دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۷)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

د اسلامي علماؤ مسؤلیت

اسلامي علماء زموږ د موجوده او اسلام ته چې څه پېښ شوي دي، د دې ګناه ټولو ګناه په غاړه کوي. دوی ته د استعمارچیانو او استعمار پېټی هم ور په شا دی او دوی د حکامو او حکومتونو او هغو عوامو په برخه کې هم مسؤل دي، چې له اسلام څخه نا خبره پاتې دي.

اسلامي علماء د دې وړ دي، چې د دې ټولو نسبت ورته وشي، ځکه دوی خو کله د استعمار ملاتړ کړی او کله یې ځان غلی نیولی. کله خو له اسلامي حکومتونو سره (د هغو په غیر اسلامي رویو کې) مرسته کوي او کله ورباندې سترګې پټوي او غلي کښېني.

دوی عام خلک له اسلام څخه بې خبره پرېښودل او ویې نه پوهول چې اسلام څه مقصد لري او اسلامي روحیه یې پکې ونه روزله.

اسلامي علماء د همدغه وضعیت په اثر د مسلمانانو او اسلام تر منځ پرده شول، ځکه دوی مسلمانانو ته د استعمار او استعمارچیانو په هکله احکام بیان نه کړل، دوی د هغو حکومتونو احکام ور ونه ښودل چې د استعمار ملاتړ کوي او له استعمارچیانو سره د دوستۍ لاس ورکوي.

نو له دې کبله چې عامو په نظر کې اسلامي علماء د هغو شیانو په باره کې چې له اسلام سره سم نه وي غلي نه کښیني او چې څه نه وایي ممکن دا به هم له اسلام څخه خلاف نه وي، نو ځکه یې استعمار ته ځانونه غلي کړل او همدغه ډول د اسلام پرخلاف اسلامي حکومتونو ته یې د اطاعت سرونه ټیټ کړل او د اسلام د ضایع کیدو په لاره کې یې ورسره مساعدت او مرسته وکړه.

اسلامي علماؤ خپلې سترګې پټې کړې، خولې یې وتړلې، ګوتې یې په خپلو غوږونو کې د ننه کړې او له اسلام څخه ویده او خوبولي شول، چې تر شا یې نور مسلمانان هم د غفلت په خوب ولویدل او دا خیال یې وکړ، چې اسلام ته کومه پېښه نه ده شوې، که نه ولې به اسلامي نامتو علماء ور څخه بېلیدل.

اسلامي علماء یوه ډېره اوږده زمانه له اسلام څخه ویده پاتې شول. دوی له هغو اوضاعو سره مبارزه ونه کړه، چې له اسلام څخه یې مخالفت درلود او نه یې د هغه حکم په محوه کولو کې کوښښ وکړ، چې له اسلام څخه مخالف وي او یو ځلې هم د دوی لپاره سره را غونډ نه شول، چې خلک او حکومت د اسلامي احکامو په لوري رجعت ته وغواړي، حکامو په مظالمو لاس پورې کړ، حرام یې حلال وبلل، ناحقه وینې یې توی کړې، د خلکو په ناموسونو یې تیری او تعرض وکړ، په ځکمه کې یې فسادونه خپاره کړل او له الهي حدودو څخه یې تجاوز وکړ.

خو اسلامي علماؤ ځان ونه ښوراوه او نه یې د مظالمو او نورو فسادونو په مقابل کې خپل قهر او غوسه ښکاره کړه، ګویا چې اسلام له سره له دوی څخه کوم عمل نه غواړي او نه ورباندې کوم څیز فرضوي، نه یې امر بالمعروف او نهې عن المنکر مکلف ګڼي او نه خو حکامو ته نصیحت او له هغوی څخه بېرته اسلامي احکامو ته د رجعت په مطالبه مامور دي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x