concord papers

د لوګر د کانکور لانجه او د هغې ترشا مرموز وجوهات !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له تیرو دریو ورځو راهیسې د لوګر ولایت   په زرګونو متعلمین  مظاهرې کوي او د  هغو کسانو محاکمه کول غواړي  چې؛ د دې ولایت د کانکور د آزموینې پاڼې یې اوبو ته اچولې دي

. د تیرې پنجشنبې په ورځ دکرزي د لوړو زده کړو وزارت  لخوا د لوګر ولايت له ٣٦٣٢ زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه،خو د دې پرځای چې دیادې آزموینې پاڼې او پورمې د کتلو لپاره په کابل کې د لوړو زده کړو وزارت ته ورسول شي  ، د بني حصار اوشیوکیو د ناپاکو اوبو په ویالو کې وغورځول شوې .

د کابل د رژیم مشر کرزي د خپل حکومت د ترټولو اساسي لاسته راوړنو له جملې څخه یوه دا لاسته راوڼه بولي چې په  سلګونو زره  نجونې او ماشومانو مکتب او ښونځي ته دتللو چانس پیدا کړی ، خوښاغلی کرزی په دې خبره سر نه ګرځوي چې د ده په نظام کې د دغو زده کوونکو له تعلیمي حقونوسره څومره بي پروايي کیږي .

د لوګر له  متعلمینو سره د کرزي د لوړو زده کړو د وزارت دغه غیر اکاډیمیک  چلند د زده کوونکو د حقونو د ترپښو لاندې کولو تر ټولو ژوندۍ بیلګه ده .

د لوړو زده کړو وزارت په ظاهره د دې کړنې لامل  د آزموینې نه شفافیت او په هغې کې د لوګر د زورواکو ، والي، ولایتي شورا او پارلماني وکیلانو مداخله بولي ، خو د هغوئ داخبره ځکه د توجیه وړ نه ده چې؛ د کانکور په آزموینه کې  د زورواکو دغه مداخله   او سرزوري خو  د هیواد په ټولو ولایتونوکې ترسره شوې .

اوس پوښتنه داده چې  د کرزي  په نظام کې یواځې همدا  دلوګر ولایت والي  او د ولایتي شورا رئیس  مفسد  او مداخله ګر کسان دي چې د دوئ د مداخلې له وجې د بیوزله لوګري متعلمینو امتحاني  پارچې او پورمې  اوبوته وغورځول شوې؟

که  ریښتیاهم د لوګرد کانکور دپاڼو غورځول  د زورواکو د مداخلې له امله وي نو هغه خو له کابله رانیولې  بیا دهیواد تر ټولو ولایتونو پوري  هرځای په  علني او عملي بڼه  ترسره کیږي .

د تیرکال په کانکور آزموینه کې د دای کونډي اوکابل  په ولایتونوکې له  ځینو مشخصو لیسو څخه ټول  زده کوونکي  د کابل پوهنتون معیاري پوهنځیوته  بریالي شول ، ایا هغه مهال هم د لوړو زده کړو وزارت  د دغوسیمو د کانکور آزموینې په اړه کوم غبرګون ښکاره کړ؟

په دې  کې هیڅ شک نشته چې  د هیواد  دنورو ولایتوو په څیربه  د لوګر دکانکور آزموینه  هم شفافه نه وي  ،خو د دې  حل د ا نه دی چې د متعلمینو امتحانې ورقې په  لاپروايي سره په ناولیو اوبوکې وغورځول شي ، بلکي باید  د مداخله کوونکو  او زورواکو  دمداخلې  او غیر قانوني کړنو مخنیوی  وشي .

اصلا  دلوګر د کانکور  په لانجه  کې د مداخلې او عدم شفافیت خبره  هیڅ مطرح نه ده ؛ ځکه د کرزي په  نظام کې  فساد او عدم شفافیت  دکار معیار ګڼل کیږي .  د یادولایت  د کانکور د لانجې   اصلي لامل   د دې ولایت  دخلګو عمومي نارضایتي  اومخالفت دی  چې  دکرزي له  حکومت سره یې لري او هغوئ یې هم د نا أمنه ولایت په نوم یاوي .

دکابل لخوا دنوموړي ولایت  اوسیدونکوته   له کانکوره ماسیواهم  دلانجو جوړولو هسي پلمي لټول کیږي او په مختلفو  ډولونو د هغوئ د ځورولو کوښښ کیږي چې د سږکال په جریان کې  د دې ولایت  د بیوزله ولس په خلاف  د کرزي  د دفاع وزارت  بیلابیل   پوځي  عملیات ، او هلته د ولسي خلګو ځورونې  ټول  دهمدغو پلمو  له  جملې څخه دي .

دلوګر د متعلمینو له  امتحاني  پاڼو سره د کرزي د حکومت عملکرد واقعا غیر اکادیمیک  برخورد دی چې  آساس یې  په ځانګړو مغرضانه  وجوهاتو بناء  دی،  لهذا د دغه ولایت  متعلمین حق لري چې  دخپلو ضایع شویو حقوقو د اعادي لپاره  په خپله لاس په کار او د  دې جنایت  له مرتکبینو څخه  خپل ضایع شوي حقوق  تر لاسه کړي . 

د نن ټکی آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د