ۳۰۶/ ليکوال: مولاناخالدسيف الله رحماني/ خپرونکي: زمزم پبلشرز)

(تفسيرکمالين شرح اردو تفسيرجلالين ټوک ۲، پاڼه: ۲۶۸/ ليکوالان: علامه جلالدين سيوطي رحمة الله عليه وعلامه جلال الدين محلي رحمة الله عليه- شرح مولانا محمد نعيم ديوبندي صاحب- استاد تفسيردارالعلوم ديوبند/ خپرونکي: دارالاشاعت)

(صحيح مسلم)
(جامع ترمذي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x