نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۵) – د اسلامي عمل یووالی وجوب

دکتور: فتحي یکن

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

پنځمه برخه (د تیري برخي لپاره دلته کلیک وکړئ)

په اسلامي عمل کې تعدد یوه نړیواله پدیده ګرزیدلې چې هیڅ یو وړوکی او لوی کنج او وطن او حتی چې د ځمکي په مخ هیڅ یو اسلامي ګروپ او ټولګۍ هم ورڅخه په امن نه ده.

کورئ چې هر ځای په لسګونه تنظیمونه، مؤسسې، ټولګۍ، طریقې او اسلامي ګوندونه وجود لري.

د مثال په توګه لبنان چې د مسلمانانو شمیر پکي له یوه نیم میلیون څخه زیات نه دی هلته په لسګونو اسلامي تنظیمونه فعالیت کوي چې ځیني یې عبارت دي له: الجماعة الاسلامیة، حزب التحریر، جماعة التبلیغ، جماد عباد الرحمن، جندالله، جمعیات مکارم الاخلاق الاسلامیة، جمعیة المقاصد الاسلامیة، جمعیة المحافظة علی القران الکریم، جمعیة التربیة الاسلامیة، جمعیة التوجیه الاسلامي، جمعیة الصلاح الاسلامیة، جمعیة البر والاحسان، جمعیة الشباب المسلیمن، المتجمع الاسلامي، حرکة التجمع الاسلامي، المجلس الاسلامي. ددې تر څنګ هلته ډیری طریقې او مختلفي صوفیانه ډلي هم وجود لري.

عجیبه دا ده چې د اسلامي مجال ( ډګر ) ځيني کار کوونکي تعدد یوه لسمه او برابره پدیده بولي او وايي دا پدیده د خلکو د زیات شمیر او زیاتي اندازې کار را نیوونکي او جلبوونکي ده.

ګویا لکه چې مسئله د پیروانو د زیاتوالي او پراخوالي وي، نه د کار او عمل د نوعیت او په اسلامي انقلاب کې د مؤثریت.

د تعدد خاوندانو دلایل:

په تعدد باندي قانع شوي خلک او په اسلامي عمل کې د تعدد مسئولین او هغه کسان چې د اسلامي تنظیمونو له وجود سره سره یې نوي اسلامي تنظیمونه جوړ کړي، د خپل دې کار د توجیه لپاره څه دلالیل وړاندي کوي، او که ووایو چې دا ټول دلایل همهغه یوه خبره ده نو له حقیقت نه به لیري نه یو تللی، په هر ترتیب دا ډول دلایل په لاندي ډول دي:

۱ـ د پخوانیو تنظیمونو کار او رول نور ختم شوی او اوس ددې وس نلري چې د اسلامي اهدافو د تحقق لپاره کار  وکړي.

۲- دغه تنظیمونه او ډلي د اسلامي عمل یوه اړخ ته زیاته توجه کوي او یوې څانګي ته په نورو څانګو باندي ترجیح ورکوي.

۳- ددې تنظیمونو به هکله ډیری شبهي او پوښتني وجود لري، نو د یوه نوي تنظیم جوړول خپل کارکوونکي او پیروان لدې شبهو او پوښتنو څخه بې غمه کوي.

۴- دې ډلو او تنظیمونو زیات اشتیباهات او خطاګاني کړي دي … نو نتیجه به څه وي؟

اوس که د دوهم، دریم، څلورم او … تنظیم له جوړولو وروسته ددې وړاندي شوو دلایلو نتیجه ولټوو او وپوښتو چې آیا د هغه لمړني تنظیم کار او رول نور ختم شویدی او آیا دې نویو تنظیمونو داسي څه کار کړی دی چې هغه بل نه ؤ ترسره کړی؟

آیا دا نوی را پیدا شوي تنظیمونه له خپل پیدایښت نه وروسته له اشتباهاتو او شبهاتو پاک دي؟

خو حقیقت که څه هم تریخ دی دا ثابتوي چې په اسلامي ساحه کې د نوي هر تنظیم له پیدایښت نه وروسته دا ټول دلایل یوه په بل پسې له مینځه ځي او ټول بې ځایه شمیرل کیږي ځکه چې: هغه تنظیم چې ګمان کوی له دې خطرونو او شبهاتو نه به خلاص وي نو ګورئ به چې له پیدایښت نه وروسته یې دا ټول په سر رالویدلي وي.

