شعـــــرونه

د مشفق حريت مل نوی غزل

مشفق حريت مل

زموږ په سر سودا روانه ده خو موږ ناخبر
کيسه خرابه ده له خپلوانه ده خو موږ ناخبر

مونږه دې ومرو په سلګونو هيڅ خبره نه ده
وينه زما څومره ارزانه ده خو موږ ناخبر

په دې وطن کې له غربته څه نادودې وشوې
مګر د خان غَلَه پرېمانه ده خو موږ ناخبر

ددې ولس هره شيبه شيبه په غم ککړه
خو پاچا تک شين له خندا نه ده خو موږ ناخبر

څه د فيل غوږ کې مو ژوندون دی څه ساده خلک يو
نړۍ اوس بل ډول روانه ده خو موږ ناخبر

هغه سړی راته په دروغو قسمونه کوي
يوه خبر يې هم رښتيا نه ده خو موږ ناخبر

د پردې شاته پلان د مرګ مخامخ مينه کوي
زما دښمن دومره ناځوانه ده خو موږ ناخبر

چې مسلمان په کې تعقيب وي کافر خلاصې تڼۍ
دا پاچاهي بس بې ايمانه ده خو موږ ناخبر

مشفقه تږی يم د سولې، ازادۍ او امن
ژوند مې په دې هيله ستومانه ده خو موږ ناخبر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x