نظــر

ټرمپ په غلطه دی، جګړه د ادیانو تر منځ نه، د ظالمانو او مظلومانو ترمنځ ده

ليکوال: عبدالمالک همت

د امریکا نوي ټاکل سوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په جرمني کې د لارۍ په واسطه برید ته په اشاره سره وويل : ”په اوروپا کې بریدونه په حقیقت کې د ادیانو تر منځ ټکر په ګوته کوي“.

خو خبره په بشپړه توګه داسي نه ده. د ده له دې څرګندونو څخه داسي معلوميږي چي دغه طاغي د اديانو، په تېره د اسلام  د سپېڅلي دين څخه هيڅ معلومات نه لري او يا تجاهل کوي.

حقيقت دادی چي ټرمپ يو پانګه مست ساکښ دی او په يوه مادي او مادي پال، عياش او فحاش، سيکولر، په کمه کچه او سطحي مسيحي ـ يهودي، اسلام ضد، ظلم، ښکېلاک او جګړه پلوه چاپېريال کي زېږېدلی او لوی سوی دی. د ده په طبيعت او طينت کي سپېڅلتيا، حق خوښونه او حق ته تن ورکول ځای نه لري او اوس خونو چي د نړي د ترټولو باطل پال ولس او نظام په مشري ټاکل سوی دی بايد حق ونه وايي او تن ورنه کړي. که نه حقيقت دادی چي هر وخت د نړۍ له پيله تر اوسه لومړی ظالمان، تېری کوونکي، د نورو پر حقونو باندي بلوسېدونکي، جګړه کوونکي، د خدايۍ او يکه تازۍ دعوه کوونکي نمرودان، شدادان، فرعونان، بوجهلان او د هغو اخلاف رامنځ ته سوي، د خلکو پر حقونو، شتمنيو، ناموسونو او نورو ټولو شؤوناتو باندي يې خشن او ميرغضبي تېري کړي، ځانونه خدايان ورته ايسېدلي، خلک يې د يوه لاشريک خدای جلت عظمته له بنده ګۍ څخه خپلي بنده ګۍ ته په زور، زر او چلوټيو بللي او خپلو شومو اميالو او موخوته د رسېدو لپاره يې ډېر بې وزلي وګړي کړولي اووژليدي.

په بېلو بېلو مهالونو کي چي به په دغسي اوضاع او احوالو کي لوی څښتن سبحانه اړتيا وليدل نو د جعلي خدايانو د له منځه وړلو، د مظلومانو له ګرالبو څخه د ظالمانو د لاسنو د لنډولو په موخه او د شر، فسق، فساد، فحشا، ظلم، تېريو، بې عدالتيو او زورواکيو او لنډغريو سره د مبارزې لپاره او د خدای پر ځمکه د خدای د حکومت او عدالت د رامنځ ته کولو لپاره خپل سپېڅلي پيغمبران ولېږل. د مثال په توګه لوی څښتن موسی او هارون عليهم السلام فرعون ته ولېږل او ورته ويې ويل:

﴿ اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (43) فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى (44) قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى (45) قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى (46)﴾[طه: ۲۰: ۴۳ – ۴۶].

ژباړه:

۴۳. دواړه فرعون ته ورسئ، ځکه هغه پر الله باندي په کفر، ظلم  او سرکښي کي تر حد تېر سوی دی.

۴۴. د هغه سره په نرمي(نه په سختي او تريخوالي) خبري وکړئ، په دې هيله چي نصيحت ومني او له الله څخه ووېرېږي (او توبه وکاږي).

۴۵. موسی او هارون دواړو وويل:”ای زموږ پالونکې!موږ (له دې څخه)وېريږو چي هغه به (زموږ دخبرو او بلني تر اورېدو او بشپړېدو دمخه) زموږ په ربړولو(عذاب راکولو) کي تلوار وکړي او يا به پر موږ باندي په ظلم کولو کي تر حد تېری وکړي(، وبه مو وژني او يا به بل څه راسره وکړي)“.

۴۶.  لوی څښتن ورته وويل:”تاسي مه وېرېږئ، زه (په مرسته او ملاتړ) ستاسي سره يم، (هر هغه څه چي ستاسي او فرعون ترمنځ پېښيږي) هم اورم او هم وينم.

