نړۍ

د لیبیا مسافر وړونکې الوتکه اختطاف شوې

نن ټکی آسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): د لیبیا یوه مسافر وړونکې الوتکه هغه وخت اختطاف شوه کله چې په دغه هیواد کې په یوه داخلي پرواز بوخته وه.

الوتکه اوس مهال د لیبیا څخه ایستل شوې او د «مالټا» په هیواد کې ناسته کړې ده، چې له هغه ځایه د اختطاف ګرو سره چارواکي په مذاکراتو بوخت دي.

د «مالټا» هیواد رسمي تلویزیون ویلي چې اختطافګرو ګواښ کړی چې ددوی د غوښتنو د منلو په صورت کې به الوتکي ته چاودنه ورکړي.

بلخوا د لیبیا د ترانسپورټ وزیر ویلي چې د اختطافګرو سره یې مذاکرات پيل کړي دي تر څو د هغوی غوښتني او د هغوی سره د وسلې اندازه ولګيږي چې خپل ګواښ څومره عملي کولای سي.

ویل کیږي چې الوتکه د لیبیا د یوه ښار څخه بل ښار ته پر لاره وه، له ځانه سره ۱۰۹ مسافر لیږدوي چې اکثریت یې لیبیایان دي، دوه کسان په کښي یو پاکستانی او یو بل یو تن افریقايي دی. تر اوسه د اختطافګرو هویت هم روښانه نه دی.

د الجزیره تلویزون د یوه بیړنۍ خبر سره سم د «مالټا» هیواد لومړي وزیر ویلي چې اختطافګرو ټول مسافر خوشي کړي او یوازي د الوتکي عمله له ځانه سره یرغمل نیولې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې اختطافګر په څه توګه توانېدلې چې د الوتکي کنټرول تر لاسه کړي، خو د لیبیا امنیتي چارواکو ویلي چې الوتکي ته د مسافرو د ختلو پر مهال هیڅ داسي ثبوت په لاس کې نه لري چې مسافرو دي له ځانه سره وسله یا چاودېدونکي توکه له ځانه سره لیږدولي وي.

لیبیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ولسي پاڅون یې په خونړیو جګړو بدل سو او اوس هم له کورنۍ جګړې څخه کړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x