۱- کیدای شي دوی په دې ګمان سره دا هیره کړې وي چې د دښمنانو اصلی او اساسي هدف اسلام دی او د اسلام په خاطر کار کوونکي تر هر عنوان او نامه لاندي چې وي د یوه مشترک سرنوشت درلودونکي دي.

۲- هغه عیب چې نور یې پرې تورن کول اوس پخپله همدغه تنظیم پرې متهم او تورن دی او د تعدد دا اجازه ددې سبب شوه چې په اصطلاح د سموونکو حرکتونو په مخ دروازه پرانیستل شوې او د دا ډول حرکتونو زیات شمیر د شیطان کار دی ځکه نتیجه یې له نقاق او بیلتون پرته بل څه نه وي.

۳- په پای کې که دې نویو پيدا شوو تنظیمونو او اصلاح لپاره جوړ شوو حرکتونو کار ته وګورو نو و به وینو چې ددوی ټول کار د هغه لمړني تنظیم کوم چې دوی ورڅخه پیدا شوي له کار سره هیڅ برابري نه شي کولای.

نو راته ووایه چې په دې صورت کې اسلام ته څه ګټه ورسیده او هغه څه شی دی چې له لمړني تنظیم نه پاته وي او دوهم، دریم او څلورم تنظیم ترسره کړي وي؟

په اسلام او مسلمانانو باندي د تعدد اغیزي:

په اسلامي عمل کې تعدد نه یوازي دا چې هیڅ ګټه او بهره ورباندي مرتبه نه ده بلکه دې پدیدې پر اسلامي ساحه ډیري بدي اغیزي درلودلي چې ځیني یې دا دي:

۱- تعدد ډیرو مسلمانانو ته دا دلیل په لاس ورکړی چې د هغې پر استناد له تنظیمي ژوند نه اوږې خالي کړي او ددې ډیرو تنظیمونو او اتجاهاتو په مینځ کې ځانونه حیران وشمیري او ووایي په کوم یوه پسې لاړ شو؟

۲- تعدد اسلامي قوتونه تیت او پرک او کمزوري کړیدي او هیڅ وخت هم د اسلامي عمل د پرمختګ او قوت سبب نه دي شوي، بلکه هیمشه د نفاق او اختلاف سبب او د اسلامي عمل په هکله د شک او تردید د راولاړیدو سبب ګرزیدلي دي.

۳- تعدد دښمنانو ته ددې فرصت په لاس ورکړي چې په آسانۍ سره اسلامي اتجاه او عمل په جدا جدا توګه تصفیه کړي او کله هم داسي ندي شوي چې تعدد د خطرونو او دښمنانو په وړاندي د ثبات او ټینګیدو سبب شوي دي.

۴- تعدد یو د بل په وړاندي حساسیتونه راوپارول، د تنظیمي تعصب اور یې بل کړ او په دې سره یې پیروان یو له بل نه لا پسې لیري شول او ددې پر ځای چې تنظیمونه یو موټی د دښمن مقابله وکړي پخپل مینځ کې سره اخته شول.

۵- دا ددې سبب شوی چې ټول اسلامي تنظیمونه له خپلو اهدافو نه لري پاته شي او یو یې هم خپل ټاکلی مقصد ته و نه رسیږي.

په تحریکي سطحه د تعدد اغیزي:

په اسلامي مبارزه باندي تعدد ډیري بدي اغیزي کړیدي او ددې په نتیجه کې داسي ګډوډ اسلامي تنظیمونه رامینځته شوي چې اسلامي فکر او منهج ته یې ډیر زیانونه اړولي دي.

