نظــر

هدفي وژني: طالبان د پنځلسو هيوادو د جاسوسي کړيو لخوا وژل کيږي

د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو اوو  لوړپوړي مشران وژل شوي دي. ويل کيږي چې سي ای اې، افغان ملي امنيت، ايم ای ۶، د هند او اسرايلو په ګډون د پنځلسو هیوادو استخبارات د دغو طالب مشرانو په هدفي وژنو کې محوري رول لري.
ويل کيږي چې وژل شويو طالبان د مقاومت په صفونو کي مهم رول درلود. ځينې سرچينې وايي چې په قطر د مذاکراتو له ناکاميدو وروسته سي ای اې د پنځلسو هیوادو له جاسوسي کړيو سره په ګډه په کوټه، پيښور، اسلام اباد او نورو ځایونو کې د طالبانو هدفي وژنې پيل کړي دي. تېر اکتوبر په کنړ ولایت کې مشهور جهادي قومندان حاجي دوران د امريکايانو لخوا شهید شو او له دې لږ وروسته د حاجي دوران ورور مولوي قیس هم د هدفي وژنې ښکار شو.

 ويل کيږي سي ای اې  د سیميزو جاسوسي کړيو په مرسته اول د طالبانو د اوسیدو ځای مالوموي او وروسته ورپسې وژونکې ډلې د قتل په خاطر ټاکل شوي ځای ته ځان رسوي. د ۲۰۱۳د نومبر په ۱۱مه نيټه د مولوي جلال الدین حقاني زوی ډاکتر نصیر په اسلام اباد کې د ورته هدفي وژنې ښکار شو. د پاکستان ARYتلویزون د يو سیاسي پروګرام چلوونکي مبشر لقمان  و ويل چې د ډاکتر نصیر له وژنې ۱۵ منټه وروسته د کابل رادیو او ۴۰ دقیقې وروسته امريکايي رسنیو د ډاکتر نصیر د وژنې خبر خپور کړ.

د پاکستان داخله وزیر چودهري نثار د ډاکتر نصیر د قتل د پلټنې اړوند يو پلاوی ټاکلی خو د دوه میاشتو په تېريدو تر اوسه په دې اړه څه پرمختګ نه دی شوی. د خیبر پښتونخوا په اکوړي سیمه کې د ډاکتر نصیر له فاتحې وروسته په هماغه ورځ څو شکمنو وسلوالو د طالبانو مشهور قومندان قاري بریال په ګډون د څو طالب مشرانو د وژلو کوشش وکړ خو قاري بریال سره له ملګرو له دې پيښې روغ ووتل.

همدا رنګه د سمبر په ۲۷ په کوټه د طالبانو يو بل مهم غړی مولوي نور الله هوتک هم په کوټه کې د نامالومو وسلوالو لخوا و وژل شو.

ويل کيږي چې د سي ای اې په شمول د پنځلسو هيوادو جاسوسي کړۍ د طالب مشرانو ځایونه مالوموي او بیا يې د اجرتي قاتلانو په واسطه وژني. له هغه وخته چې د ملي امنيت مشر اسدالله خالد پخپله دنده وګمارل شو د طالب مشرانو هدفي وژنې پيل شوي.

د ځينو سرچينو له قوله په کوټه کې قومندان رازق او په خيبر پښتونخوا کې د سیاف وراره او د کابل بدمعاش ممتاز او د حاجي زمان خوږياڼي زوی جاوید زمان چې د پاکستان له استخباراتو سره هم لارې لري؛ د طالبانو د هدفي وژنو دندې پر غاړه لري.

امريکا فکر کوي چې د داسې وژنو مصرف کم او لاسته راوړنه يې ډېره ده او پر امريکا يې د وژلو پړه هم نه راځي.

د یادونې وړ ده چې د ځینو مبصرینو په قول د دې وژنو په نتيجه کې به د طالبانو قیادت داسي مشرانو ته په لاس ورشي چې د نړۍ له هيڅ  قوت سره به د خبرو اترو پلوي نه وي او د هغوی په موقف کي به نور هم شدت راسي.

دا لیکنه په لږ زیاتوني د امت (پاکستانی) اخبار د راپور څځه ژباړل شوې چي لینک یی لاندي دی:

http://www.ummatpublication.com/2013/12/31/images/story4.gif

عبد الستار خوږیاڼی ، کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x