افغانستان

د جنرال دوستم دفتر: د څارنوالۍ د جلب حکم ناقانونه دی

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، مرغومی ۲، ۱۳۹۵ل): د ایشچي د قضیې په تړاو د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم له دفتر څخه په غبرګون کې ویل شوي چې د نوموړي په اړه د څارنوالۍ د جلب حکم هیڅ قانوني حیثیت نه لري، ځکه یې هغه ردوي.

د ولسمشر پر لومړي مرستیال تور دی چې خپل سیال اوزبک مشر انجینر احمد ایشچي یې په غیر قانوني توګه په بند کې ساتلی، شکنجه کړی یې دی او د جنسي تېري هڅه یې باندي کړې ده.

ایشچي څه موده مخکې په شبرغان ښار کې د اوزلوبي له میدانه د دوستم کسانو ونیوی او بیا یې د ۱۶ ورځو لپاره په بند کې وساتی.

نوموړی وايي چې په دغه موده کې ۵ ورځي یې د جنرال دوستم په کور کې تېري کړې چیري چې تر نورو وهلو ډبولو تر څنګ بې عزته هم شو، لوڅ شو او د جنسي تېري هڅه یې وشوه.

د لومړي مرستیال د دفتر په وینا لویه څارنوالي دا واک نه لري چې د ولسمشر لومړی مرستیال جلب کړي.

د جنرال دوستم ویاند «ته ینج» رسنیو ته ویلي چې په اساسي قانون کې د ولسمشر مرستیالانو ته د سزا ورکولو په اړه څه نشته، ځکه باید د ده سره هم د اساسي قانون د ۶۹مي مادې له مخي چلند وشي.

د اساسي قانون په یاده ماده کې راغلي: «نهه شپېتمه ماده: په بشري ضد جرمونو، ملي خيانت يا د جنايت په ارتكاب باندې د جمهور رئيس اتهام د ولسي جرګې د ټولو غړو له درېيو څخه د يوې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې دا غوښتنه د ولسي جرګې د ټولو رايو له درېيو څخه د دوو برخو د رايو له خوا تاييد شي، ولسي جرګه د يوې مياشتې په دننه كې لويه جرګه دايروي.

كه لويه جرګه منسوب شوى اتهام د ټولو غړو له درېيو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، ولسمشر له دندې څخه ګوښه او موضوع ځانګړې محكمې ته سپارل كېږي.

ځانګړې محكمه د ولسي جرګې له درېيو غړو، د سترې محكمې له درېيو غړو چې لويه جرګه يې ټاكي او د مشرانو جرګې له رئيس څخه جوړېږي. دعوى د هغه شخص له خوا چې د لويې جرګې له خوا ټاكل كېږي، اقامه كېږي. په دغه حالت كې د دغه اساسي قانون په (اوه شپېتمه) ماده كې راغلي حكمونه تطبيق کېږي».

د لويي څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي منلې چې د ایشچي د قضیې په تړاو یې د جنرال دوستم دفتر ته د جلب حکم صادر کړی، خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

نوموړي ویلي، د قانون له مخې څارنوال دا حق لري چې د یوې قضیې د څیړلو لپاره تورن کس ته استعلام یا جلب واستوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د نړي ټول وحشیان او ظالمان قضایی مصونیت لری ، د خلکو کونی د دوی د جنسی تیریو او څیریدو د پاره قانونی ده دیموکراتیک اساسی قانون کی له اوله تر اخره ورته ځای ورکړی شوی مګر غنی ، دوستم او نور یی چه د دغو کړنو مرتکب دی قانونی مصونیت لری حتی د پلتنو او پوشتنو حق هم څوک نه لری که یی کوی قانونی سرغړونه ده او که د افغانستان په قانون کی ورته کومه کمزوری ماده پیدا هم شی د اشغالګرو د قانونو له مخی هغوی قضایی مصونیت لری دغه ته د ځنګل قانون وایی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x