خو څنګه چي د هغو نصيحتونه او خبري د فرعون او فرعونيانو او د نورو مهالونو د ټولو ظالمو او په ځانونو غره واکمنانو د ګټو او واک او ظلمونو پر ضد وې، نو نه داچي د لوی څښتن د سپېڅلو استازو خبري به يې نه منلې، بلکي د هغو او د هغو د پلويانو او پيروانو پر ضد به يې په ډول ډول درواغجنو تبليغاتو او تورونو پیل وکړ، په ډول ډول کړونو به يې کړول او وژل، چي بالاخره به له يوې خوا د ظالمو واکمنو او د هغو د پلويانو او له بلي خوا د پیغمبرانو او د هغو د بېوزلو پيروانو ترمنځ د جګړې ډګر تود سو.

﴿وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ (5)[المؤمن ٤٠ :٥]

ژباړه:

هر ولس پر خپل پيغمبر باندي حمله وکړه، څو هغه ونيسي ( ويې وژني). هغو ټولو د باطل په وسله سره د حق د مغلوب ښوولو هڅه وکړه، خو په پاى کي ما هغوى ونيول، نو وګوره چي زما عذاب څنګه سخت وو.

په دې ډول د باطل پالو د تعرضي جګړو او د حق پالونکو د د فاعي جګړو لړۍ يا په بل عبارت د موسی او فرعون د مبارزو دغه نه شلېدونکې سلسله تر اوسه په بېلو بېلو بڼو روانه ده.

تاسي فکر وکړئ همدا اوس هيڅ اسلامي هيواد پر کوم کفري هيواد باندي نه تېری کړی دی او نه يرغل او نه يې هم وسله وال پوځ په امريکا يا ماسکو کي خلک وژني، بلکي همدغه تجاوزګر او نړۍ خور او د جګړو د اورونو بلوونکي دي چي زموږ دې بېوزلي هيواد، عراق، سوریې اونورو ځايونو ته له هماغه ماوراء بحار څخه د سپکو او درنو، وسلو، الوتکو، غول پيکرو بېړيو او توپونو او ټانکونو، جاسوسانو، ګوډاګيانو، قرارداديانو، ډنډورچيانو،مجول الهويتو موسسو او ډېرو داسي نورو سره راغلي دي، د مسلمانانو هيوادونه يې اشغال کړي، ټوکر ټوکر کړي او زموږ بې ګناه او بې دفاع خلک يې په بې خرتو خواريو او دربدريو اخته کړي دي.

نو آيا بايد دغو ظالمو نيواکګرو او ښکېلاکګرو قاتلانو او وحشتګرو ته خلک د دوی د دې وحشتناکو کړنو په مقابل کي د ګلو ګېډۍ وړاندي کړي؟! او پر سرونو باندي يې د نقلو او شيرينيو په پاشلو هرکلی وکړي او لاسونه او پښې يې ورمچ کړي؟!

نه ! هيڅکله نه ! هر عمل بالمثله عکس العمل لري. خود به دغسي مظلومان له ځانونو څخه د ننګي او دفاع او غچ اخيستني لپاره څه چي يې په وس کيږي تر سره کوي. له لويه سره خو د اسلام مقدس دين خلک په دغسي مواردو کي مقابلې او جهاد کولو ته ګومارلي او دا هم يوه طبيعي او د انسانانو ترمنځ منلې خبره ده چي هرڅوک کوښښ کوي او حق لري چي د ظلم په وړاندي له خپله ځانه، خپلو اړوندو کسانو، خپلو هيوادوالو او خپل ټاټوبي او هيواد او ملي او فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع وکړي او له ظالمانو څخه غچ واخلي او اړ يې کړي چي خپل ظلم بس کړي.

هو، د جګړې په بهير کي به ځيني کسان چي د غچ اخيستلو احساساتو يې پر عقل او پوهه غلبه کړې وي، ځيني داسي انتقامي کارونه هم وکړي چي بايد ونه سي، خو کله چي د هغو کسانو له خوا چي ځانونه متمدن بولي دغسي نادودي کيږي او ټول سياست او نظام يې د جګړو د اورونو پر بلولو او تېريو او قتل او قتال ولاړ وي، نو له هغو وګړو څخه چي په زړونو کي يې د غچ اخيستلو احساساتڅپې وهي، څه ګيله ده.

