دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۷برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
ساينس پوه پروفيسر تيجاسن
(Professor Tagasone ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

زه په دې عقیده یم چې هر هغه څه چې په قرآن کریم کې شته؛ هغه درست دي او د ساینس پوهانو له لورې به ثبوت کړل شي، دا چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه څه لوستلی او نه هم لیکلی شول؛ نو دا قرآن ضرور ورته وحې شوی دی، دا وحې دیوه خالق جل جلاله له لورې شوې ده، چې هغه خالق الله دی.

امريکايي مستشرق دنکان بلاک مکدونالد دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
امريكايې مستشرق دنكان بلاك مكدونالد (۱۸۶۳ – ۱۹۴۳):

د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم شخصيت له څوارلسو پيړيو وروسته، اوس هم د مسلمانانو د ځواكمنېدو لپاره يوازينۍ سرچېنه ده.

پروفيسرجولزماسمين دنبي کريم  صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

ځینی خلک ګاندی او کانفیوش خوښوي او دوی په لومړۍ درجه کې راولي، ځينی بیا قیصر، هټلر او الیکزاندر خوښوی او دوی بیا په دوهمه لړۍ کې راولي، په دریم لړ کې دوی حضرت عیسی علیه السلام ، بودا او نور راولي، خو زما په آند په ټوله نړۍ کې په هر حالت تر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه بل ستر، اتل، عالم او غټ سیاسي مشر نه دی راغلی.

ډيکارټ دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

ډيكارټ وايي: “کامل مصلحین د ګوتو په شمار وي. د بلونكي، مفكر، مدیر، او رهبر ټولې ځانګړتياوې په يو كس راغونډيدل نادره كار دى چې همدې ته سترتوب وايي، خو نړۍ د محمد صلي الله عليه وسلم په وجود كې د غوښې او پوستكي د انسان په بڼه دا ټولې ځانګړتياوې ليدلي دي”.

پروفيسر هورګ رنج دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي: محمد صلي الله عليه وسلم ښونکی ؤ، هغه ټولنيز مصلح ؤ، دی د اخلاقو لارښود، اداري مشر، ريښتینی ملګری، وفادار مېړه او مهربانه پلار ؤ.

د آكسفورد پوهنتون استاد هميلتن گيب (۱۸۹۵-۱۹۷۱م.) د اسلام په هکله وايي:

” د ملكونو له چټك لاندې كولو پورته د تعجب خبره د هغوى نظم ؤ. د كلونو جګړو په پايله كې خو تمه دا وه چې ډيرې ورانۍ وشي، خو عربو سربيره پردې چې هيڅ تخريب يې شاته پرينښوده، د بيلابيلو پرګنو او فرهنګونو يو ځاى كولو ته يې لاره هواره كړه، اسلام د متمدنې نړۍ منځ ته د لوټمارو قومونو د خرافاتو په څهره كې داخل نه شو، بلكې د هغه اخلاقي ځواک په توګه راغی چې د ټولو درناوى يې ځان ته واړولی دی. اسلام د منطقي دين په بڼه راڅرګند شو چې د روم مسيحيت او د فارس زردشتي دينونه يې په خپلو ټاټوبو کې مبارزې ته راوبلل او ماته یې ورکړه.”

نور بیا…

مأخذونه:   Professor Tagata Tagasone, formerly Head of the Department of Anatomy and Embryology at the University of Shiang Mai in Thailand. He is now the Dean of the College of the Medicine at the University
/The Heroes The History of World/The Holliest people on earth

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x