نړۍ

کراچي او منفي څلور درجې ساړه!

نن ټکی آسیا: هو، کراچي او منفي څلور درجې یخ، زړه ته مو نه لویږي؟ خو وروستي خبرونه او راپورونه کاږي چي د کراچي په ټول تاریخ کي تیره د سې شنبې شپه، یا د کال 2013 وروستۍ شپه تر ټولو یخه شپه وه.

په کراچي کي د یخ درجه منفي څلور ریکارډ شول، او دا ځکه چي کراچي په اوس وخت کي د پاکستان د شمال لوديځ یخو بادونو سره مخ دی، چي له کبله یې یخ منفي څلور درجې ته ورسید. 

باید وویل شي چي د کراچي د هوا پيژندنې اداره وايي چې د دې تر مخه په کال 1984 په 14 دیسمبر باندي د یخ تر ټولو ټیټه درجه منفي ۳ ریکارډ شوی وه، خو د تیري شپي یخ پخواني ټول ریکارډونه مات کړل. 

باید وویل شي چي د پاکستان کراچۍ ښار په خپله مرطوبه ګرمي مشهور ښار دی او د ژمي په موسم کي هم عموما هوا معتدله وي، خو د پاکستان په شمالي او نورو سیمو او غرونو باندې د واورې اورښت او بیا د بادونو الوتلو په ټول پاکستان کې د یخ زاړه ریکارډونه مات کړل.

ویل کیږي چی د کوټي په ښار کي هم د یخ ټیټه درجه تر منفي 15 پوري ورسیده، او له کبله یې په ښار کي د غازو او د سوند موادو کمی را منځته شوی، چي خلګ یی له ستونځو سره مخ کړي دي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x