وايي: ”مه کوه په چا چي ونه سي په تا“. په شرط دي دغه جګړه مار او اشغالګر ځواکونه پر افغانستان او پر نورو اسلامي اورشوګانو باندي خپل تېري او اشغالګرۍ بندي کړي او په نړۍ کي دي د هر هيواد سره په سوله او مسالمت آميزۍ کي د ژوند کولو او يو بل ته د متقابل درناوي پر بنسټ او د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کي د نه لاس وهلو سياست او پاليسۍ خپله کړي او بې له غرضه او بې له قيد او شرطه همکارۍ دي ورسره پيل کړي بيادي وګوري چي دغه اوسني تاوتريخوالي او دغه د ټرمپ په وينا د اديانو ترمنځ وسله وال ټکر پای ته رسيږي که نه !

نهال دوستی بنشان که کام دل ببار آرد ::: درخت دشمنی برکن که رنج بيشمار آرد

او که ظالم اشغالګر دا نه کوي مسلمانان هم څه د حلالي پسونه نه دي، بلکي د ظالمو اشغالګرو د دغسي جګړه ماريو او وحشت او بهيميت په وړاندي د دوی قرآن، غيرت او شجاعت  داسي امر ورته کوي:

﴿ وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ * وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ * فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴾ [البقرة: 190- 192]

ژباړه:

۱۹۰. او (اى مومنانو!) د هغو خلکو سره د الله (د دين د نصرت) په لار کي جګړه (جهاد) وکړئ چي ستاسي سره جګړه کوي، خو زياتى (تېرى) مه کوئ.(تاسي د جګړې اور مه بلوئ او منع سوي کارونه مه تر سره کوئ، د چا غوږ، پزه يا شونډان مه پرې کوئ، د جګړې په بهير کي بې ګناه او هغه وګړي چي له جګړې څخه خبر نه وي او هغه ښځئ چي جګړه نه کوي او کوچنيان او بوډاګان او ناروغان او امان غوښتونکي او هغه کسان چي د دوى په حکم کي وي مه وژنئ او کورونه او کښتونه مه ورانوئ) باور ولرئ چي الله زياتى کوونکي(او د هغه تر پولو تېرى کوونکي، چي لوى څښتن او پيغمبر يې څه حرام بللي وي خو دوى يې حلال  ګڼي) نه خوښوي.

۱۹۱. او (چي جګړه ونښته، څنګه چي د جګړې پيلېده د هغو لخوا دي، نو ) هغوى چي  هر چيري پيدا کړئ وژنئ يې، او له هغه ځايه يې وباسئ چي تاسي يې ځني ايستلي ياست او فتنه (شرک اوکفر او له اسلامه منع کول) د دوى تر وژلو زياته درنه بدي ده. او د هغو سره د مسجدالحرام سره (مسجدالحرام ته نژدې د هغه د ستر توب له امله) تر هغو جګړه مه پيلوئ ، ترڅو چي هغوى په هغه کي ستاسي سره جګړه پيل نه کړي. هو، که هغوى په حرم کي جګړه پيل کړه، نو تاسي يې هم (په هغه کي) ووژنئ. د دغسي کافرانو دغه سزا ده.

۱۹۲. بيا که (د دې ټولو خبرو سره سره ) هغوى  له جګړې لاس واخلي،نو وپوهېږئ چي الله (خپلو بنده ګانو ته) ډېر بخښونکى او زيات (پر) مهربان دى. (لوى څښتن يې تېر ګنهونه د توبې په اوبو پرېولي او تېره بې ديني يې ور معافوي).

نو پايله داسوه چي د ټرمپ دا خبره ناسمه ده چي وايي: ”په اوروپا کې بریدونه په حقیقت کې د ادیانو تر منځ ټکر په ګوته کوي“.بلکي حقيقت دادی چي د ظالمانو او مظلومانو ترمنځ يوه اوږده جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x