افغانستان

۸۳ سلنه امریکایان له افغانستانه د خپلو پوځیانو وتل غواړي

نن ټکی آسیا: د یوې تازه نظر پوښتنې په ترڅ کې یوازې ۱۷ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا د روانو عملیاتو ملاتړ کوي، نور ټول وايي چې امریکايي پوځیان دې ژر تر ژره له افغانستانه وایستل شي.
په دې تازه نظرپوښتنه کې چې د سي این این)تلویزیون او  او-آر –سي له لوري ترسره شوې، پکې ویل شوي چې ۸۳ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا له پوځي ماموریت سره مخالفت کړی چې دا د پنځه کاله پخوا په پرتله په سلو کې ۴۶ زیات دی.

د سي این این په وینا ، د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په افغانستان کې د امریکا دولس کلن پوځي ماموریت د امریکا تر ټولو ناخوښه پوځي عملیات دي او اکثره امریکایان د دې غوښتونکي دي چې امریکايي پوځیان دې د ۲۰۱۴ کال تر دسمبر مخکې له افغانستانه وایستل شي.
د سي این این د نظرپوښتنې مشر کیتینګ هولنډ وویل:دا نظر پوښتنه ښيي چې د افغانستان جګړه تر نورو هغو خورا لږ ملاتړ کوونکي لري. د عراق له جګړې سره مخالفت هیڅکله تر ۶۹ فیصدو زیات شوی نه و. د ویتنام د جګړې په مهال هم د جګړې د مخالفو امریکایانو فیصدي دومره نه وه لوړه شوې. په هماغه وخت له ګلپ سره په مرکو کې په هرو لسو کسانو کې شپږو د جګړې مخالفت کړی و.
سي این این وايي چې په تازه نظرپوښتنه کې یوازې په درو کې یوې برخې پوښتل شویو کسانو ورته ویلي چې امریکاباید له ۲۰۱۴ کال وروسته یو شمېر پوځیان په افغانستان کې وساتي. په سلو کې ۵۷ ویلي چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره سم لور ته پر مخ نه درومي خو په درو کې یوې برخې ویلي چې امریکا په دې جګړه کې بریالۍ کېږي.
د نظرپوښتنې مشر وویل: ناپېیلي امریکایان او  هغوی چې په ګوندونو کې نه دي د دیموکرات او جمهوریت غوښتونکو ګوندونو تر غړیو د افغانستان د جګړې په اړه زیات منفي نظر لري او د دې علت ښايي دا وي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ولسمشر دا جګړه پیل کړه او د دیموکرات ګوند ولسمشر دوام ورکړ.
سي این این او او ار سي دا نظرپوښتنه د روان دسمبر د ۱۶ او ۱۹ ترمنځ کړې ده.
د امریکا د پوځ له لورې د خپرو شویو ارقامو له مخې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د افغانستان په جګړه کې تر ۲۳۰۰ زیات امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x