د حلب په غمیزه د اسلامي نړۍ چوپتیا په تاریخ کي ثبت شوه

لیکوال: قیس محمدي
ژباړه: مصطفي احمدي

د حلب ښار د سوريې په جنوب کي موقعیت لري چي د سوريې له ستراتیژیکو، اقتصادي او مهمو ښارونو څخه ګڼل کېږي، حلب ښار د اسلامي تاریخ په نصوصو کي ځانګړی مقام لري، د دې ښار یادونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کي هم راغلې ده. همدا رنګه د حلب ښار اوسیدونکي هم ځانګړې زړورتیا او پوخ استقامت لري، د کوم کار لپاره چي اقدام وکړي تر هغه چي يې ساه په تن کي وي د هغه کار د ترسره کولو لپاره مبارزه کوي.

په ۲۰۱۱ عیسوي کال کي چي کله د عربو پسرلي (عربي پاڅونونه ) له تونس څخه پیل شول ډېر ژر يې لړۍ سوريې ته هم ورسېده، د سوريې د مسلمانانو د لاریونونو لړۍ پراخه شوه، د بشارالاسد حکومت لاریونونه په پوره زور او وحشت سره وځپل.
د حلب مسلمانان د خپل هدف د تر لاسه کولو لپاره د همت ملا وتړله؛ هغه دا چي د بشارالاسد نظام نسکور کړي او په ځای يې یو داسي نظام قایم کړي چي په صحیح معنی اسلامي وي، مګر لوېدیځ چي په سر کي يې امریکا وه، وتوانیده چي په عربي انقلابونو کي مداخله وکړي او له خپلو ګټو سره سم يې مسیر ته تغیر ورکړي، خو په سوریه کي په خاصه توګه بیا په حلب کي دوۍ ونه توانېدل چي دا انقلاب له خپلو ګټو سره سم وڅرخوي، فکر يي وکړ چي لکه نور عربي هیوادونه دا انقلاب به هم خنثی کړي.

د حلب مجاهدو مسلمانانو هغه اخلاص چي له الله تعالی سره يې درلود ډېر ژر وکولای شوای چي لويي لاسته راوړني ولري، حلب ښار يې د بشارالاسد د نظام له منګلو څخه خلاص کړ او خپلي لیکي يې له ښار څخه د باندي نورو سیمو ته وغځولې، د بشارالاسد د نظام ستني يې ولړزولې، د زمانې څرخ د مجاهدینو په ګټه څرخېده، مجاهدینو لحظه په لحظه د خپلو بریاوو خوښۍ لمانځلې؛ خو د اسلامي حاکمیت تور زړه دښمنانانو کفارو او تش په نوم مسلمانانو دا حالات ونه زغملای شوای، له خپلمنځي مشورو او جوړ جاړي وروسته يې د مجاهدینو په خلاف پراخه جبهه جوړه کړه، په حلب ښار يې وحشیانه بریدونه پيل کړل.
د ۲۰۱۶ عیسوي کال په اخیري میاشتو کي په حلب د ویني څښونکو روسانو، امریکایانو او د بشارالاسد د نظام له لوري درنو بمباریو او د توپخاني بریدونو زور واخست، له هوايي بریدونو سره هم مهاله د بشارالاسد د فوځ، ایراني، کردي، افغاني شیعه ملیشو له لوري ځمکني عملیات پیل شول.

په وړاندي يې مسلمانو واکمنانو چي ستر نظامي ځواکونه او تجهیزات يې لرل حتی اتومي وسلې يې په واک کي لرلې نه یوازي دا چي د حلب مظلومو مستضعفو مسلمانانو دفاع یې ونه کړه، بلکي د حلب د ماشومانو، مېرمنو او سپین ږیرو د ډلیزو وژنو لپاره يې خپلي نظامي اډې کفارو ته په اختیار کي ورکړلې او په خپله د کفارو له لوري د عامو وژونو نندارې ته کیناستل؛ د حلب د مسلمانانو د ژغورلو لپاره يې معمولي عکس العمل هم ونه ښود، ویاړ په هغو مجاهدینو چي تر خپلي اخیري مرمۍ پوري يې خپل سنګرونه پرېنښودل او د خپلو مقدساتو او ناموس د ساتني لپاره يې د شهادت تر بریده مقاومت وکړ.
افسوس د اسلامي نړۍ په مزدورو واکمنانو؛ آیا ترکيې، پاکستان، سعودي عربستان، مصر… . خپل ټول فوځونه او تجهیزات د کومي بلي ورځي لپاره ساتلي دي؟
که دوۍ خپل ټول هغه فوق العاده نظامي اسباب چي دوۍ ته الله تعالی د خپلو سپېڅلو مقدساتو او نوامیسو د ساتلو لپاره ورکړي ، د خپلو بادارانو د خدمت لپاره ساتلي دي تر څو د هغوۍ ګټي خوندي کړي؟
بلکل! اسلامي نړۍ او تاریخ به د دې ذلیلو او بزدلو واکمنانو د ذلیلي چوپتیا شاهد وي، چي د دومره واک او سترو نظامي ځواکونو په شتون کي بیا هم د غربي کفارو او روسي ځناورو له لوري د حلب مسلمانانو په عامه وژنه چوپ پاتي شول او هیڅ کوم معمولي اقدام يې هم د دوۍ د ژغورولو لپاره ونه کړ؛ مسلمانان باید پوه شي چي دغه واکمنان په هیڅ ډول د دوۍ په خیر نه دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شاکر مموزی
میلمه
شاکر مموزی

په قلم او فکر مو برکت شه ښکلې لیکنه او ژباړه موکړې ده ، حقیقت دی چې مسلمانه نړۍ به د الله په حضور کې د حلب د معصومو ماشومانو او بې وزلو مېرمنو د شهیدانولو په ستر ناورین د چوپه خوله پاتې کېدلو په وجه ملامته او د الله له پوښتنو سره مخامخ کیږي .
حسبنا الله ونعم الوکیل.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

شاکر مموزی صاحب سلامونه می ومنه ! د اسلامی نړی نوم پاتی جسم او روح یی خخه شوی ، تاسی اسلامی نړی د سعودی ، اماراتو ، اردن ، عمان او بحرین باچاهانو ته وایاست ، که د پاکستان افغانستان ، ایران او ترکیی غلامانو ته وایاست ، افریقایی هیوادونه خو په لاسپوڅو کی هم نه شمیرل کیږی او که د مرکزی اسیا غلامانو ته یی وایاست ، اسلامی نړی چیری ده ، څه چه اسلامی نړی پاتی ده ، هغه په حلب او افغانستان کی جنګیږی ، همدغه یی یادونه ده ، هغوی په خپلو مالونو ، ځانونو او… نور لوستل »