شعـــــرونه

غزل/ محمد غني څاروان

محمد غني څاروان

موږه د مینې په سیالي کې تر اسمانه رسو
ځان سوځوو موخه مو دا چې تر یزدانه رسو

ویاړو چې نن مو پروني مجنون ته ماتي ورکړه
له دې بریا سره به یو ځای تر رضوانه رسو

موږ مینان د عشق په لار کې پولې نه پېژنو
د عشق د لارې لاروي به تر جانانه رسو

پتنګ یوازې خپل بدن په لمبو وسوځوي
موږ ځان، رقیب په سوځولو تر رحمانه رسو

هغه کاروان به تر جانانه څنګه نه رسېږي
چې له څاروان سره په مینه تر سبحانه رسو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x