ادبي لیکني

نن مې بیا د وینو څپې را پورته شوې

صفي الله “رائد”

نن مې بیا سوی زړه په سویو آسویلیو کې ډوب و، نن مې یو بل وحشت تر سترګو شو. نن مې بیا د وینو څپې را پورته شوې، د یو وحشت پر لیدو، د یو وحشي ظالم پلار د بربریت په لیدو، دیو معصوم بچي د شهادت په لیدو.

نن مې د یو ظالم قاتل پلار کرغېړن انځور ولیده، سترګې یې داسې سرې وې ته وا چې یو غټ وحشي ظالم یې وژلی وي، یو لوی کافر یا کوم بل مرتد یې وژلی وي.

نن مې د یو بل وحشي د وحشت کیسې واورېدې، د یو خون کاره پلار کرغېړنې کیسې، د یو وحشي قاتل پلار د خپل معصوم بچي د وژلو کیسې، آه آه… څومره دردونکې وې.

د داسې یو بې چاره ماشوم کيسې چې د وژلو پر وخت به یې خبرې هم نشوی کولای. کنې ډېر څه یې خپل
پلار ته په زړه و چې له ویلو پاتې شول.

ده معصوم خو دومره هم نشوای ویلی: چې پلاره!

نن ستا په لاس دغه کرغېړن وحشي چاقو او زما دغه تنکی بدن!!!

آخر پلاره! داسې څه شوې چې زما بې ګناه ماشوم د قتل اراده دې کړې؟! زما ګناه څه ده؟! زما خطا څه ده؟! .

پلاره! ته مې ولې وژنې؟ مه کوه پلار جانه! زه خو لا معصوم یم، لا کوچینی ماشوم یم.

او ګوره پلار جانه! زه خو ستا ګلالی بچی یم.

ګوره پلار جانه! زما تنکی وجود ستا د دغه کرغېړن وحشي چاقو توان نه لري، خېر ده پلاره ما مه وهه! ما مه وژنه!

زه بې ګناه یم، زه لا معصوم یم، لا ماشوم یم.

خو!

خو وحشي پلار یې د خپل ځوی دغو معصومو سترګکیو ته نه ګوري، دخپل معصوم ماشوم دغو وړو وړو سلګیو ته غوږ نه ږدي او یو څو چاقو یې په سپېڅلې سینه کې وهي، چې بلآخره یې له شهادت وروسته له کوټې بیرون واروي.

آه آه.. څمره غمجنه پېښه، څمره زورونکې کیســه.

سړی حیران شي کوم وحشت وغندي، کوم غم وژاړي.
د دوستم پرونی وحشت وغندي او که د دغه وحشي ظالم ننی بربریت.

دیو سپېڅلي اسلامي نظام په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x