او ددې بدو اغیزو نه ځیني په لاندي ډول دی:

۱- د اسلامي منظم عمل په ځای د شخصي، فردي او یا شیخ په جامه کې د نوي پدیدې را مینځته کیدل.

۲- د اسلامي نړیوال عمل د یووالي او مرکزیت په بدله کې د منطقوي او سیمه ایزي پدیدې را پیدا کیدل.

۳- د عقیدوي او اصولي دوستۍ په ځای د ګوندي دوستۍ قائمیدل

۴- په اسلامي عمل کې د شمولیت او کلیت په ځای جزئیت خوریدل.

۵- ددې اغیزو تر ټولو نه څرګنده اثر دا دی چې هره ډله په همغه خطاګانو کې لویدلې په کومو کې چې نوري ډلي لویدلي وې. ځکه دې ډلي د نورو له تجربو نه ګټه نده اوچته کړې او دا کار ددې سبب شوی چې په اسلامي عمل کې تجربې هماغسي رواني وي؛ هوښیار هغه څوک دی چې له نورو نه عبرت واخلي، مؤمن خو له یوه غار نه دوه ځله نه چیچل کیږي.

د تعدد ریښتوني آثار او خلفیات:

حقیقت دا دی ټول هغه دلایل او اسباب چې دغه او هغه تنظیم یې د پخواني تنظیم له وجود سره د خپل قیام او جوړښت د توجیه او تبریر لپاره وړاندي کوي هیڅکله هم د قبول وړ نشي ګرزیدای ځکه دا ټول غیر شرعي، غیر منطقي او نادرست دي.

بله دا چې د تعدد د پدیدې ترشا نور ډیر اسباب او اثرات وجود لري چې ځیني یې په لاندي ډول دي:

۱- په اسلامي عمل کې د تعدد تر شا له پټو آثارو نه یو هم بین المللي اثرات دي کوم چې پدې او یا هفې نظامي ( تړون ) پوري اړه لري او هدف یې هم د اسلامي ساحې په زړه کې د اسلامي اصیل عمل ټکول دي.

د مثال په توګه کله چې انګریزانو وغوښتل د هند په نیمه قاره کې د ( احمد بن عرفان) تر مشرۍ لاندي را پورته شوی اسلامي غورځنګ وټکوي ، نو یې یو بل منحرف او کوټه تش په نامه اسلامي تحریک ( قادیانیت او احمدیت ) رامنځته کړ.

۲- د تعدد تر شا د پټو آثارو نه بل اثر د قدرت غوښتني او زعامت د حس غلبه او حاکمیت دی، هغه حس چې نه پریږدي اسلامي عمل یووالي ته ورسیږي ځکه یووالی د خدای لپاره اخلاص، د خدای لپاره قرباني او د خدای پخاطر د ځان او ذات هیرول او له نظره غورځول غواړي.

۳- د ځیني تعدد د پدیدو تر شا یو بل پټ اثر، مادي حس او د دنیوي ګټو لپاره حرص او طمعه ده. په دې زمانه کې په اسلام داسي ابتلاء راغلې چې اسلام ته ځیني منسوب کسان په اسلام باندي تجارت کوي او له همدې لاري خپلي ګتي تأمینوي.

بیشکه چې دا ډول خلک د اسلامي عمل یووالی نه مني ځکه بیا خو ددوی دکانونه تړل کیږي او شخصي ګټي او منفعتونه یې له خطر سره مخامخ کیږي.

په ډیر تأسف سره باید ووایو چې په لسګونو اسلامي ټولني دلته او هلته موجودي دي چې د مرستو او صدقاتو د راټولولو پخاطر یو ځل ژمی او بل ځل اوړی خلیج ته سفرونه کوي حقیقت دا دی چې دا هسي خیالي ټولني دي او داسلامي عمل په ساحه کې هیڅ حقیقي وجود او اثر نه لري….

نور بیا

ددې لیکني مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x