fbpx

د سټراټيژۍ، ډېپلوماسۍ او پاليسۍ، پېژندنه او توپير

شمس رحمانزى – پونه، انډيا

په سياسو بحثونو، لېکنو، مناظرو او خبرونو کې، ډېر ځله داسې اصطلاحات اورو چې په اسانۍ سره يې تفکيک نشو کولاى. او يا هم نوموړي اصطلاحات پرته د مفهوم له توپير څخه کاروو، چې په انګليسي کې ورته Interchangeable وايي. يعنې مترادف کلمات دې چې د يو پر ځاى د بل کارونه، په مفهوم او عمومې لېکنه کې پېچلتوب او ستونزه منځ ته نه راوړي.

خو ټولې کلمې او اصلاحات دا ډول ندي. ښايي ځيني کلمې او اصلاحات په لغوي مانا کې په مترادف ډول وکارول شي خو په تعريف او اصلي مفهوم کې له يو بل څخه ژور توپير لري.

د بېلګې په ډول:

– د افغان دولت پاليسي ضعيف ده.

– مونږ بايد په ډيپلوماسۍ دغه موضوع حل کړو.

– د راتلونکي لپاره څه پاليسي لرى؟

دې، دا ډول کلمو او اصطلاحاتو له ډلې دلته په درو ورته سياسي کلمو خبرو کوو. پېژنده، ورته والى او توپير يې ګورو.

1- سټراټيژي: سټراټيژي علم او هم هنر دى. سټراټيژي هغه دقيق، په فکر سره او ځانګړى پلان او مېتود دى چې، اوږد مهاله موخې او ګټې پرې حاصليږي. سټراټيژي د پلان لوړ ډول دى. چې ډېر ځله په سختو او بې ټېکاوه شرايطو کې ورڅخه کار اخېستل کيږي. پلان او سټراټيژي هم د توپير څخه خالي ندي. پلان بيا د موادو او وخت په نظر کې نېولو سره، هغه مسلسلې برخې دي چې، ځانګړي موخه پرې سرته رسو او يا يې لاس ته راوړو. که په لنډول ووايو نو سټراټيژي، اوږد مهاله او د پلان لوړ ډول دى.

2- ډېپلوماسي: هغه مهارت دى چې د نورو خلکو سره د تعهد، معاملې او خبرو اترو لپاره په سوليز ډول پايله ورکوي. د دښمنۍ، خوابدۍ او بد احساس مخنيوى کوي.

په نړيوالو اړيکو کې ډېپلوماسۍ بيا تر ډېره سياسي اصطلاح ده. داسې يې تعريف کوو.

د هېوادنو ترمنځ خبرې اترې، او د خبرو اترو پر مټ د ستونزو او ننداريو حل ته ډېپلوماسي وايي.

بېلګه: له پاکستان سره د تورخم ستونزه په ډېپلوماسۍ سره حل کيداى شيعه شيعه شيعه . په ډېپلوماسۍ کې ډېر قوي رول خبرې او مذاكرات لوبوي. هغه څوګ چې د ډېپلوماسۍ هنر پرمخ وړي، ډېپلومات ورته وايي.

3- پالېسي: دهغه کړنو، پلانونو او پرېکړو مجموعه ده چې د حکومت، ارګان، ادارې …. له خوا له وړاندې په رسمي ډول توافق شوى وي. چې په يو ځانګړي حالت کې بايد څه وشي او څه نه؟

په خاص ډول پالېسې په سياست کې هغه اصولو ته وايې د کوم په واسطه چې يو دولت رهبري کيږي.

توپير يې: سټراټيژي پلان دى، له پاليسۍ او ډېپلوماسۍ سره ډېر سر او کار نه لري. خو پاليسي او ډېپلوماسي سره غټ توپير لري.

– ډېپلوماسي د بهرنۍ پاليسۍ د ښې کارونې وسيله ده.

– ډېپلوماسي او په پاليسي دواړه په بهرنيو او د هېواد دننه چارو کې موخې لاس ته راوړي. خو ډېپلوماسي تر ډېره بهرنۍ کارونه لري.

– پاليسي کل او ډېپلوماسي جز دى.

پاليسي ستا پلان او نېول شوي تصميمونه دي، خو په ډېپلوماسۍ کې ته 50% ونډه لري.

– ډېپلوماسي او جنګ دواړه په يو وخت کې شتون نه شي لرلى. که جګړه وي نو ډېپلوماسي به نه وي او که ډېپلوماسي وي جګړه به نه وي.

-خو پاليسي بيا جګړه او ډېپلوماسي دواړه زيږوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د