دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۶)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

د اسلامي دولتونو د رئیسانو مسؤلیت

شپږ ویشتمه برخه: (په تېر پسې)

د اسلامي دولتونو رئیسان د ټولو خلکو په نسبت د اسلام په هکله چې څه شوي زیات مسؤلیت لري که وضعي قوانین یې مفتون بولي او د مسؤلیت بار نه ورباندې تحمیلوي نو اسلام یې نه عفوه کوي او دواړو مسؤل یې بولي او هیڅوک له دوی څخه نه منعه کوی چې دوی ته واقعیت ور واوروي او حقایقو ته یې سترګې وغړوي.

اې د رئیسانو ډلې!

حکومت او سلطه ستاسو په لاس کې ده، قوت ستاسې سره دی او تاسو کولای شئ، چې اسلام بېرته پخواني حال ته را وګرځوئ خو تاسو له اسلام څخه د خپلو اسلافو د کارنامو په مخالفت پوه ناپوه د هغوی په قدم خپل قدم کېښود او دا د اسلامي عالم (ضعف او د اسلامي عالم د نهضت د مخنیوي اولنی علت دی او اسلام ته چې هرڅومره ضعف راځي هغه ته راجع کیږي او که څومره قوت مومي پخپله ستاسې قوت دی، د دې پرځای چې امیران بادشاهان او رئیسان وبلل شئ، خو په یوه داسې جامعه کې چې د اسعمار پړی یې په غاړه وي او د استعمارچیانو د یوه واړه منصبدار په حکم هرې خوا ته ورغړوئ او تل لپاره د ریاست په پرده کې غلامان اوسئ دا تاسو ته ډېره غوره ده چې پخپله اسلامي قوي او کلکه ټولنه کې د یو عادي فرد په حیثیت ژوند وکړئ.

اې د رئیسانو ډلې!

تاسو پخپل منځ کې سره جلا او مړي یاست او تاسو ته دا ښه ده چې سره یو لاس او یو قوت شئ د دې پرځای چې ټول د استعمار لاندې د ذلت او سپکتیا ژوند وکړئ، دا ښه ده چې ځینې د ځینو نورو اطاعت وکړئ او سره متحد او متفق شئ.

اې د رئیسانو ډلې!

تاسو تر هرڅه لومړی مسلمانان یاست نو اسلام ته د هر څه نه په لوړه سترګه وګورئ د خپل حکومت اساس یې وګرځوئ او په خپلو ځانو ورته په حکومت او حکمیت قایل شئ، اسلامي دولت په اسلامي مبادیو ودروئ او خپل ځانونه د اسلامي دولت د جوړولو په لار کې خنډ او ډبره مه ګرځوئ، ځکه تاسو بالآخره فنا لرئ او له مرګ څخه وروسته خو بې د جنت او دوزخ څخه بل څه نشته او تاسو یوه ته هم مال، اهل او ملک کومه ګټه نشي رسولای.

یواځې د ګټې لاره داده چې نېک عمل وکړئ او د خدای جل جلاله امر ته اطاعت ولرئ او دا تاسو ته خورا غوره ده، چې تاریخ مو د اسلامي دولت په بیا ودانولو کې یاد کړي او ولیکي چې تاسو د خپلو شخصي اغراضو لپاره د یوه اسلامي دولت په جوړولو کې کوم ځنډ او خنډ نه دی پیش کړی او د اسلام او مسلمانانو پرخلاف اوضاعو ته مو اقدام نه دی.

او دغه کار بې له دې څخه چې خپل عزم کلک کړئ او خپل نفسونه تر خپلې ادارې لاندي راولئ، بل هېڅ کوم څیز ته ضرورت نه لرئ. نو که پخپلو ځانونو زورور شوئ په هر څه غلبه ستاسو په برخه ده او که د خپلو شخصي ګټو ترمخې مات او کمزوري شوئ، نو مسلمانان به همدا شانې ګرد د ذلت او ناتوانۍ په کنده کې پراته وي.

په تاسو او نورو مسلمانانو به قوي نامسلمانه خلک سلطه وکړي، استعمارچیان به مو ډاروي او د نفوذ څښتنان دولتونه به هم او هم نور مسلمانان ګرد چوروي او د هر ډول درنښت او انساني کرامت څخه به بې برخې پاتې شئ استعمارچیان په دې پوهیدلي چې قوت په یووالي کې دی.

