دیني، سیرت او تاریخ

قرآن یو جامع کتاب دی

عبدالعزيز حقمل

یو مسلمان ډاکټر قیصه کوي ما په برطانیه کی یوی شفخانه کي کار کوه له مونږ سره یو انګریز ډاکټر وه ده به هره ورځ راسره چیړ کوه ، چی تاسی وایي قرآن یو جامع کتاب دی چی هر څه پکی شته ،ما ورته وویل چی هو دا صحیح ده هر څه پکی شته ، ورته ومی ویل واوره ډاکټر صاحب زمونږ د قرآنکریم کمال دادې هرکله چی د دنیا هر قانون په یوه مسله کی پاتي راشی نو هغه مسله بیا قرآن حل کوی ( کوم ځای کی چی د دنیا قانون بند شي هلته بیا د قرآنکریم ابتداء شروع کیږی ) ، انګریز راته کړه چی بیا یي وخت راغې نو درنه تپوس کوم !! ما ورته وویل چی صحیح ده .

هلته داسي قانون دی چی د هري ښځی ولادت به په شفخانه کی کیږي ، کله چی ماشوم پیدا شي بیا یي ماشین کی کيښول کیږی د څه وخت پخاطر او دا کار څه خاص کسان کوي ، هر ماشوم به په نمبر کیښول کیږی کوم نمبر یي چي د مور وي .

څه ورځي تیري شوي دوه زنانوی راغلي د یوي هلک پیدا شو او د بلي انجلې پیدا شوه ، پدی وخت کی دا کسان نوه چی دا ماشومان ماشين ته انتقال کړی، یو ډاکټر دا ماشومان ماشین کی کیښول ، کله مو چی ماشومان بیرته مور ته راوړل نو نمبر یی په ماشومانو نوه وهلي اوس ټول شک کی وه چی کوم یو ماشوم د کومی یوی مور ده ، پدی وخت کي انګریز را غږ کړ چی مسلمانه راشه انګریزی قانون پاتی راغلي اوس ستا وخت دي ، ما ورته وویل چی زه خو عالم د دین نه یم خو د یو عالم نه به پوښتنه وکړم ، جامعة الاذهر ته می زنګ ووهه او ټوله قضیه می ورسره شریکه کړه هغوی راته وویل نور نه پوهیږو چی دا ماشومان څنګه معلوم کړو خو دومره واوره الله تعالی فرمایي : للذکر مثل حظ الانثیین .

ژباړه : د یوه نارینه برخه د دوو ښځو په اندازه ده ، النساء – ۱۱

ما ورته کړل چي کار وشو مننه ، راغلم انګریز می له ځان سره واخیست ، د دواړو مورګانو د سیني شیدي مو رواخیستي او لابراتوار ته راغلو هلته مو شيدي وکتلي ( معاینه ) مو کړلي په یوه کي ویټامین ډبل وو او په بل کي سینګل ویټامین وو ، انګریز ته مي وویل چی زمونږ قرآنکریم کی هر څه شته ، ډبل ویټامین چی ده دا د هلک لپاره دی او سینګل ویټامین د انجلې لپاره دي ، انګریز راته کړل چي څه پوه شوي ؟؟؟

ما ورته وویل چي الله تعالي په قرآنکریم کي فرمايي :  للذکر مثل حظ الانثیین .

ژباړه : د یوه نارینه برخه د دوو ښځو په اندازه ده ، النساء – ۱۱

نو ځکه نر ته به په نسبت د دوو زنانوو دوه حصی ملاویږي ، انګریز ډاکټر همالته سر ته ټس ورکړ چي مونږ ټول ژوند تحقیقات کوو چی یو واقعي شي لاس ته راوړو لکن په قرآن کی کلونه کلونه وړاندي دا لیکل یا ثابت شوي دی او بیا پداسی یو ثقه قانون باندي مونږ ریشخند وهو دا انګریز ډاکټر همالته مسلمان کیږی.

غیر مقلدین هم همداسي سوال کوي !!

لدینه بحث نکوم چی غیرمقلد څه دی او نغواړم چي مشابهت ورکړم له کومي یوی ډلي سره هغه معلومداره خبر ده چي څوک دي ،مګرهمیشه مقلد د بدعتي یا د مشرک په نامه مسمی کړي او کوي یي  دوي همیشه ورته سوالونه کوي لکه داسي سوالونه:

غیر مقلدین هم ډیري وخت په مقلدینو باندي نقد کوي چي په قرآن او نبوي احادیثو کي هر څه شته نو ضرورت تقلید ته څه ده چي تاسي یي کوي ؟؟

نو مونږ په جرئت ویلې شو چي په قرآن کي هر څه شته لکن استنباط او استخراج ته ضرورت دی ، مثلا په ځمکه کي اوبه شته خو د هغه استخراج یا راویستلو اسبابو او وسایلو ته ضرورت شته تر څو پوري یي په ژوند کي استعمال کړو .

نو مونږ دوي ته وایو چی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي حوادث کم وو نو استنباط یا استخراج ته ضرورت نوه ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم حاضر وه ،پاتی شوه د صحابوو زمانه پدی زمانه کي هم حوادث کم وو خوبعضی بیا داسي حوادث سره مخ شول چي هغه حوادثو ته یي د حل لار کتله لکه د قرآنکریم لیکل وو ، نو دوی ته مونږ وایو چی د قرآن د لیکلو په باره کی یو آیت یا یو حدیث  راوښیی ، دلته خپله دوی په تقلید کی ګیر راځی او همداسی د قرآنکریم د اعرابو په باره کی نه کوم آیت یا حدیث شته دلته بیا دوی تقلید وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x