
غزل/ عبدالله ريحان
عبدالله ريحان
مینې!پوهیږې چې نن بیا تر عرشه ورسیده
زما په روح کې دې مانا تر عرشه ورسیده
یوخو يتمې اوښکي نغاړي په څپو کې نړۍ
بل د شهيد لالي اروا ه تر عرشه ورسيده
نور خو بيلتونه راته مه راوړه يادونه د يار
له هر ياد سره ژاړه تر عرشه ورسيده
خداى به دې راولي جانانه نا اميده نه يم
بيګاه مې لپو نه دعا تر عرشه ورسيده
نور به راړنګې شي ظالمه ستا دقصر ستنې
د یوې بورې مور ښيرا تر عرشه ورسيده
په خوب كى راشي قسم راكړي اى ريحانه وايي
زما د تاندو هيلو ورا تر عرشه ورسيده