او څوک چې قوت لري هغوی غلبه کوي، نو تاسو هم باید سره یو لاس شئ او خپل برم بېرته لاسته راوړئ.
اې د اسلامي ممالکو مشرانو!

په اماره او سلطنت حرص مه کوئ او په القابو او تاجونو مه خوښېږئ، ځکه همدغه حرص مسلمانان ذلیله کړل، اسلامي روحیه یې پکې کمزوري کړه، ټوټه ټوټه مملکتونه یې ورڅخه جوړکړل، په داسې وړو دولتونو یې وویشل چې نه خو د دښمن جواب ویلی شي او نه خپل حقوق ساتلی شي، تر دې چې مسلمانان د هومره ډېر والي سره د هومره پراخه هیوادونو سره او هومره کاریګرو او خامو موادو سره او د سردارۍ او عزت د اسبابو باوجود بیا هم د ځمکې په سر کمزوري، سپک او ورک شول او نور دولتونه ورته کوم اهمیت نه ورکوي.

او که خپل منافع، خپل منصبونه، خپل عالي القاب او سلطنت درته ډېر ګران وي، نو بیا هم باید د وحدت او یووالي لاره ونیسئ او ټول اسلامي ممالک سره یو لاس شئ، تر څو مسلمانان پیدا کړئ او غلبه یې په برخه شي.

اې د اسلامي دولتونو رئیسانو!

ستاسو القاب او منصبونو تاسو له خدای جل جلاله څخه نه شي خلاصولی او خدای جل جلاله ارو مرو ستاسو او ستاسو له اسلافو څخه د اسلام او مسلمانانو پوښتنه کوي او زره په زره به مو د هغه اسلام په برخه کې مسؤل کړي، چې ستاسو په ولسونو کې ناآشنا شو، په حکم کې مو شاته وغورځاوه او د هغو مسلمانانو پوښتنه به درڅخه وشي چې تاسو یې وحدت په تفریق بدل کړ، ټوټې ټوټې د بې سارې تفرق د ورک شوي کرامت او د هغو هیلو ممثلین جوړ کړل چې باکرامته سړی ذلیله کوي، پهلوانان څملوي او هم د دغو هیلو بالاتر د سردارانو او عالي شخصیتونو په پوزو کې مهارونه اچول کیږي.

اې د اسلامي دولتونو رئیسانو!

په اماره او سلطنت حرص مه کوئ، ځکه حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمایلي:

(انکم ستحرصون علی الامارة وستکون ندامة یوم القیامة، فنعم المرضعة وبئست الفاطمه).

یعنې زر دی، چې تاسو به په امارت حرص وکړئ او زر دی، چې هغه به د قیامت په لویه ورځ ندامت او د پښیمانتیا سبب شي، ښه مرضعه (تي ورکوونکي) او ناوړه فاطمه (د تي څخه بیلوونکی) همدا امارت دی. یعنې امارت چې څومره خوږ ښکاري هومره تریخ هم دی او خورا بده نتیجه هم لري.

په دې باور وکړئ، چې امارت امانت دی، که چا په حقه واخیست او حقوق یې پوره ادا کړل، نو د قیامت په ورځ به سالم پاتې شي. نو امانتونه خپل اهل ته وسپارئ، ځکه چې الله تعالی یې در څخه پوښتنه کوي او هغه واقعه خو در یاده کړئ، چې ابو ذر رضی الله عنه د رسول الله صل الله علیه وسلم څخه غوښتل تر څو یې امیر مقرر کړي، نو رسول الله صل الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

(یا ابا ذر انک ضعیف و انها امانة، و انها یوم القیامة خزی و ندامة، الامن اخذها بحقها و ادی الذی علیه فیها).

اې ابوذره رضی الله عنه! ته کمزوری یې او امارت خو امانت دی او دغه امارت بې له هغه چا څخه چې په حقه یې لاس ته راوړي او بیا یې ټول حقوق وساتي او ادا یې کړي، نور هر چا ته د قیامت په لویه ورځ د رسوایۍ او ندامت وسیله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x