نړۍ

امریکا کې تر ۱۳ لکو زیات کسان له مالي مرستو بې برخې شول

نن ټکی اسیا: امريکا کې دبې کارو خلکو د مالي مرستې پروګرام دختميدو له امله تر دریارلس لکو زیات کسان له مالي مرستو بې برخې شول.امريکايي کانګریس د بې کاره خلکو د مرستې په اړه بحثونو کې کومې ځانکړې پایلې ته ونه رسیده نو له همدې امله امريکايي حکومت دغه پروګرام درولی دی. د واکمن ډيموکرات ګوند غړي وايي چې نوموړی پروګرام د ډېرو غریبانو د مرستو لامل و، ولې اپوزسیون جمهوري پلوه بیا وايي چې د مالي مرستو دغه پروګرام باندې تر اوسه ۲۵ ملیارده ډالر مصرف راغلی چې زموږ د وس کار نه دی.د سپينې ماڼۍ ویاند جوز ارنسټ وايي چې ولسمشر اوباما راتلونکي جنوري کې د کانګریس په غونډه کې دېته ډېر لیوال دی چې د مالي مرستو دا پروګرام کې تویسع کې وشي؛ ځکه چې دې سره د لکونو بې روزګارو لاس نیوی کيږي. د يادونې وړ ده چې د امريکا پخواني ولسمشر جارج بوش په ۲۰۰۸ د مالي بحران پرم مهال دا پروګرام پيل کړی و، چې په ترڅ کې به هر بې روزګاره ۱۶۶ امريکايي ډالر تر لاسه کول او د مالي بودیجې پر سر د شخړو له امله ياد پروګرام دريدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x