نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۴) – متوازن او متکامل اسلامي عمل مشکل کار دی

دکتور: فتحي یکن

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

څلرمه برخه (د تیري برخي لپاره دلته کلیک وکړئ)

متوازن او متکامل اسلامي عمل مشکل کار دی:

د اسلامي کار او فعالیت په ساحه کې ډیر داسي اتجاهات او نظریې رامینځته کیږي چې د متکامل او توازن نه بې برخي د ځینو خاصو اهتمامونو درلودونکي دي. کیدای شي دا ډول اتجاهات ډیر ژر نمو او وده وکړي او احتمال شته چې دا سریعه او چټکه وده د کاملي او متوازني اسلامي اتجاه د ځینو کارکوونکو تر پوښتني لاندي راشي، ان تردې چې ځیني د خپل دعوت په هکله شکمن کړي ځکه هغه ورته ډیر سست ښکاري او ګوري هغه بله اتجاه په ډیره چالاکۍ او چټکۍ سره روانه ده او دا ګمان یې مخکي لدینه وي چې له اصلي سر او سبب نه خبر شي.

د خاصو اهتماماتو او جزئي کارونو د چټکي ودي او سرعت سبب دادی چې په یوه ډګر کې کار کول آسانه وي او په یوه اړخ او تخصص کې ابداع او ابتکار هم آسانه او ساده.

د اسلام په یوه څانګه کې کار کوونکي حرکتونه لکه د عقیدې او یا فقهي څانګه به خامخا په ټولو څانګو کې د کار کوونکو حرکتونو نه پدې ټاکلي څانګه کې زیات کار کوي.
خو ددې مشکل په دې کې دی چې دا ډول غیر متکامل او غیر متوازن حرکتونه له خپل تخصص نه اخوا د اسلامي عمل په بل ډګر کې له کار او فعالیت نه عاجز دی دا په داسي حال کې چې متکامل او متوازن اسلامي عمل په ټولو څانګو او هر ډګر کې د کار او تحرک توان لري که څه هم لږ وي، ولي له مطلوبي اندازې نه هیڅکله هم کم نه دی.

د مثال په توګه وایو چې د توحید علم او عقیدوي امورو په هلکه د پوهي حاصلول د ټول شرعي علومو له پوهي حاصلولو نه آسانه دی، لکه چې په ټولنیزو او خیري امورو باندي پوه، ذهنیت جوړول له داسي ذهنیت جوړولو نه ډیر آسانه دی کوم چې په ټولو سیاسي، ټولنیزو،فکري، تحریکي او … ډګرونو کې پوهه او تجربه ولري.

د جزئي کار آساني دکار د چټکۍ او سرعت سبب دی او همداراز هماغه یې بیا د په شا راتګ سبب هم کیږي او د متکالم او پوره او شامل عمل سختي او مشکلات د همدې عمل د سست او ورو تګ او همدا ډول د ثبات او بري عامل دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:

[أحب الأعمال الی الله تعالی أدومها و إن قل] ( متفق علیه) ( خدای ته تر ټولو نه خوښ عمل هغه دی چې همیشنی او دوامدار وي که څه هم لږ وي.)

نور بیا

ددې لیکني مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x